د سپينو او سرو زرو زکات او د هغه نصاب
…… مِن كُلِّ اَربَعِينَ دِرهَماً دِرهمُ ُ وَلَيسَ فِی تِسعَةٍ وَتِسعِينَ وَماءةٍ شَيی ُ ُ فَاِذاَ بَلَغَت مَاء تينِ فَفِيهَا خَم سَة ُ ُ دَرَاِهمَ (رواه الترمذی وابوداود).
پس اداء کړی زکات د سپينو رزو دهر څلويښت درهمو نه يو درهم – اود 199 درهمو پوری هيڅ واجب ندی او کله چه 200 دوه سوه پوره شی نو په هغه کی پنځه درهم زکات واجب دی .
حضرت ام سلمه (رض ) وايی : ما بنګری په لاس کول ، بيا می له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه چی ای دخدای ج رسوله ! آيا دا هم کنز دی ؟ ( کوم چه د توبی په سورت کی د کنز په باب سخت وعيد نازل شوی ) هغه (ص) راته په ځواب کی وفرمايل : کوم مال چه د زکات ورکولو اندازی ( نصاب ) ته ورسيږی او زکات يی ورکړ شی هغه کنز نه دی .
دسپينو زرو زکات دوه سوه 200 شرعی درهم دی ، او دسرو زرو 20 طلايی مثقاله دی داچه درهم او مثقال د ګرام له رويه څرنګه ح ساب شی دنوی عصر علماوو داسی بيان کړی .
داسلامی نړی ستر مصری عالم دوکتور وهبة الزحيلی پخپل کتاب فقه اسلامی دوهم جلد کی داسی ليکلی دی
(( دسرو زرو نصاب شل مثقاله يا اووه نيمی تولی دی چه دا شل مثقاله بيا دعراق په مثقال سره د سلو 100 ګرامو سره برابر دی او دغه شل مثقاله دعجمی په مثقال سره له شيږ نوی 96 ګرامو سره برابر دی )).
(( دسپينو زرو نصاب دوه سوه شرعی درهمه يا دوه پنځوس نيمی تولې چی بيا دا دوه سوه شرعی درهم له اووه سوه 700 ګرامو سره برابر دی او دجمهورو علماؤ په نزد دوه سوه شرعی درهم د 642 ګرامو سره برابر دی )) .
په نورو فقهی کتابونو کی لکه درالمختار ، احسن الفتاوی او فتاوی عثمانی کی بيا دسرو زرو 87 ګرامه او د سپينو زرو 612 او 628 ګرامه ليکلی دی .
دسعودی عربستان د اوقاف دعوة او ارشاد وزارت د سرو زو نصاب 85 ګرامه او د سپينو زرو 595 ګرامه ښودلی دی .
همدارګه د قطر،يمن ، سودان او لبنان هيوادونو د زکات ادارو هم دسروزرو شل مثقاله له ( 85 ) ګرامه اود سپينو زرو دوه سوه درهمه له 595 ګرامه برابر ښودلی دی .
نو پدی خاطر چه همدا دسعودی عربستان ټاکل شوی مقدار اقل دی (دغريبانو په ګټه دی ) او هم ديوه هيواد پر سطحه تعين شوی دی داعتبار وړ دی .
دسرو اوسپينو زرو د زکات اندازه ٪ 2.5 يا 40 څلويښتمه برخه ده .
لومړی مثال : که څوک په خپل کور کی 120 ګرامه سره زر ولری نو زکات يی داسی حسابيږی .که د يوه ګرام طلا قيمت 1200 افغانی وټاکو نو 120×1200 = 144000Af نو دزکات اندازه به 144000÷ 40 = 3600 نو دری زره او شپږ سوه افغانی د زکات اندازه شوه.
دوهم مثال : که څوک 8500 ګرامه سپين زر ولری نو که د سپينو زرو د يوه ګرام نرخ 50 افغانی وټاکو نو
50x 8500 = 425000÷40 = 10625 Af نو لس زره و شپږسوه او پنځه ويشت افغانی زکات به پر مستحقو کسانو ويشی .
د نغدو پيسو او تجارتی اموالو زکات او دهغه نصاب :
يَا أَيُّهَا ال آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ).
ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسی ګټلی .
وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُوم ( الذاريات 19 ) .ِ
اوپه مالونو د دوی کی حق او برخه وه سوالګر لره او صبرکوونکی لره ( مسکين وی خو له شرمه سوال نه کوی ) .
عَن سَمُرَةَ بنِ جُندُب ٍ اَن َّ رَ سُول َ اللهَِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَامُرنَا اَن نُخرِجَ الصَّدَقَةَ مَن َ الَّذِی نُعِدّ ُ لِلبَيع ِ ( رواه ابوداود ) .
دحضرت سمره بن جندب (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم مونږ ته حکم وو – چه مونږ به دهر هغه شی نه زکات وباسو کوم چه د بيع و فروخت يعنی تجارت دپاره اخستی وی .
دنغدو پيسو او تجارتی اموالو ( دوکان ، دواخانه ، فابريکه او غيره ) نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټا کل کيږی ځکه د سپيونو زرو نصاب اقل دی نو په اقل عمل کوو .
د نغدو پيسو يا په تجارتی دوران کی بندو پيسو نصاب دسپينوزرو نصاب له رويه ټاکو چه د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه يا 595 ګرامه سره سمون خوری. که دسپينو زرو ديوه ګرام قيمت 50 افغانی وټاکو نو 50x 595 = 29750 ≈ 30000 Af نو که څوک 30000 ديرش زره افغانی د نغد و پيسو يا تجارتی اموالو پانګه ولری کال ورباندی تير شی زکات ور باندی فرض دی .