د زکات د وجوب او ادا کولو صحت شرطونه

د زکات د وجوب شرطونه :

۱- مسلمانی : نوڅوک که نوی مسلمان شی پرهغه د مخکی وختونو زکات لازم ندی .
۲- بلوغ  : نابالغه ماشوم يا د ماشوم ولی  باندی زکات فرض ندی که يی آدا کړی نه صح ی کيږی .
۴- د نصاب  مالک کيدل : د دومره مال مالک کيدل چه شريعت پری زکات واجب کړی دی .
۵- پوروړی نه وی : يوه سړی د نصاب په اندازه مال لری  ولی د نورو پوروړی هم وی زکات ورباندی نشته .
۶- پرمال پوره کال تيريدل : نصاب ته رسيدلی مال به يوکال تيرشوی وی  ،پدی اړه نبوی (ص) ارشاد مبارک :
دحضرت عبدالله ا بن عمر (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی : چه چاته په هره طريقه مال حاصل شو، نوپرهغی باندی تر هغه وخته زکات  نه واجبيږی  څوپوری چه  په هغی باندی يو کال نه وی تير شوی  ( رواه الترمذی ).
۷- پخپلو اصلی ضرورتونو سربيره د نصاب شته والی :
۸- عقل : پرليونی زکات فرض  ندی .

د زکات د اداء کولو دصحت شرطونه :

يعنی د دغه شپږ شرطونو سره د زکات ادا صحيح ده او که نه وی زکات نه اداء کيږی :
۱- مسلمانی :د زکات اداء کوونکی به ضرور مسلمان وی  ، دنامسلمان  زکات نه اداء کيږی .
۲- عقل : که يو ليونی زکات ورکړی  زکات يی نه اداء کيږی .
۳- په ټاکلوځايونو کی د زکات مصرفول : هغه ځايونه په قرآنکريم کی  واضح  بيان شوی ،چه لاندی  په تفصيل  ذکر شوی   ،که پرته له دغو ځايونو په نورو ځايونو کی ولګول شی زکات نه ادا کيږی .
۴- بلوغ  : نابالغه ماشوم که زکات ورکړی زکات نه اداء کيږی .
۵- مالک ګرځول : دزکات اداء کولو پروخت  بايد د زکات اخيستونکی  دهغه مالک وګرځول شی ، که هغه فرد وی اوکه  د زکات راټولولومامورين  وی  .
۶- د زکات داداء کولو نيت : زکات اداء کوونکی بايد د زکات د اداء کولو پر وخت  د زکات نيت ولری .

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب