داسلام دپيغمبر(ص)سره دمحبت اسباب

الله جل جلاله خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم  دمخلوق لپاره رحمت گرزولی اورالېږلی دی اودادالله پاک په ټولونعمتونوکي ترټولوسترنعمت دی.

دالله پاک دپيغمبرصلی الله عليه وسلم سره بايدمسلمان تربل هرچازياته مينه ولري، ځکه دامحبت دايمان يوه برخه  اوددې محبت زياتوالی اوکمی دايمان په قوت اوضعف پورېاړه لري.

که دچاايمان قوي وي،نودده محبت به هم دنبي عليه السلام سره زيات وي اوکه يې ايمان کمزوری وي، نودامحبت به يې هم کمزوری وي.

لکه څنگه چي په حديث شريف کي راغلي دي عن انس عن النبي صلی الله عليه وسلم  قال:ثلاث من کُن فيه وجدَبهن حلاوة الايمان:ان يکون الله ورسوله احب اليه مماسواهما،وَاَن يُحب المرءَلايُحبه الالله،واَن يَکره اَن يرجع الی الکفربَعدَاذاَنقَذَهُ الله مِنهُ کَمَايَکرَهُ اَن يُقذَفَ فِي النَارِ ِ(رواه البخاري ص:۸ج۱ومسلم واللفظ له ص:۴۹ج۱)

له حضرت انس رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:درې صفتونه دي چې په چاکې موجودوي،دهغې له کبله به دايمان خوندپيداکړي ۱ :چېالله(جل جلاله) اودهغه رسول(صلی الله عليه وسلم)ورته ترنوروټولوډېرمحبوب اوگران وي

۲:چې ديوه سړي سره مينه يوازې دالله لپاره کوي،دبل څه له امله نه وي.

۳: کفرته بېرته گرزېدل وروسته له دې چې الله پاک ترې خلاص کړ،داسي بدگڼي، لکه څنگه چي اورته غورزېدل بدگڼي(بخاري،مسلم)

نودالله پاک اودهغه درسول صلی الله علیه وسلم سره مینه تربل هرچابايدډېره وي اوددې له امله انسان دايمان په خوندپوهیږي.

کله چې دادرجه چاته حاصله شي،  نوبياله دې وروسته دغه دايمان ونه مختلفې مېوې اوگڼې فایدې په هروخت کي ورکوي.

همدارازدنبي عليه السلام سره په محبت کې ډېرې زياتې فایدې  نغښتې دي، چي ځينې ددُنياسره اوځينې يې هم ددين سره تعلق لري.

همدارازدنبي عليه السلام محبت ضروري دی،دا محبت د بل چادمحبت په څېرنه دی،داسې نه دی لکه دنوروانسانانوسره محبت، بلکي دالازمي دی،له دې پرته ايمان نه شي پوره کېدلای.

عن أنس قال : قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم : ” لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من والده وولده والناس أجمعين ” . رواه البخاري ص:۷ج۱ ومسلم ص:۴۹ج۱ ) .

له حضرت انس رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په تاسوکې يوتن پوره مؤمن نه شي کېدای، ترڅوچې زه هغه ته دده ترپلار،دده تراولاداوټولوخلکو زيات محبوب نه شم.!!

په عمومي توگه محبت اومينه يادمشرانوسره کېږي،يادکشرانوسره اويادهمزولوسره .

په دې حديث کې دغودریوو درجوته اشاره شوې، ځکه والداشاره مشرانوته ده،په ولده سره اشاره کشرانوته اوپه والناس اجمعين کې اشاره همزولوته ده.

يعني دهرمسلمان لپاره ضروري ده چې دده په زړه کې بايددنبي عليه السلام مينه ترخپل ځان،خپلوکشرانو،خپلومشرانو اوخپلوهمزولواوملگروزياته وي

دنبي عليه السلام دمحبت لپاره ځينې اسباب شته چې په هغوسره کېدای شي چې دانسان محبت ورسره زيات شي، هغه ځينې دادي:

۱:الله جل جلاله  خپل پيغبرصلی الله عليه وسلم په ټول مخلوق کې خوښ کړی دی څودده دين خلکوته ورسوي.

همدارازالله پاک له ده څخه راضي دی اودالله پاک جل جلاله له ده سره محبت دی؛ نوپرموږباندي لازمه ده چي دهغه چاسره محبت اومينه ولرودچاسره چي دالله پاک محبت وي.

ځکه موږدالله پاک بندگان يو،دبندگۍ يومهم رُکن هم دا دی چې دالله پاک دوست به مودوست وي اودالله پاک دُښمن به مودُښمن وي.

عن ابي الاحوص قال سمعت عبدالله بن مسعوديحدث عن النبي صلی الله عليه وسلم  انه قال:لوکنت متخذاخليلالاتخذت ابابکرخليلاولکنه اخي وصاحبي وقداتخذالله صاحبکم خليلا(رواه مسلم ص:۲۷۳ج۲)

له حضرت ابوالاحوص څخه روايت دی، چې ماله عبدالله بن مسعودرضی الله عنه څخه واورېدل، چې له نبي عليه السلام څخه يې بيان کوی. چې هغه وفرمايل:که زه دخليل نيوونکی وی؛ نومابه ابوبکر(رضی الله عنه )خليل نيولی وی،ليکن دی زماوروراوملگری دی اويقيناستاسوملگری (نبي عليه السلام)الله جل جلاله په دوستۍ سره نېولی دی!!

خليل خاص اورښتوني دوست ته ويل کېږي داپه دوستی کې يوه اعلی درجه ده چې الله جل جلاله  زموږپيغمبرصلی الله عليه وسلم ته ورکړې، لکه څنگه چې يې ابراهيم عليه السلام ته هم دغه درجه ورکړې وه.

نوچي نبي عليه السلام دالله پاک خاص دوست اوخليل دی؛ نوموږبايددهغه سره ډېرمحبت ولرو،ځکه دالله پاک ورسره محبت دی.

۲:نبي عليه السلام دامرتبه ده چې ترټولوانسانانوغوره دی

عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم  : ” أنا سيد ولد آدم يوم القيامة وأول من ينشق عنه القبر وأول شافع وأول مشفع ” . رواه مسلم ص:۲۴۵ج۲).

له حضرت ابوهريره رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زه دآدم(عليه السلام)داولادسرداريم اواولنی هغه څوک يم چې قبربه ترې څېرېشي(يعني ترټولوړومبی به زه دقيامت په ورځ له قبرڅخه پورته کېږم)اواولنی شفاعت کوونکی يم اواول هغه څوک يم چې شفاعت يې قبلېږي.!!

۳:دنبي عليه السلام سره بايدموږله دې امله هم ډېرمحبت ولروچې، هغه ددې لپاره څوموږته دين راورسوي، په دې لارکي يې ډېرتکليفونه گاللي اوزغملي دي اودهغوپه ترڅ کېدادی نن موږمسلمانان يو.

نوترالله پاک وروسته تربل هرچادنبي عليه السلام پرموږباندي ډېرحق دی اوډېرلوی احسان يې راسره کړی دی چي خپله يې هرڅه برداشت کړل، خودادی موږته يې دين راورسوی.

په دې لارکي نبي عليه السلام هرڅه وزغمل، ښکنځل ورته وشولې،ووهل شو،زخمي شو،بدورپسي وويل شول،دليوني،جادوگراوشاعر نومونه ورباندي کېښودل شول.

دُرواغجن ورته وويل شول،دجنگ اوفسادجوړوونکی ورته وويل شول.

ده ته نږدې خلکوله ده څخه برائت او بېزاري وکړه.

په دې لارکې ورسره جنگونه وشول،له خپل گران وطن مکې مکرمې  څخه وايستل شواودمقابلې لپاره يې لښکرې تيارې شوې.

داهرڅه يې وزغمل اودين يې ترموږپورې په کامله توگه راورسوی.

داپه داسې حال کې چ ددين تربيان مخکې يې هرچاقدراواحترام کاوو،رښتونی اوامين ورته ويل کېدل، خودی مبارک تردې هرڅه تېرشواودالله پاک ددين دبيان لپاره يې داهرڅه قربان کړل.

۴:دصحابه ووداقتداءاوتابعدارۍ هم داتقاضاده چې بايدموږدنبي عليه السلام سره تربل هرچازيات محبت و لرو، ځکه هغوی دنبي عليه السلام سره تربل هرچازيات محبت درلودی،ترځان،اولاداومال هرڅه ورته نبي عليه السلام محبوب وو، چې له امله يې داسې درجې ته ورسېدل، چې وروسته امت ته ددوی داقتداءامروشو.

۵:دمحبت نښه داده چې موږبايددنبي عليه السلام طريقې پلې کړواودهغه مبارک سنت بايددځان لپاره تگلاره وگرزوو.

دنبي عليه السلام دخبرې اوطريقې په مقابل کې بايددبل چاخبرې اوطريقې ته پاملرنه ونه کړواودده خبرې ته بايددبل چاترخبري لومړيتوب ورکړو.

۶:دنبي عليه السلام دمبارکوملگروسره هم بايدمينه اومحبت ولرواوبايدددوی له لارې هم بېله تگلاره ونه لرواوبايدددوی اوهمدارازدتابعينو،تبع تابعينو،امامانواونوروعلماووله عقېدې اونظرڅخه بېله عقيده اونظرخپل نه کړو.

۷:دمحبت چې څومره عوامل دي،چې له امله يې دچاسره محبت کېږي هغه ټول په نبي عليه السلام کې موجوددي.

که ښايست دی،که کمال دی،که نسب دی،که نوروته فایده رسول دي  اوکه نوردغوره والي صفات؛ نوبايدچې مسلمان دنبي عليه السلام سره محبت اومينه ولري څوددُنيااوآخرت نېکمرغي ور په برخه شي.

الله جل جلاله  دې زموږزړونه له خپل اودخپل پيغمبرله محبته ډک کړي.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب