دغه خواړه مو له ړندیدو ژغوري

تاسې به اورېدلي وي چې گازرې او نارنج رنګ ته ورته خواړه د سترگو دید زیاتوي او باصرې حس له ناروغیو او کمزوریو ژغوري. دا رښتیا ده، ځکه چې دغه خوړو کې بیټا کیروټین (Beta-Carotene) مواد چې ویټامین اې (vitamin A) غوندې دی، وجود لري چې دغو خوړو ته ژیړ رنگ ورکوي او سترګې او دید ته يې ډیر گټور دي.

خو یوازې بیټا کیروټین د سترګو دید نه زیاتوي، بلکې ډېر نور خواړه هم شته چې لید مو زیاتوي او د باصرې حس له مختلفو ناروغیو ژغوري.

لاندې خواړه د سترگو دید لپاره ډېر خورئ:

۱- شنې پاڼې لرونکي خواړه:
شنې پاڼې لرونکي خواړه د لیوتين (Lutein) او ژیزانتین (Zeaxanthin) غوره سرچينه ده. یاد مواد د سترگې شاتنۍ برخه کې د داغ پیدا کېدو کوم چې د ړندیدو اصلي لامل دی، مخنیوي کولو سربیره د سترگو د اوبو ساتنه کوي.

۲- هگۍ:
د هگۍ ژېړ هم پر لیوتین او ژیزانتین لرلرو سربیره ډېره زیاته اندازه زینک (Zinc) هم لري چې د سترگو شاتنۍ برخه کې د داغ پیدا کېدو مخه نیسي او انسان له ړندېدو ژغوري.

۳- ستروس او توتان:
دغه میوې پرېمانه پيمانه ویټامین سي (Vitamin C) لري، چې انسان له ړندېدو ژغوري او په سترگو کې موجود اوبو څخه ساتنه کوي او د کمېدو مخه يې نیسي.

۴- بادام:
بادام له ویټامین اي (Vitamin E) څخه ډک دی. ویټامین اي (Vitamin E) هم په سترگو کې د داغ پیدا کېدو او ړندېدو مخه نیسي. څېړنو ثابته کړې ده چې د ورځې یو موټۍ بادام بدن د ویټامین اي اړتیا پوره کوي.

۵- د کبانو غوړ:
ټونا (Tuna)، سالمون (Salmon) او انچووي (Anchovy) نومې کبانو کې ډي ایچ اې (DHA) نومې مواد په زیاته اندازه پیدا کېږي. ډی ایچ اې (DHA) یو ډول غوړ اسید دی چې د سترگو له وچوالي څخه چې (Dry eye syndrome) په نوم یادېږي مخنیوی کوي.

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ