د حيض بيان
پاكى د دوو وينوچه په مابين كښى د دوو وينوراشى هغه لكه جارى وينه يعنى ټوله حيض ګڼل كيږى چه په عربى (طهرمتخلل) ورته ويل كيږى، دطهرمتخلل په باب ډيرقولونه اواختلافات شته چه د فتاواوو په كتابوكښى ئې په تفصيل سره ذكرشويدى، په ټولو كښى دحضرت امام ابى يوسف (رح) قول آسانه دى چه فرمايى كه ميانګړى پنځلس ورځى ووفاضل ګڼل كيږى يعنى مخكنى او وروستنى وينه سره ګډيږى، كه ترپنځلس ورځوكم ووهغه فاضل نه دى، كه تردرو ورځوكم ووهغه په اتفاق سره فاضل نه دى بلكه ټوله پرله پسى وينه ګڼل كيږى، مګرامام اعظم ابوحنيفه (رح) وايىكه طهر(پاكى) درى ورځى يااضافه تردروورځووى هغه فاضل دى، ولى امام ابى يوسف (رح) ئې فاضل نه ګڼى كه څه هم لس ورځى وى، په كتابوكښى ذكرشويدى چه امام اعظم (رح) وقول ته دامام ابى يوسف (رح) رجوع كړيده اوډيرفقها(رح) هم دامام ابى يوسف (رح) قول تائيدوى .
كم مدت دپاكۍ پنځلس ورځى دى ډيرمدت ئې پاى نه لرى ځكه چه دښځوطبيعتونه مختلف دى بعضى ښځى له عيال زيږولونه وروسته په مياشتومياشتو پاكى وى، ترڅوچه وينه ښكاره كيږى ښځه به هم لمونځ كوى اوهم به روژه نيسى كه څه هم كال يادوه كاله يابالاتيرشى، كله چه د ښځى دبولوله ځاى نه وينه په بهيدلوشروع وكړى كه دغه دوينو بهيدل له درو(٣) ورځواوشپونه كمه وه ياله لسو(١٠) ورځواوشپو نه زياده وه استحاض (مريضى) بلل كيږى پس داستحاض دوينو حكم دپوزى دوينوحكم دى يعنى نه دلمونځ پريښودل شته نه د روژى خوړل شته اونه له خاوندسره ديوځايوالى پرهيزشته وليکن هرلمانځه ته به اودس نوى كوى، كه اميدوارى ښځى درى ورځى يالس ورځى له بولوله ځاى نه دوينوبهيدل وليدل نومريضى يا استحاضه بلل كيږى، همدارنګه كه كومى ښځى شپږورځنى د حيض عادت درلودى اوپه يوه مياشت كښى دوينوبهيدل ترشپږ ورځوبالاشونوترلسوورځوپورى دى نه لمونځ كوى اونه دى روژه نيسى، كه پرلسمه ورځ دوينى بهيدل قطع شوه نوټولى لس ورځى دحيض دى كه دوينى بهيدل ترلس ورځوبالاشوه د اوو(٧) ورځونه وروسته ټول استحاضت دى، داښځه به له اوو(٧) ورځونه وروسته دلمونځونواوروژو قضاء راوړى، همدارنګه كه دښځى نفاس ترڅلويښت (۴٠) ورځوتيرشى هغه مرض دى، كه ځوانى نجلكۍ ته دحيض سره سم دوينى دبهيدلوناروغى ورپيښه شوه نودامام اعظم اوبوحنيفه (رح) په مذهب اودامام محمد (رح) په مذهب اولى لس (١٠) ورځى ئې دحيض اوپاتى شل (٢٠) ورځى ئې د استحاضت (مريضى) دى، كه دغه نجلكۍ لنګه شى نفاس ئې څلويښت ورځى اوشپى دى متباقى ورځى اوشپى ئې مريضى (استحاضت) دى، مګرامام ابى يوسف (رح) وايى چه حيض ددغى نجلكۍ دلمونځ اودروژى په حق كښى درى ورځى اوشپى دى چه كمه مده دحيض ده اودطلاق دعدى په حق كښى دحيض مدت لس ورځى اوشپى دى، مستحاضه ښځه يا هغه څوك چه بولى ئې هميشه بى اختياره څڅيږى يائې له پوزى نه هميشه وينى څاڅى يائې هميشه بى اختياره ګيډه بهيږى يائې هميش بى اختياره بادجارى وى ياكـوم زخـم وى چه وينه ئې نـه دريږى د هـروخت لمانځه ته دى اودس نوى كوى اوپه دغه اودس دى دهغه وخت ټول لمونځونه چه خوښ ئې وى كه فرض وى كه سنت وى كه نفل وى اداكړى، ددغومعذوركسانوجامى كه دلمانځه په وخت كښى مردارى شى باك ئې نشته مګردبل اودس نوى كولوپه وخت كښى به هغه مردارى جامى وينځى، امام شافعى(رح) وايى چه دهر لمانځه دپاره به جدااودس نوى كوى يعنى دوه فرض لمونځونه په يوه اودس نشى اداكولاى، كله چه دلمانځه وخت تيرشونوددوى اودسونه هم باطل شوه، دبل وخت د لمانځه دپاره به اودسونه نوى كوى .