
د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره دیني مالومات – ۵ برخه
پوښتنه : کوم لمونځ چي تروخت مخکي وسي دهغه حکم څه دی؟.
ځواب : دهرلمانځه لپاره وخت ټاکل سوی دی نوبايدهرلمونځ پرخپل وخت وسي . که یولمونځ ترخپل ټاکلي وخت مخته وسي نودهغه سړي لمونځ نه سيي کیږي .
پوښتنه : آیا خوراک اوڅښاک اودس ماتوي؟.
ځواب : نه! .
پوښتنه : په سفر کي دسهار لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفرکي دماپښین لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دمازېګرلمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : دوه رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماښام لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب :درې رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماخوستن لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب: دوه رکعته فرض سره له درورکعتو وتروخــــودابایدپه یادولرئ چي سنت لمونځ ترخپل ټاکلي مقدارنه کمیـــــــږي که په سفرکي دسړي ډېرتلوارنه وي نوسنت بایدهرومروپوره اداء کړي .
پوښتنه : دبدن هغه اووه ګوني غړي ، چي دسجدې په وخت کي بایدپر ځمکه کښېښودل سي کوم دي؟
ځواب :
تندی او پوزه
دلاسونو ورغوي .
دواړه زنګونونه .
ددواړوپښوقدمونه .
پوښتنه : دجماعت پروخت که مقتدي یو سړی وي نوباید کومي خوا ته ودريږي ؟
ځواب : دامام راسته لاس ته .
پوښتنه : د جنازې دلمانځه حکم څ ه دی؟
ځواب : فرض کفایه .
پوښتنه : که په هېره دروژې په حالت کي یوشی وخوري نودهغه روژه څنګه ده ؟
ځواب : روژه یې نه فاسدیږي .
پوښتنه : په جماعت کي ترټولو غوره صف کوم صف دی؟
ځواب : لومړی صف .
پوښتنه : کورته دننوتلو دعاء کومه ده ؟
ځواب : بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَاوَبِسْمِ اللهِ خَرَجْنَاوَعَلی رِبِّنَا تَوَکَّلْنَا .
پوښتنه : له کورڅخه دوتلودعاء کومه ده ؟
ځوا ب : بِسْمِ اللهِ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ .
پوښتنه : د آذان په اورېدو سره بایدڅه وویل سي؟
ځواب : هغه څه چي مؤذن وايي،خوکله چي هغه (حی علی الصلاه ) او (حی علی الفلاح) وايي،نواورېدونکي باید ( لاحول ولاقوه الابالله ) ووايي .
پوښتنه : کله چي یو مصیبت پېښ سي نوڅه بایدوویل سي ؟
ځواب : (انا لله واناالیه راجعون ) .
پوښتنه : دروژه مات پروخت کومه دعاویل کیږي؟
ځواب : ذَهَبَ الظَــلْمَاءُ وَابْتَ-تِ الْعُرُوْقُ وَثَبَتَ الْاَجْرُاِنْ شَاءَ اللهُ.
پوښتنه : تررکوع وروسته څه ویل کیږي ؟
ځواب : (سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ – رَبّنَاوَلَکَ الْحَمْدُ ) .
پوښتنه : له خوبه ترپاڅېدووروسته کومه دعاء ویل کیږي؟.
ځواب : (اَلْحَمْدُلِلّهِ الَّذِيْ اَحْیَانَابَعْدَمَااَمَاتَنَاوَاِلَیْهِ النُّشُوْرُ )
پوښتنه : دناروغ دلیدوپرمهاکومه دعاء ویل کیږي؟.
ځواب : (لابَاْسَ طَهُوْرٌاِنْ شَاءَ اللهُ ) .
پوښتنه : کله چي یوه غونډه یا مجلس پای ته رسيـــږي کومه دعاء ویل کېږي؟.
ځواب : (سبحانک اللهم وبحمدک اشهدان لااله الاانت استغفرک واتوب الیک )
پوښتنه: د ډوډۍ ترخوړلو مخکي څه ويل کيږي؟.
ځواب : (بسم الله ) .
پوښتنه : دډوډۍ ترخوړلووروسته څه ويل کيږي؟.
ځواب : (الحمدلله الذي اطعمني هذا ورزقنیه من غیرحول منی ولاقوه )
پوښتنه : چاته قوي انسان ويل کيږي؟.
ځواب : هغه شخص چي دغوسې په وخت کي خپل ځان کنټرول کړي .
پوښتنه : دغوسې په وخت کي څه ويل کيږي؟.
ځواب : (اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیْمِ ).
پوښتنه : دپرچ په وخت کي څه ويل کيږي؟.
ځواب : (اَلْحَمْدُلله ) .