دتهجد لمونځ، طریقه یې

دتهجد لمونځ په ټولو نفلي لمونځو كي ثواب زيات لري او طريقه يې داسي ده:

كله ، چي مسلمان ورور دماخوستن تر لمانځه وروسته بيده سي او دڅه وخت خوب كولو وروسته بېرته راويښ سي همدغه وخت دتهجد دلمانځه دئ په دغه وخت كي  دوه، ياڅلور ، يا اته او يا دوولس ركعته نفل وكړي وروسته كه وخت وي  بېرته بيده سي په دې شرط ، چي دسهار لمونځ ځني قضا نه سي او كه وخت نه وي نو بېرته په عبادت اخته سي څو سهار سي او دسهار لمونځ په جماعت ادا كړي ، دتهجد دلمانځه زيات ثوابونه په احاديثو كي راغلي ، چي دبېشمېره بركتونو او رحمتونو سبب ګرځي، دتهجد په وخت  كي دعا قبليږي ، پاته دي نه وي ، چي دتهجد دلمانځه تر نيت وړاندي لاندي دعا ووايي:

اللهم اني اعوذبك من ضيق الدنيا وضيق يوم القيامة

ژباړه: اې الله! ( زه ددنيا او اخرت دتنګيو څخه پناه غواړم).

(سنن ابي داود باب ما يقول اذاصبح)

مفتي عبدالهادي حماد

حمادیه اسلامیه مدرسه، کندهار

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب