درې نجات ورکوونکي او درې هلاکوونکي- حدیث
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: “ثَلَاثٌ مُنْجِيَاتٌ، وَثَلَاثٌ مُهْلِكَاتٌ، فَأَمَّا الْمُنْجِيَاتُ: فَتَقْوَى اللهِ فِي السِّرِّ وَالْعَلَانِيَةِ، وَالْقَوْلُ بِالْحَقِّ فِي الرِّضَا وَالسُّخْطِ، وَالْقَصْدُ فِي الْغِنَى وَالْفَقْرِ، وَأَمَّا الْمُهْلِكَاتِ: فَهَوًى مُتَّبِعٌ، وَشُحٌّ مُطَاعٌ، وَإِعْجَابُ الْمَرْءِ بِنَفْسِهِ، وَهِيَ أَشَدُّهُنَّ “. [شعب الایمان6865]
ژباړه: د ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې شیان نجات ورکوونکی دی او درې شیان هلاکوونکی دی.
هغه درې شیان چی نجات ورکوونکی دی:تقوی ده په ښکاره اوپه پټه کی، دحق خبره کول دی په خوښۍ او په خښم کی او اعتدال دئ په سرمایه دارۍ او فقر کی. او هغه شیان چی هلاکوونکی دی:هغه نفسی غوښتنی چی إنسان پسې ځی، هغه بخالت چی إنسان یې اطاعت کوی او په خپل ځان باندی د إنسان تکبر او دغه تر ټولو په بدۍ کی سخت دئ.
یعنی ۱ – په پټه اوښکاره کی تقوی. ۲ – په خوشالۍ اوپه خښم کی حقه خبره. ۳ – په غنی اوپه فقرکی اعتدال اومیانه روی إنسان ته نجات ورکوی.
او ۱ – نفسی غوښتنو پسې تلل. ۲ – بخالت کول. ۳ – په ځان باندی مغروره کیدل إنسان بربادوی او هلاکت ته یې رسوی.