دا عسل دلاندنيو ناروغيو لپاره ګټور دارو درمل دي

خشكي، اسهال، اګزيما، دنس پاړسوب، دستوني خرابوالى، دكوچنيوچنجيانولپاره، دزيات كولسترول لپاره، دوسنستياديااو دوينې دكمښت لپاره دي.
عسل دپورتنيوناروغيولپاره د(۷-۱۲)كسانوباندي په لاندي ډول سره تجربه شويدي:
E دتوري دانې عسل داسهال دعلاج لپاره(۶)كسان ناروغان 100%ئې نتيجه مثبته وه.
 دتوري دانې عسل(عسل دانه سياه)ددغوناروغيولپاره هم دارودرمل دي:
 دكوچنيوچنجيانولپاره 70% سلنه مثبته نتيجه وركوي.
دكولسترول لپاره 66%سلنه په شپږووروځوكي چي دوينې فشارهم څوبرابره كښته وي درمل دي.
ددوسنستاديالپاره 75%. سلنه
دزخمونولپاره 66% سلنه
 دبرداقوش دګل عسل دمعدې دپاړسوب لپاره 100% سلنه مثبت شوېدی.
 دكېلې دګل عسل100% سلنه دوينې دكمښت لپاره ګټورثابت شويدي.
روغتياپال(ډاكټر) ابراهيم شامخ چي دجراحي متخصص اودعين الشمس دپوهنتون كي دجراحي اوزخمونوپه فاكولته كي استاذدى وائي:
عسل د (۱۵۰)ناروغيولپاره ګټورثابت شويدي داپه داسي ډول سره چي هرسهاراوماښام يوه كاچوغه عسل يوكاچوغه دتوري دانې د پوډرورسره ګډشي.اوهمدارنګه عسل د(۵۵۰ )دپوستكي دناروغيولپاره ګټوردارودرمل ثابت شويدي.
دسترګوعلاج دعسلوپه مرسته
روغتياپال محمدعماره چي دمصردمنصوره په پوهنتون كي دسترګومتخصص دى وايي چي: زه دشلوكلونوراهيسي دسترګودعلاج لپاره عسل استعمالوم اونتيجه ئې 100% سلنه مثبته ده، اوهمدارنګه دبلجيمي كاتوليك دپوهنتون استادانودمكروبي اوويروسي سترګولپاره دشړشمودګل دعسلوڅخه دسترګوڅكك جوړكړيدي چي په ورځ كي ۵ځلی وسترګوته ورلويږي اونتيجه ئې په مكمل ډول سره ګټوره، اغېزمنه اومثبته ده. داروغتياپالان زياتوي چي: عسل په ځانګړي ډول سره دهغه وايروس لپاره دارودي چي دسترګوقرنيه ختموي چي داويروس د(هرپس) په نوم سره ياديږي، لنډه داچي عسل دسترګولپاره بهترين اوګټوردي.

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفارجُبیر

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب