د جامو اداب
موخه : زده کوونکوته دجامو ادبونه ورپيژندل
۱- زموږګران پيغمبر محمد (صلي الله عليه وسلم) به سپينې جامې خوښولې اونورو خلکوته به يې هم دسپينو جامو د اغوستلو لارښوونه کوله.
۲- د جامو په اغوستلو کې بايد له ښي لوري څخه پيل وکړو .
۳- تل بايد داسې جامې واغوندو چې بدن مو پرې پټ وي، حيا مو پکې خوندي وي اوښه ښکاره شي .
۴- کله چې جامې اغوندئ لومړى يې بايد ښې وڅنډئ تر څوکوم ضررناک شى پکې نه وي.
پوښتنې:
۱- زموږګران پيغمبرمحمد (صلي الله عليه وسلم) به څنګه جامې خوښولې؟
۲- د جاموپه اغوستلوکې بايد له کومې خوا پيل وکړو؟
۳- بايد څه ډول جامې واغوندو؟