داسې ناروغي چې انسان لس ورځې پرلپسي ویده کوي

د اسټریلیا یوه اوسېدونکې چې جارجیا ګرین نومیږي په داسې حیرانونکي ذهني ناروغۍ اخته ده چې لس ورځې پرله پسې وده او په دې دوران کې سترګې قدرې هم نه رپوي.

د اسټریلیا ډاکټران وایي: جارجیا ګرین د (کلائین لیون سنډروم) په نامه ناروغۍ اخته شوې چې دغه په میلونونو کسانو کې چرته یو کس متاثره کوي، د ډاکټرانو په وینا: ددغه ناروغۍ تر اوسه درملنه نده پېدا شوې.

دغه اسټریلیاوي جنۍ له خوب وړاندې عجیب او غریبه جټکې کوي او وروسته د څو ورځو لپاره ویده کیږي.

د وینې بېلابېلو ټیسټونو، ایم ار ائی، او مغزو له ټیسټونه وروسته ډاکټران پدې و پوهېدل چې جارجیا ګرین کلاین لیون په ناروغۍ اخته شوې.

د ډاکټرانو په وینا: ددغه ناروغۍ درلودونکي په عامه توګه له دولسو تر اتلسو ساعتونو خوب کوي خو جارجیا لس ورځې پرله پسې ویده کیږي، او وروسته له لسو ورځو پرله پسې څلورویشت ساعته ویښه پاتې کیږي چې دغه ناوړه ناروغۍ د جارجیا په درسونو د ملګرو سره ناسته پاسته ژور تاثیر اچولی دی.

جارجیا ویلي، تر اوسه پرې پنځه دېرش ځلې دغه دوره راغلې او د ژوند مهمې شېبې یې ورله ضائع کړي.

پوهان وایي: تر دېرش کلنۍ پورې به دغه دورې راکمې شي خو ددې لپاره به جارجیا لس کاله نور هم انتظار کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب