دمنافقینو اسرار
سریزه :
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ (٨)يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ (٩)فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ (البقرة:١٠)
ژباړه: ځینې خلک داسې شته چې وايي موږ په الله او د آخرت پر ورځ ایمان راوړی دی خو په حقيقت کې هغوی مؤمنان نه دي (۸) له الله او مؤمنانو سره يې ټګي را اخيستلې ده خو په واقعیت کې له خپلو ځانونو سره پخپله ټګي کوي خو په دې نه پوهيږي (۹) د هغوی په زړونو کې مرض دی او الله نور هم ورته زیات کړ، او د دوی له خوا د ویل شويو درواغو په بدل کې لوی عذاب دی (۱۰)
زیاتره خلکو ته د منافق کلیمه کومه ځانګړې معنی نه لري. ځینې خلک بیا د منافق کلیمه په ورځنيو محاورو کې د يوه “دوه مخي” او یا “دروغژن” لپاره کاروي، خو له دې ناخبره وي چې قرآن عزيز دې موضوع ته څومره اهمیت ورکړی دی. له بلې خوا ځينې خلک چې یو څه ديني معلومات لري منافقين د بې دينانو يوه داسې ډله بولي چې يوازې زموږ د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په پير کې يې ژوند کاوه او بس.
خو حقیقت دا دی چې منافقین یوه داسې ډله ده چې الله تعالی يې د قرآن عزيز په سلګونو آیتونو کې یادونه کړې ده او په دې توګه موږ ته را په زړه کوي چې ځان ترې وساتو. قرآن عزيز موږ ته دا هم راښيي چې منافقین یوه داسې ډله نه ده چې موږ به يوازې کله کله ورسره مخامخ کيږو، بلکې دوی د مؤمنانو په هره ټولنه کې یو سنبال شوی حضور لري.
کله چې قرآن عزيز مطالعه کوو دا هم را څرګنديږي چې دا حالات په هر پير کې یو ډول دي: د حضرت موسی علیه السلام له ملاتړو څخه واخله بيا د حضرت سلیمان علیه السلام د پير مؤمنانو، د حضرت ابراهیم علیه السلام او ان حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر پيره پورې چې ۱۴۰۰ کاله وړاندې تیر شوی دی، لنډه دا چې د مسلمانانو په هره ټولنه کې چې په قرآن عزيز کې بيان شوې ده سړی درک کولی شي چې منافقينو په کې شتون درلود. دا ځکه چې الله په یوه ایت کې فرمايي، ” سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلا (الاحزاب: ٦٢)”، الله تعالی د مؤمنانو هره ټولنه په همدې ډول ازمايي. که په يو ځای کې د مؤمنانو یوه ټولنه وي، ارومرو به د منافقينو يوه ډله هلته په کې وي. دا د الله تعالی يو نه بدليدونکی قانون دی.
له دې کبله، الله د قرآن عزيز په ګڼو آیتونو کې د دې ډول ټولنو ځانګړنې بيانوي چې مؤمنانو ته يې ګواښ متوجه وي. او له دې کبله منافقین د هغو خلکو يوه ډله ده چې په قرآن عزيز کې يې ډيره یادونه شوې ده.
دا خلک کله کله ان د ګڼو کلونو پورې د هغو مخلصو مؤمنانو په منځ کې ژوند کوي چې خپل ټول عمر یې د الله تعالی لپاره وقف کړی وي. دوی داسې پتيلې ده چې ځانونه د هغو خلکو په جامه کې ووهي چې د الله تعالی په لار کې هلې ځلې کوي او خپل ټول ژوند او مال هغه ته وقفوي. خو په باطن کې دوی دا ډول نه دي او یوازینۍ هيله یې د شخصی ګټو ترلاسه کول دي. د تاریخ په اوږدو کې دا ډله په هره يوه رښتينې مؤمنه ټولنه کې ليدل شوې ده. بې له شکه، لکه چې پورته وويل شول، قرآن عزيز د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په شمول د ګڼو پيغمبرانو په امتونو کې د منافقينو د شتون په اړه پريمانه معلومات موږ ته راکړي دي.
په دې کتا ب کې به موږ د منافقينو ځانګړنې په قرآن عزيز کې د ورکړل شويو جزیاتو په رڼا کې یو په يو وڅیړو. او بيا به ځانپالنې او ځان غوښتنې ته ستاسې پام راوړو، دا هغه لويې نیمګړتیاوې دي چې په هڅه کې يې منافقين تل ځوریږي.
لکه چې راتلونکې برخې به یې په جزياتو سره وڅیړي، ځان غوښتنه له هغو مهمو ځانګړنو څخه ده چې يو منافق له نورو خلکو بيلوي. هر سړی چې د نفاق ځانګړنې لري تصور کوي چې هیچا ته اړتیا نه لري او ګمان کوي چې يوازې همدی په سمه لار دی. له دې کبله، لکه چې په قرآن عزيز کې بیان شوي دي، ” كَلا إِنَّ الإنْسَانَ لَيَطْغَى (٦) أَنْ رَآهُ اسْتَغْنَى” ژباړه: رښتیا خبره همدا ده چې انسان سرغړونه کوي (۶) همدا چې ځان وګوري نو بې پروا شي (العلق: ٧)” د دوی بې جلوه طبيعت او انکار په پرله پسې ډول زیاتیږي. څرنګه چې دوی ځانونه له نورو خلکو غوره او له هر ډول اړتیا څخه پاک ښيي، نو نشي کولی د الله تعالی اوامرو ته غاړه کیږدي او یا نصیحت واوري.
خو د دې لپاره چې د منافقینو او د هغوی د بې ځايه منطق اصلي ځانګړنې په ښه توګه وپيژنو پکار ده چې له ټولو لومړی د منافق او د څرګند کافر تر منځ پر توپير وپوهیږو.
د کافرانو او منافقينو تر منځ توپير
وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ (يوسف: ١٠٣)
ژباړه: او ای محمده! که ته هر څومره حرص وکړې د خلکو زیاته برخه ایمان نه راوړي (۱۰۳)
لکه چې دا پورته آیت هم بيانوي، زياتره خلک ایمان نه لري. د ځمکې پر سر اکثریت تل د هغو دی چې پر الله تعالی ایمان نه لري. دا ډله چې پر “کافرانو” مشهوره ده يا په ډاګه له الله تعالی انکار کوي يا مشرکین دي يا ټول هغه کسان دي چې په زړونو کې يې مرض دی او يا منافقين دي. یوه ځانګړنه چې دا ټول يې په ټولیز ډول په ګډه سره لري دا ده چې دوی له الله تعالی څخه هغسې نه ويريږي لکه چې پکار ده ويره تر وشي او خپل ژوند د هغه د کتاب له ارزښتونو ډير لرې تيروي. خو، په پورته يادو شویو ډلګیو کې يوه ډله داسې ده چې الله تعالی يې په اړه وايي، ” إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأسْفَلِ مِنَ النَّارِ ژباړه: بې شکه چې منافقين به د اور په خورا ښکتنۍ برخه کې وي (النساء: ١٤٥)”
نو هغه کوم توپير دی چې منافقين له نورو کافرانو څخه هم زيات د عذاب مستحق ګرځوي؟
یو منکر کافر پر الله هیڅ ایمان نه لري او د الله شتون د قرآن عزيز له اخلاقي ارزښتونو سره يو ځای په بشپړه توګه ردوي. خو له بله پلوه منافق، الله تعالی په مستقیم ډول نه ردوي بلکې دا دعوی هم کوي چې دی د الله پر دین او کتاب ایمان لري. د منکرینو په پرتله چې په ډاګه د الله تعالی انکار کوي، منافق خپل انکار پټوي او د ځان په اړه داسې تصور ورکوی چې ګوندې يو مؤمن دی. دی به د دې دعوی هم کوي چې ایمان لري او له الله تعالی څخه ويریږي. خو، الله تعالی په خپلو آیتونو کې بيانوي چې يو منافق رښتيا نه وایي او د هغه زړه له هغه ايمان څخه بې برخه دی چې يو رښتينی مؤمن يې لري. په سورة البقرة کې بيان شوي دي چې:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ (البقرة: ٨)
ژباړه: ځینې خلک داسې هم شته چې وايي موږ پر الله تعالی او د آخرت پر ورځ ایمان راوړی دی خو په حقيقت کې ايمان نه لري (۸)
څرنګه چې منافق د ایمان د لرلو دعوی کوي، ځکه نو د مخلصو مؤمنانو په ټولنو کې موندل کیږي. کله کله خپل ټول عمر د دوی په منځ کې تيروي. خو څرنګه چې خپل انکار پټوي، په پرله پسې ډول د مؤمنانو تر منځ د اختلاف په لټه کې وي، او غواړي چې هغو خلکو ته زيان ورسوي چې پر الله رښتینی ایمان لري او دوی د ایمان په تړاؤ د ځينې مصلحتونو و منلو ته اړ کړي. د منافقينو دا جګړه پارونکې ځانګړنه په قرآن عزيز کې بيان شوې ده:
وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلا غُرُورًا (الاحزاب: ١٢)
ژباړه: او هغه وخت هم را ياد کړه چې منافقينو او په زړه ناروغه خلکو به ويل الله او د هغه رسول چې کومه وعده له موږ سره کړې وه پرته له تير ويستلو بل څه نه و (۱۲)
وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِمْ مِنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلا يَسِيرًا (الاحزاب: ١٤)
ژباړه: او که دښمن له هر لورې ورننوتلی وای او بيا يې له دوی څخه غوښتنه کړې وای چې د اسلام او مسلمانانو په خلاف ورسره یو شي نو خامخا به يې ملتیا ورسره کړې وه او هيڅ درنګ به یې نه و کړی (۱۴)
د خپل ټول انکار سره سره، منافق هیڅکله نه راپورته کيږي او په ډاګه نه وايي چې، “زه کافر یم”. خو برعکس دعوی کوي چې بې پایه تقوا او د عمل لوړه کچه لري. د هغه په اند مؤمنان په غلطه او دی خپله پر سمه لار روان دی. او له دې کبله دا فکر کوي چې هدف يې دا دی چې مؤمنان سمې لارې ته وهڅوي. او دا د فساد د خپرولو په برخه کې د منافقينو يو بل میتود بلل کيږي.
آیا منافق دین لري؟
د منافقينو تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې که څه هم دوی وايي چې پر دين عقيده لري، خو له دین څخه د دوی شخصي مفهوم له قرآن عزيز سره سمون نه خوري. دليل يې دا دی چې دوی د قرآن عزيز پر ځای پر خپلو ځانګړو شخصي استدالونو ټینګار کوي. د منافقينو استدلال په قرآن عزيز کې داسې بیان شوی دی:
أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلامُهُمْ بِهَذَا أَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ (الطور: ٣٢)
ژباړه: آيا د دوی عقلونه دوی د دې خبرې حکم کوي او که دا سرکشه خلک دي (۳۲)
لکه چې پورته بيان شول، منافقین ادعا کوي چې له الله جل جلاله څخه ويره کوی، خو ټولیز چلند یې له هغو خلکو سره سر نه خوري چې په رښتینې مانا له الله جل جلاله څخه ويريږي. د دوی هدف دا نه دی چې الله جل جلاله رضا وګټي: بلکې ټول هغه ډول چلند له ځانه ښيي چې د الله جل جلاله د غضب لامل ګرځي. خو له دې ټولو اعمالو سره سره په کلکه ګمان کوې چې له الله جل جلاله څخه ډير زیات ويریږي او ټول اعمال يې له قرآن عزيز له اخلاقو سره برابر دي.
د دې ټولو کارونو تر څنګ بیا هم منافقين داسې را څرګنديږي چې ته به وايي ټول دیني عبادات ترسره کوي او ان عملا يې هم اجرا کوي. خو بیا هم په هغه طریقه چې منافق عبادت کوي او په هغه ډول چې يو مؤمن عبادت کوي لوی توپير سره لري چې اهداف يې هم سره يو شان نه دی. د بيلګې په توګه، مؤمن یوازې د دې لپاره لمونځ کوي چې د الله جل جلاله رضا وګټي، په داسې حال کې چې منافق دا کار يوازې د ځانښودنې لپاره ترسره کوي. الله جل جلاله په دې آیت کې د منافقینو چلند داسې بيانوي:
إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلا قَلِيلا (النساء: ١٤٢)
ژباړه: منافقین (په خپل خيال کې) الله ته دوکه ورکوي حا دا دی چې الله دوی په دوکه کې غورځولي دي، او کوم وخت لمونځ ته ودريږي په سستۍ سره ودريږي، او خلکو ته ځانونه ښايي، خو الله ډير لږ يادوي (۱۴۲)
په ظاهره داسې ښکاري چې منافقین او مؤمنان دواړه یو ډول اعمال ترسره کوي. خو حقیقت دا دی چې مؤمنان په خپل لمانځه کې “خشوع او عاجزی کوي” (سورة المؤمنون: ۲) او لمانځه ته د پاملرنې له کبله خپل اجر ترلاسه کوي. خو له بله پلوه، منافقین د اخلاص د نشتوالي او دوه مخۍ له کبله د الله جل جلاله د عضب پايله ګالي.
له دې کبله په ظاهره منافق بې دینه نه ښکاري بلکې ادعا کوي چې پر الله جل جلاله ايمان لري او د زياترو ديني عباداتو رعایت هم کوي. خو بيا هم يو دینداره شخص نه دی. دی یوازې هغه وخت مخلص ښکاري چې دین د ده د خپل مفهوم سره سم تعبير شي چې د “نفاق مذهب” دی. خو بیا هم څرنګه چې دی په دې تکل کې دی چې د دین اخلاقي ارزښتونه تحریف کړي، ان د دې اخلاقي ارزښتونو له بشپړې پوهې سره سره به يې په آخرت کې ټولې هلې ځلې له خاورو سره خاورې شي. الله جل جلاله په یوه بل آیت کې دا ورځ داسې بیانوي:
أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَلا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا (الکهف: ١٠٥)
ژباړه: دا هغه کسان دي چې د خپل رب د آیتونو او د هغه د ملاقات نه منکر ول، نو ټول کارونه يې عبث لاړل، او موږ به د قيامت په ورځ هيڅ وزن (اهمیت) هم نه ورکوو (۱۰۵)
د نفاق مذهب اصلا د شیطان مذهب دی، چې خپله پټه واکمني يې پر خلکو راجوړه کړې ده، په دې لټه کې دی چې خلک د الله جل جلاله له لارې وګرځوي او د دوي پر ذهنونو له هرې ممکنه لارې واک وچلوی. دوی اړ کوي چې ګناهونه وکړي، او په مستقیم ډول هڅه کوي چې له نیکو کارونو يې وګرځوي. شیطان له یو فوق العاده استدلال څخه کار اخلي چې موږ به يې په راتلونکي برخه کې په پوره جزیاتو وڅیړو او د ده او د انساني نفاق تر منځ غزيدلي اړیکي به هم روښانه کړو. منافقین د شیطان له دې استدلال څخه ښه خبر دي، خو هيڅ فرق نه ورته کوي. که څه هم هیڅ منافق به داسې نه وي چې ووايي “زه د شیطان پیروِي کوم او د هغه په حزب کې یم” خو بیا هم له شیطان سره ورته کږه استدلال څخه کار اخلي.
لیکوال : مصطفی طاحان
ژباړه : داود حبیب زی