
دحضرت محمد (ص) زریني ویناوي ۱۳
(رواهُ ابن ماجه)
که چا له مظلوم سره مرسته وکړه الله ج وده ته دد په عمل نامه کي ۷۳ درجې مغفرتونه ولیکي.
(رواه ابن ابي الدنیا عن انس)
که چا دسلام کولو څخه مخکي په خبروپیل وکړجواب مه ورکوی.
( رواه بخاري)
دمظلوم دښېرا څخه ځان وساتئ ځکه چي دمظلوم دښېرا او دالله ج ترمنځ پرده نسته.
( رواه امام احمد عن ابي هریرهْ)
په دنیاکي دوه مخي ( منافق ) دقیامت په ورځ په داسي ډ ول راځي چي دوه مخه به يې د اور وي.
( رواه الدیلمي عن انس )
هربني ادم چي له مور څخه پیدا سوی شیطان مسه کړی پرته د مریمي اوزوئ څخه يې.
( رواه مسلم عن جابر )
قران ووایاست ځکه قرآن په ورځ دقیامت دخپلو ملګرو لپاره شفاعت کونکی راځي.
( رواه الشیخان )
په جنت کي هغه سته چي سترګو نه دي لیدلي اونه غوږو اوریدلي اونه دبشرپریو زړه داسي حالت راغلي.
( رواه یلمي عن عمربن حصین )
هرګنا کیدائ سي الله ج وبخښي پرته له هغه چا څخه چي مشرک مړسي.
( رواه البیهقي عن ابن عباس )
وخوره وڅیښه وا غونده او صدقه وکړه چي په هغه کي اسراف اوتکبرنه وي.
( رواه مسلم عن ابن عباس )
افسوس پرهغه چي علم نلري، او افسوس پرهغه عالم چي علم لري اوعامل نه پري کوي.
( رواه الحاکم عن ابي سعید )
اولاد دزړه میوه او دجنت خوشبويې ده.
( رواه الدیلمي عن ابن عمر )
راټـــولـونــکی
عبـــدالــولي عمــري
هلـــــــــمند
عبـــدالــولي عمــري