د زړه د رګونو عملیات| د قرآن علمي اعجاز

آیا ستا سینه مو شرح نه کړه او هغه بار چې ستا شا یې درنه کړې وه او چت مو نه کړ؟ (الشرح 1-3)

د ژوند ددوام لپاره وینه اړین مواد دی اووینه دزړه عضلو ته درګونو  له لاری چې   Coronary نومېږی رسېږی. درګونو دجدار دکلکیدو په صورت کې په رګونو کې دوینې دغونډیدواوټینګېدو لامل ګرځی  اوپه پایله کې په سینه کې ددرد لامل ګرځی اودزړه حملی مینځته راوړی.

“الم نشرح لک صدرک” ممکنه ده چې درګونو دپاکولو دعملیاتو په ماناوی   (والله اعلم). ځکه   “نشرح” يعنی دغوښې یا دمشابې شیانو پرې کول یا پراخول. دزړه په عملیاتو کې هم سینه څیرې کېږی اودرګونو بندښت لرې کېږی اوپراخېږی څوچې وینه په آسانی سره وبهېږی . اومهمه داده چې دالشرح دسروې په تعقیب بیا دالتین سوره راغلې. دالتین په سوره کې دزیتونو په اهمیت ټینګار شوی چې هغه ددزړه اورګونو لپاره ډیر اهمیت لری.

دخوځښت، وینځلو اوڅښلو روغتیایی ګټې
په  قرانکريم کې مودې ته پام کېږی چې  ايوب (ع)   ته دناروغی په وخت کې داسې توصیه کېږی:

اویاد کړه زما بنده ایوب کله چې یی درب دربارته عرض وکړ چې شیطان زه په کلک زحمت اوعذاب کې اچولی یم .(هغه ته مو وویل) پښه پرځمکه ووهه دا سړې اوبه د غسل اودڅښلو لپاره دی. ( ص 41-42).

الله (ج)   ایوب (ع ) ته دناروغی په وخت کې توصیه کوی چې پښې ووهه چې اشاره همغه ورزش یا سپورت ته ده . دسپورت له کبله په تیره بیا دپښو دخوځښت له کبله دوینی بهیر ښه کېږی اوپه کافی کچه اکسیجن دوجود حجراتو ته رسېږی . نو شخص ځواکمنېږی اوآسانی سره مضره مواد له خپله ځان څخه لرې کوی. دمیکروبونو په وړاندې مقاومت زیاتېږی . هغه خلک چې سپورت کوی پاک اوپراخ رګونه لری چې دا درګونو دبندیدو مخنیوی کوی اودزړه اونورو ناروغیو مخنیوی کوی.
منظم سپورت دشکر ، ځیګر، دوینو دغوړو، اسکلیتی ناروغیو اودنوروناروغیو دوقایی لپاره ډیر ګټوروی . په لوڅو پښو تګ لکه دبرېښنایی توکوٍ(Earth line) دآرت کرښه دبرېښنا بهیر چې په وجود کې ذخیره شوی وی آزادوی. دځان وینځل هم په بدن کې دذخیره شوې برېښنا دآزادولو لامل ګرځی چې وروسته بیا داروایی دباو دپوستکو دناروغیو زړه تنګوالی اوتبې دله مېنځه تلو لامل ګرځی.

داوبو څښل دټول ځان لپاره ګټور وی دبدن دنورو غړو فعالیت لکه ګېډه ،کولمې ، پښتورګی اوپوستکی نیغه په نیغه دهغو اوبو سره اړیکه لری چې موږ یی دورځی څښو. دغو غړو پوری اړونده ناروغی له ورځنی عادت نه ډیر داوبو څښلو ته اړتیا لری . برسیره پردې ستومانی اوګنګس توب هم داوبو په څښلو رفع کېږی.
ددغو دریو توصیو عملی کول زموږ دروغتیا لپاره ډیر ګټور دی . الله (ج) فرمایی:
هغه څّه مو چې په قرآن کې راولېږل هغه رحمت اوشفا ده لپاره دمؤمنانو(الاسراء 83).

 

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب