
دا عزت مو له اسلام څخه دی (عمر فاروق)
دا د اسلام د دوهم خليفه اميرالمومنين عمر رضي الله تعالى عنه هغه ځلانده برخليك ټاكونكې وينا ده چې د ستر فاتح ابو عبيده بن جراح په ځواب كې يې ورته وويل. د بيت المقدس د فتحې پرمهال كله چې يهودانود خليفه د راتلو غوښتنه وكړه څو پرته له جنګه ورته د بيت المقدس د ورسپارلو كيلي په لاس وركړي، دوهم خليفه له خپل يوه غلام سره د بيت المقدس په لور وخوځيد، كله چې بيت المقدس ته ورسيد، كالي يې يو څه په خاورو شوي وو.
ابوعبيده بن جراح ور ته وويل چې اې اميرالمومنينه! كالي دې په خاورو شوي، ته د يهودو د مشرانو په لور روان يې نو دا جامې دې پاكې كړه او په اوښ سور شه.
اميرالمومنين پداسې حال كې چې دې خبرې پرې ډير اثر كړى وو ورته په ځواب كې وويل: اى ابوعبيده! ستا نه مې د دې خبرې تمه نه كوله. اى كاش دا خبره پرته له تا بل چا راته كړې واى. پدې پوه شه چې مونږ د جاهليت په زمانې كې تر ټولو خوار، ذليل او سپك خلك وو خو الله د اسلام پواسطه داسې سرلوړي او نيكمرغي را په برخه كړه چې تر ټولو يې سر لوړي، خپلواك او نيكمرغه كړو. او كه پرته ترې په بل شي كې عزت و لټوو نو الله به مو بيرته ها د خوارۍ او ذلت ژوند ته ور وګرځوي.
عمر رضي الله تعالى عنه، ابوعبيده بن جراح (كه څه هم پدې مسايلو پوهيده) ته د دې خبرې يادول غوښتل چې سرلوړي او عزت په ښه او ښكلي كاليو كې نه ده ګني د جاهليت په زمانې كې مو تر ټولو ښه او غوره كالي په تن وو خو دې هيوادونو ته چې نن د فاتح په ډول ننوزو هاغه ورځ مو د همدوى تر لاس لاندې كار كاوو او په بدل كې به يې يو څه پيسې را كولې خواوس د هماغه خلكو مالكان او حاكمان ياستئ. پوه شئ چې دا د اسلام بركت دۍ ګني مونږ خو هماغه خلك يو ،لدې نه هم و ډار شئ كه مو پرته له اسلام نه په بل څيز كې عزت و لټاوه نوبيا به بيرته هماغه د ذلت ژوند ته ور ټيل وهل شئ.
د عمر رضي الله تعالى عنه پدې وينا كې خورا دروند درس پروت دۍ، پدې وينا كې زمونږ د نن ورځې د ذلت، سرټيټۍ، سپكتوب او خوارۍ رازونه پټ دي، اسلامي امت نن په ټوله نړۍ كې د غلامۍ اوذلت شپې ورځې سبا كوي دا ځكه چې عزت يې له اسلام څخه پرته په بل څه ياني د شرق اوغرب او د اسلام د نورو دښمنانو په لمنه كې لټولى ، د اسلام ددښمنانو سره په ناسته او دهغوى د اوامرو په منلو او پلي كولو كې عزت لټوي ، عزت په ديموكراسۍ او د الله له حكم نه پرته په نورو قوانينو كې لټوي، عزت يوبل ته په دسيسې جوړولو، نفاق اوځان غوښتنه كې لټوي. نوهمدا لامل دۍ چې ددې اعمالو په پايله كې نن ورځ الله بيرته ها د ذلت ژوند ته ور وګرځولو، د بدبختۍ كندې ته يې ګوزار كړو او كه ترې عبرت وا نه خلو او په ځان پوه نشوو نو لرې نه ده چې په همدې كنده كې به د سترو مجرمينو په څيرهلاك پراته واستوو.
په پاى كې يو ځل بياد نړۍ ټولو مسلمانانو او هغو ته چې د اسلامي نظام را وستلو لپاره يې مټې را نغښتي ور ياد وو چې لږ د اميرالمومنين پدې وينا كې فكرسوچ وكړئ د خپل ناكامۍ او بدبختۍ لاملونو باندې پوه شئ او د برياليتوب، سرلوړۍ رازونه پكې و لټوئ.
سيدالرحمان (عمران)