د زکات د ادا کولو ګټې

۱- د مال پاکوالی :   که زکات ادا نشی  نودزکات د مستحقينو حق به په مال کی ګډ شوی وی ،چه د زکات په ادا سره به د هغوی حق بيل او مال به پاک شی ، په م عنوی لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل ، دناوليو او پاتيکدونوکو څيزونو  دشوق او محبت څخه د زړه پاکوالی .
۲- دمال ذياتوالی : دزکات په ادا کولو سره خدای ج  په مال کی برکت اچوی  ، نوکله موچه زکات ادا کړ بيا به له  حساب کولو ورسته درته معلومه  شی چه د نور وخت پر پرتله کټه څومره  ذياته شوی
حيران به پاتی شې .
۳- له بلاؤاو  آفاتو څخه د مال بچوالی : دزکات په ادا کولو سره  به بيا په مال  آفتونه او بلاوی  نه راځی  تجارتی مارکيت به اور نه اخلی او د غلوله غلا او لوټ   او داسی نورو به په امن وی .
۴- بی حده خوشحالی او د زړه سکون : د زکات له ادا کولو سره  سم  د انسان په زړه کی ذياته خوشحالی او سکون پيدا کيږی ځکه  چه په هر عمل او کسب کی  د خدای ج رضا وی سړی  خوشحالی   او آرام احساسوی .
۵- دسيخيانو په ډله کی  ور ګډيدل : د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده .
۶- دزړه نرم والی  او پر نورو رحم کول : دزړه نرم والی ډير لوی صفت دی چه نرم زړه د دوزخ اور نه سوزی ، نوکله چه هغه خوارانو  ته چه  څلورو ديوالونو ته  حيران ناست وی  دخواراک لپاره هم څه نه لری  زکات ورکړ شی  څومره لوی  رحم ، زړه سوی  او خواخوږی  به وی .
۷- له حب دنيا څخه خلاصون : له دنيا اودولت  سره محبت ستر مرض دی  چه ددی مرض په وجه سړی  بخيل ،سخت زړی  او بی رحمه ، بی مينی او علاقی  وی  له مرګ څخه  ويره لری  د دنيا د عيش اونوش هيله لری ……….. نو آخربه تر کومه ژوند وی .
نوکله چه څوک له خپل خوږ مال څخه د خدای ج د رضا لپاره زکات ورکړی  دهغه په زړه کی د خدای ج د محبت ولولی  په جوش راشی او د ناولی  فانی دنيا محبت يی له زړه وزی .
۸- د خدای ج پر نعمت شکر : بی له شکه هغه کس چه زکات اداء کوی ، نو پوره يقين لری چه  زه خو پخوا ناداره وم   ای خدايه  ستا پر خپل فضل مالداره وګرځولم  نو نن ورځ  په ډير اخلاص  ستا له راکړی  يواځی څلويښتمه برخه پر بی وزلو او خوارانو ويشم ، نوشکر خو همدی ته وايی  چه نعمت د خدای ج  له خوا يو فضل وګڼل شی ، ولی هغه کس  سره لدی چه خدای ج  ورباندی د مال پيرزوينه کړی  وی خو زکات  نه ورکوی  پر دی ګمان وی چه دا زما د منډو او کوښښتونو ثمره ده  . نو د زکات ورکول ورته ډير سخت بريښی  ګمان کوی چه پدی ۴۰ حصه به می مال کم شی چه دا د لوی چښتن ج سره ستره بی وفايی  او د بندګی له شانه سره ناشکری ،سرکشی  او ډير بدکار بللای شو.
۹- دخلاصون لاره : دالله ج رضا چه په سپين مخ به د خپل لوی چښتن ج په حضور کی  ولاړيږی  خپل مال به درته د نجات او خلاصون وسيله وګرځی  او دهغه له غذاب او دغاړی له طوق څخه به خلاصون  مومی.

د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب