دجنازې د لمانځه د ادا کولو طريقه
ټولونه مخکې به صفونه برابر کړی يوصف ، دری صفه ،پنځه يا اوه صفونه غوره داده چه طاق وي .
دمړی جنازه به د صفونو مخی ته کښيږدی او امام به د مړی د سينی په مقابل کې ودريږي .
بيا به امام او مقتديان دجنازي د لمانځه نيت وکړی .
بيابه الله اکبر ووايي لاسونه د دواړو غوږو د نرميو په اندازه پورته کړي لکه د نورو لمونځونو په څير لاسونه به وتړی او ثنا سُبْحَانَكَ الّلهُم َّ ………… به وايي .
له ثنا ويلو ورسته به امام په زوره او مقتديان په ورو لاسونه به نه پورته کوي الله اکبر ووايې بيا درود شريف اللهم صل او اللهم بارک ووائی بيا به دريم تکبير الله اکبر ووايی دمړی دعا به ووایې دبالغ نرينه او ښځی دجنازی دوعا
اَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِحَيِّنَا وَم َيِّتِنَا، وَشَاهِدِنَا وَغَائِبِنَا وَصَغِيْرِنَا وَكَبِيْرِنَا، وَذَكَرِنَا وَأُنْثـَانَا
اَللَّهُمَّ مَنْ أَحْيَيتَهُ مِنَا فَأَحْيهِ عَلىَ الإسْلَامِ، وَمَنْ تَوَفَّيْتَهُ مِنَّا فَتَوَفَّهُ عَلىَ الإيم َانِ
(( ای الله ! زمونږ ژونديو،زمونږ مړيواوهغه خلک ته چې حاضر دی اوهغه چې غالب دی ،زمونږ کوچنيان،زمونږ لويانو زمونږ ښځو ته بخښنه وکړی ، ای الله ! په مونږ کې چې چاته ژوند ورکړی نو په اسلام سره يې ژوندی وساتی اوچاته چې له مونږ نه مرګ ورکړی نوله ايمانه سره مرګ ورکړی )).
که نابالغه ماشوم وي دا دوعا لوستل کيږي :
اَللَّهُمَّ اِجْعَلْهُ لَنَا فَرْطًا وَّاجْعَلْهُ لَنَا اَجْراً وَّ ذُخْراً وَّاجْعَلْهُ لَنَا شَافِعَاً وَّ مُشَفَّعًا.
ای الله ! دغه کوچنی زمونږ دنجات اوخلاصون دپاره مخکې جوړ کړی او دغه زمونږ دپاره د شفاعت ذريعه او سبب جوړ کړی او زمونږ د پاره يې اجر او ذخيره کړی )).
دنابلغه ماشومې نجلې لپاره دا دعا لوستل کيږي :
اَللَّهُمَّ اِجْعَلْهُ لَنَا فَرْطًا وَّاجْعَلْهُ لَنَا اَجْراً وَّ ذُخْراً وَّاجْعَلْهُ لَنَا رافِعَةً وَّ مُشَفَّعًه.
بيا به څلورم تکبير الله اکبر ووایی سلام به وګرځوی .
چه پدی سره دجنازي په لم ونځ کې څلور تکبيرونه شو په لومړی تکبير نه ورسته ثنا ويل دوهم تکبير سره درور ويل دريم تکبير سره مړی ته دعا ويل او په څلورم تکبير سره دواړو خواوو ته سلام ګرځول .
لاسونه يواځی په لومړی تکبير کې پورته کيږي په نورو تکبيرونو کی لاسونه نه پورته کيږي .