دمسلمانې مېرمنې کور څخه دوتلو آداب
ليكوال: حقمل
الله تعالی مسلماني مېرمنې ته دکور څخه وتلو په وخت دیوڅو آدابو سپارښتنه کړي ، پر هغې لازمه او فرض ده چې دهغې ځانګړی خیال وساتي؛ ترڅو زموږ اسلامي ټولنه په عفت او پاکدامنۍ کې خوندي وي.
موږ ددې ليکنې په ترڅ کې درې مهمو ټکو ته اشاره کوو:
1- حجاب (پرده).
2- ډول (سینګار).
3- عطر استعمالول.
لومړی: شرعي حجاب (پرده) :
الله رب العزت پرمسلمانې مېرمنې حجاب فرض او لازم کړی دی ، الله تعالی د احزاب په سورت کې فرمايي: (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا)
ژباړه: ای پېغمبره ! خپلو مېرمنو او لوڼو او دمومنانو ښځوته ووايه چې پرخپل ځان باندې دخپلو ټکريو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنچاره ده ترڅوچې هغوې وپېژندلی شي او ونه ځورول شي. الله تعالی غفور او رحیم ذات دی.
همدارنګه د النور سورت کې فرمايي: (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ)
ژباړه: (او پر خپلو سينو دي دخپلو پردو پلوونه واچوي)
– نو داحزاب په سورت کې يې (جلباب) ذکر کړو، (جلباب) هغه جامو ته وايي چې داوګو څخه دپښو تر تله اوږد وي.
– او دالنور سورت کې يې (خِمَار) ذکر کړو ، (خِمَار) هغه لوپټۍ (څادر) ته وايي کوم چې دمېرمنې وېښته ، غاړه ، سینه او مخ پټوي.
نو دپورته دوو آیتو څخه دحجاب فرضیت ثابتېږي.
– همدارنګه په شرعي جامه کې شرط دادی چې بدن ترې نه ښکاري، داسې تنګه جامه نه وي چې دبدن اندامونه پکې راوتي وي ، نه داسې نرۍ چې بدن ترې ښکاري، نه داسې چې دسړو سره مشابهت (ورته والی) ولري ، نه داسې چې دکافرو ښځو پورې خاصه جامه وي ، نه دشهرت او ځان ښودنې او نه دزينت او ښایست جامه وي. دا دجمهورو علماؤ مذهب دی.
کله چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) اسامه بن زید (رضي الله عنه) ته قبطي جامه ورکړه (یورنګه پیړ لباس دی) ، بیايې ورڅخه وپوښته: (ولي دي هغه قبطي جامه نده اغوستي؟) اسامه (رضي الله عنه) ورته وویل: هغه مې خپلې ماندينې ته ورکړې، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمایل: (خپلې مېرمنې ته دې ووایه چې بله جامه ورڅخه لاندې واغوندي، ویریږم چې دهغې دهډوکو حجم پکې راښکاره نشي). مسند أحمد.
نو معلومه شوه دکومې جامې څخه چې بدن ښکاري یا دبدن داندامو توصیف کوي (یانې دبدن اندامونه ورڅخه دتنګښت لامله راوتي وي) لکه پتلون ، تنګې جامې او داسې نور غیر شرعي جامې اغوستل حرام او په هرې مسلمانې مېرمنې فرض ده چې ځان ترې وژغوري.
دنبي علیه السلام پر بي بي (عایشه رضي عنها) یوڅه ښځې ننوتې چې جامې یې نرۍ وې ، نو ورته يې وويل : (که چېرې تاسو مومنانې یاستئ ، نو داخو دمومنو میرمنو جامه نده!!) ، همدارنګه یوځل پرې یوه ناوې ننوته او هغې شفافه (نرۍ) لوپټه په سرکړې وه؛ ورته یې وویل: (تا دالنور په سورت ایمان ندی راوړی؛ آیا مسلمانه مېرمن داسې لوپټه په سر اچوي؟!!)
نو ای خویندو! که چېرته عایشه (رضي الله عنها) دمسلمانو مېرمنو اوسنی حالت وګوري ، څه فکر کوۍ چې څه به ووايي؟ حتی که دځینو باحجابه مېرمنو حالت وګورې چې پنډۍ یې ترې ښکاري ، او غاړ لوڅوي ، او تنګې جامې اغوندي نو.. ؟!!
دویم: تبرج (خپل ښایست ښکاره کول، او بې ستره ګرځېدل).
لا تر اوسه موږ دمسلمانې مېرمنې دکورڅخه دوتلو دآدابو په بهیر کي یو ، په تېره لیکنه کې مو په شرعي حجاب (پرده) قلم وڅرخوو، اوس یو بل ادب ته اشاره کوو؛ هغه داچې کله یوه مسلمانه مېرمن دکور څخه بهر دکوم شرعي حاجت لپاره وځې نو خپل ښایست به پردو (نامحرمو) سړو ته نه ښکاره کوي.
داچې زموږ ټوله لیکنه په (تَبَرُّج) څرخي نو راخئ ترهرڅه وړاندې (تَبَرُّج) وپیژنو:
(تَبَرُّج) په لغت کې ښکاره کولو ته وايي، (بُرج) دکور لوړ او اوچت ځای ته وايي. او په اصطلاح کې په مکر، ناز او دنخرو تګ ته وايي. او بله مانا يې: دخپل ښایست او ډول ښکاره کولو ته تَبَرُّج وايي.
او داسلام په سپیڅلي دین کې ښځه پردي سړي ته (نامحرم ته) خپل ښایست او سینګار ښکاره کولو ته تبرج وایی.
یو عالم وايي : تبرج درې ماناوې لري:
۱- چې ښځه خپل دبدن ښايست پردو او نامحرمو ته ښکاره کړي.
۲- چې دخپلو جامو ښایست پردو او نامحرمو ته ښکاره کړي.
۳- او یا خپل دناز او نخرو حرکت (چې سړي ځان ته جلبوي) نورو ته ښکاره کړي.
الله تعالی فرمایی: (وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى) ژباړه: پخپلو کورونو کې مېشتې اوسئ (بې له حاجته له کوره مه وځئ) ، او دتېر جاهلي دور غوندې سینګار کړې بې ستره مه ګرځئ.
نو مالومه شوه چې تبرج یو ناروا او حرام کار دی او الله رب العزت ټولو مؤمنو مېرمنو ته خطاب کړی ترڅو دجاهلیت ددور په څېر ډول ، سینګار او بربنډولو څخه ځان وژغوري.
دپورته آیت په تفسیر کې دمشهورو مفسرينو اقوال:
۱- مجاهد (رحمه الله) دتبرج په اړه داسې وايي: (دجاهلیت په دور کې به ښځه دکور څخه بهر دسړو په منځ کې ګرځېده).
۲- قتاده (رحمه الله) وايي: ( دجاهلیت په دور کې به ښځو په ناز حرکت کاوه او سړي به یې ځان طرف ته مایل کول).
۳- او مقاتل (رحمه الله) وايي: (تبرج دېته وايي چې ښځه څادر په سرکړي خو هغه نه ټینګوي ، چې دهغې غاړه، غوږوالۍ او غاړکۍ ټول ورڅخه ښکاري).
داپورته بیلګې خو دجاهلیت دزمانې تبرج وو، اما که موږ خپلې اوسنۍ ټولنې ته ځير شو نو دښځو او سړو اختلاط، په لارو کې دښځو دناز او نخرو حرکت، دهغو لنډې او بربنډه جامې ، رنګ ناخون او نور دښایست توکي په مخ ، لاسونو او پښو لګول، دپتلون اغوستل چې ټول بدن پکې راوتی وي، او دخپلې غاړې او وېښتو ښکاره کول خو یو ډېره عادي خبره څه چې یو رواج ګرځېدلی.
هغه ښځه چې دکور څخه په غیر شرعي لباس کې وځي نو دا:
۱- دهغه دایمان په ضعف دلالت کوي.
۲- دهغه دحیا په کمښت دلالت کوي.
۳- د بدکاره کافرو ښځو سره ورته والی دی.
۴- دمجرمینو او بیمارو زړونو ځان خواته متوجه کول دي.
۵- د فحاشت او بې شرمیو دانتشار لوی سبب دی.
نو ای مسلماني خورې! کوښښ وکړه چې لومړی دکور څخه ونه وځې، (ځکه چې اصل په دین کې دښځو لپاره په کور کې میشت کېدل دي ، خو دشرعي حاجت لپاره وتل ترې مستثنی دي) اوکه بیاهم دکوم ضروري امر لپاره وتلې نو اسلامي حجاب وکړه ، خپل ښایست دي نورو ته مه ښکاره کوه، عطر او داسې نور څه چې دسړو توجه ستا په لور راګرځوي دهغه څخه ډډه وکړه، ترڅو الله درڅخه راضي شي او اسلامي ټولنه په عفت او پاکدامدامنۍ کې خوندي وي.