د لمانځه سنتونه

د لمانځه سنتونه په لاندې ډول دي:

۱- د تکبير تحريمه لپاره لاسونه پورته کول.
۲- د لاسونو پورته کولو په وخت کې ګوتی پرانيستې او قبلی ته مخامخ کول.
۳- د امام لپاره د هر رکن ادا کولو په وخت کې تکبير ويل .
۴- په اول رکعت کې ثنا سبحانک اللهم  ويل .
۵- لومړي رکعت کې تعوذ يعنې اغوذ بالله ويل .
۶- د هر رکعت په شروع کې بسم الله ويل .
۷- د سورة فاتحه نه ورسته آمين ويل .
۸- سړو لره ښي لاس په ګين لاس ايښودل تر نامه لاندې ،اوښځو لره په سينه باندی ايښودل .
۹- رکوع ته دتلو په وخت کې الله اکبر ويل .
۱۰- د رکوع په حالت کې سر دشا سره برابر ول اوپه دواړو لاسونو سره د دواړو زنګنونو نيول .
۱۱- په رکوع کې دری ځله سبحان  ربي الغظيم ويل .
۱۲- قومه يعنی درکوع  نه پورته کيدو په وخت کې دامام دپاره سمع لمن حمده   او دمقتدی لپاره ربنا لک الحمد دتنها ګزار لپاره د دواړو ويل.
۱۳- سجدی ته  دتلو په وخت کې اوبيا سجدی نه دپورته کيدو په وخت کې الله اکبر ويل.
۱۴- سجدی ته دتلو په وخت کې لومړی دواړه ګونډې  بيا دواړه لاسونه او بيا تندی په ځمکه ايښودل.
۱۵- په دواړو سجدو کی دری ځله سبحان ربي الاعلی  ويل.
۱۶- دسجدی په وخت کې دلاسونو دواړه پنځی دپوزی څنګو ته ورنونه دګيډی نه جلا اود ځمکې  نه لری ساتل او څنګلی له ورنو نه لری ساتل اوهمدارنګه د دواړو پښو ولاړ ساتل او دښځو لپاره ورنونه دګيډی سره پيوسته کول اوپښی په ځمکه باندی غوړيدلی ساتل .
۱۷- په جلسه او قعده کې سړيو لره ښی پښه ودرول او چپه پښه غوړول او په هغه کيناستل او ښځو لره دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوپه هغه کيناستل.
۱۸- په تشهد کې د اشهدان لااله الا الله ويلو دشهادت ګوته پورته کول .
۱۹- په قعده اخيره کې دتشهد نه ورسته درود شريف ويل.
۲۰- د درود نه ورسته دُعا لوستل الهم ربنا .
۲۱- لومړی ښی طرف او بيا چپ طرف ته سلام ګرځول.

سرچینه اسلام 610

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب