دا هماغه امريکا ده – شعر

په ظاهر کې تکه سپينه په باطن کې توره بلا ده

دا هماغه امريکا ده، دا هماغه امريکاده

په ظاهر کې ځان ته وايي بشر دوست د مظلومانو

حقیقت کې د انسان د مال او ژوند وړونکې سلاح ده

دا هماغه امريکا ده، دا هماغه امريکاده

په نړۍ کې يې بَل کړی جنګ د اور او د قتلان

زړه سويي نه لري، بې رحمه او قاتله د هرچا ده

دا هماغه امريکا ده، دا هماغه امريکاده

اسلامي اُمت ته بيا صليب لوی ګواښ او هم چلينج دی

ځکه جنګ يې پیل کړي د آسيا پر زړه نن بيا ده

دا هماغه امريکا ده، دا هماغه امريکاده

لور، څټک چې دواړه مات شوه مسلمان افغانستان کې

د صليب د ماتېدو سنګر هم رب کړي همداده

دا هماغه امريکا ده، دا هماغه امريکاده

د قرآن په برکت کې ناکام شوی هر غليم دی

د غاصب هره وسله پکې بې کاره او تباه ده

دا هماغه امريکا ده، دا هماغه امريکاده

پاک الله زمونږ حافظ او مددګار دی په هر وخت کې

دا وعده کړې قرآن کې له مسلم سره الله ده

دا هماغه امريکا ده، دا هماغه امريکاده

بختور مسلم اُمت دی زاهدي احمدزی وايي

چې نصيب يې پر دُښمن باندې بری او برلاستيا ده

دا هماغه امريکا ده، دا هماغه امريکاده

زاهدي احمدزی

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب