د روژې بیان | د اسلام دريم ركن
روژه څه ته وايي؟
روژه په لغت كي مطلق بندوالي ته وايې ، د هر شي څخه چي وي اوهر وخت چي وي . په قرآن كريم كي د بي بي مريمي د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره سوي دي .
فقولي انى نذرت للرحمن صوما فلن اكلم اليوم انيسا
( سورة مريم آيت ۲۶ )
ترجمه : ( نو ووايه په تحقيق سره ما نذر كړى دي درحمن ( الله ﷻ ) له پاره روژه ( خبري نه كول ) وروسته له دي به خبري ونكړم زه نن ورځ له هيڅ يو انسان سره ).
او شريعت كي دنيت پر بنا د ټاكل سويو شيانو څخه په ټاكلي وخت كي د يو مكلف شخص له خوا په خپل نفس باندي بنديز لګول دي .
مكلف شخص عبارت دي له عاقل او بالغ مسلمان څخه ، او كه ښځه وي د حيض او نفاس څخه بايد پاكه وي .
ټاكل سوي شيان عبارت دي له خوراك .څښاك او جماع ( يوځايوالي) څخه .
ټاكل سوي وخت عبارت دی ، له صبح صادق څخه تر لمر لويدو پوري (دشپي تر راختلو پوري ) .
څرنګه چي روژه بيله نيته څخه نه صحيح كيږي نو د رمضان د مياشيتي د روژي او ټاكل سوي نذري او نفلي روژي نيت له شپي څخه تر زواله پوري صحت لري ، كه په مطلق نيت سره وي او كه په نفلي نيت .
او دنورو نيت لكه : قضايې ،نذر مطلق ،دكفاري روژه دشپي له نيت څخه پرته نه صحيح كيږي ، همدارنګه د نيت تعين هم ضروري دي لكه قضايې ،نفلي او كفاري روژي نيت .
كه خوراك او څښاك په داسي حال كي وسي چي روژه يې هيره وي يا محتلم او شيطان يې وغولوي يا ځان غوړ كړي ( دزخم غوړول ) يا رانجه وكړي يا مچه واخلي يا څه ګرد او غبار او يايې مچ تير سي يا په ليدو او فكر كولو كي انزال سي روژه يې نه ماتيږي .
د روژې فرضيت :
د رمضان په مياشت روژه فرض ده او دفرضيت دليل يې دا آية كريمه دي .
فمن شهد منكم الشهر فليصمه
( سورة البقره آية : ۱۸۵ )
ترجمه : ( څوك چي حاضر سو له تاسي څخه مياشت دروژي ته ، نو روژه دي ونيسي ).
او دا آية مبارك هم د روژي په فرضيت باندي دي دلالت كوي :
كتب عليكم الصيام كماكتب علي الذين من قبليكم لعلكم تتقون °
( سورة البقره آية : ۱۸۳ )
ترجمه : ( فرض كړل سوي ده په تاسو روژه لكه فرض كړل سوي چي وه په هغو كسانو چي ستاسوترمخه وه ) ( لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدم ﷺ پوري ) .
د روژې فضيلتونه :
روژه ډير فضيلتونه لري چي په كتاب الله او نبوي احاديثو سره ثابت سوي دي لكه په دې آية كريمه كي : شهررمضان الذي انزل فيه القرآن °
( سورة البقره آية : ۱۸۵ )
ترجمه : ( د روژي مياشت هغه مياشت ده چي قرآن كريم پكښي نازل سوي دي ( يعني له لوح محفوظ څخه د دنيا اسمان ته )
او همدا رنګه د احديث شريف :
عن ابي هريره ( رض) عن النبي ﷺ قال : من صام رمضان ايمانا واحتسابا غفرله ما تقدم من ذنبه .
( متفق عليه _ رياض انصالحين ۲۶۱
ترجمه : ( د حضرت ابى هريره ( رض) څخه روايت دي چي رسول ﷺ فرمايلي دي :
( چاچي د روژي په مياشت كي روژه ونيوله په كامله توګه او دثواب په نيت ، و به بخښل سي دده ټول مخكني ګناهونه ) . په بل حديت شريف كي ذكر سوي دي : د هر نيك عمل اجر يو په لس او تر اوه سوه پوري وركول كيږي لا تر دي هم زيات .
د روژي د اجر ا وثواب په باره كي الله ﷻ فرمايلي دي :
( چي روژه زما له پاره ده اجر او ثواب يې زه وركوم )
د ا چي خداي ﷻ يې د ثواب وركولو نسبت ځانته كوي معلومه ده چي دا ډير لوي اجر دي .
يو بل حديث مبارك په د ي دلالت كوي چي خداي ﷻ فرمايې : ( د روژه دار د خولي بوي ماته له مشكو بهتر دي ) . په بل حديث شريف كي ذكر سوي دي چي ( په جنت كي يوه دروازه دريان په نامه ده غير له روژه نيونكي څخه بل څوك دي دروازي ته نه سي داخليداي ) :
خداي ﷻ زموږ روژي ته كوم احتياج نه لري ، د روژي فضيلت ا و بهتري يوازي په لوږه او تنده كښي نه ده بلكي بهتر ي او فضيلت يې په تامه ( مكمله ) روژه كښي دي . او تامه روژه هغه روژه ده چي روژه لرونكي له خوراك ، څښاك او جماع څخه ځان وساتي . له دروغو ، فحشاء ، دحرامو دليدلو او اوريدلو ، غيبت كولو او نورو نواهيو څخه هم د خداي ﷻ د رضار له پاره ځان وساتي او هغه څه چي د خداي ﷻ رضا پر ي حاصليږي په ډير اخلاص سره هغه وكړي او دخداي ﷻ رضا حاصله كړي ، د جنګ او جدل څخه ځان وساتي او كه څوك يې شخړي ته مجبور هم كړي بايد شخړه ونه كړي .
كه دروژي په مباركه مياشت كي چاته شرعى عذر پيښ شي چي د روژي له نيولو سره هغه منافات او مشكلات ولري نو په هغه صورت كي به روژه لرونكي روژه خوري خوبيا به يې قضايي راوړي .
د روژې د خوړلو له پاره شرعي عذرونه :
۱ سفر : كه چا د سفر په وخت كښي روژه وخوړله روا ده مګر نيول يې فضيلت لري . خو شرط دادي كه دسفر مسافه تر ۷۲ كيلو متره كمه وه سفر كوونكي مسافر نه شميرل كيږي هغه سفر كوونكي ته مسافر ويلاي سو چي د سفر مسافه يې تر ۷۲ كيلو متره او تر هغه ډيره سي په بعضي ځايو كښي د ا مسافه ۸۷ كيلومتره ښوول سوي ده .
۲ مرض : كه چيري څوك مريض سي او د روژى په نيولو سره يې د مرګ ويره او يا د مرض د زياتوالي متصور سي او همدارنګه هغه چاته روژه خوړل روا دي چي په روژه نيول سره يې د ځان او يا اولاد د مرګ ويره وي لكه : تنده ، لوږه ، حمل او نور
۳ حيض اونفاس : په حيض او نفاس كي روژه نيول قطعاً روا نه ده
۴ زوړوالي : هغه چاته خوړل رواده چي د ډير زوړ والي په سبب د روژي نيولو قدرت ونه لري كه د فديي قدرت يې وي هغه به فديه وركوي.
روژه ماتوونكي شيان :
هغه شيان چي روژه ماتوي دوه ډوله دي :
۱ هغه شيان چي روژه ماتوي او هم كفاره لازموي هغه عبارت له خوراك ، څښاك ( غذا وي او كه دوا ) او جماع په محل مشتهي كښي .
۲ هغه چي كفاره نه لازموي روژه ماتوي او قضاء هم لازموي .
لكه په شرعى عذر چي روژه وخوري او يا يې په خطا سره وخوري او يا يو داسي شي و خوري چي نه غذا وي او نه دوا لكه خاوره ، تيږه او امثال يې او يا په جبر سره په چا باندي خوراك ، څښاك او جماع وسي .
جماع په محل غيري مشتهي كښي روژه ماتوي او كفاره نه لازموي .
سګريټ ،چلم، نصوار ،شراب ، هيروين او دې ته ورته عملونه په روژه كښي منع او روژه پري ماتيږي .
په دې سبب چي روژه يو داسي عبادت دي چي د روژه لرونكي د خولي بوي د خداي ﷻ په نزد له مشكو هم بهتر دي نو غوره داده چي دا بوي په پليت او چټل بوي باندي بدل نسي .
كفاره :
كه څوك د روژى په مياشت كي بيله كومه غذره په قصد سره روژه وخوري كفاره پر لازمه ده او كه دغه مريض په دغه ورځ د اسي مريض سي چي د روژي خورك ورته روا كيږي او كه ښځه د روژى په مياشت كي روژه وخوري او كفاره پر لازمه سي او بيا په همدغه ورځ حائضه او يانفاسه سي كفاره ورځيني ساقيطيږي .
د روژې خوړلو له امله كفاره :
۱ غلام آزادول ( كه څه هم اوس غلامان نسته )
۲ دوه مياشتي پرله پسي روژه نيول په دې شرط چي د روژي مياشت او هغه ورځي پكښي رانسي چي روژه نيول په كښي حرام دي ، چي هغه ورځي عبارت دي دكوچني اختر لومړۍ ورځ ، د لوي اختر لومړي ورځ او د تشريق دري ورځي چي ټولنه پنځه ورځي كيږي كه پر چا باندي دروژى كفاره لازمه سي تر څو پوري چي يې هغه كفاره نه وي راګرځولې بله كفاره نه پرلازميږي .
۳ شپيتو مسلمانانو ته يو وخت متوسطه ډوډۍ وركول او يا شپيته فديې وركول يوه فديه : غنم نيمه صاع ( نيمه صاع اوس د دووكيلو ګرامو سره مساوي ده ) ، وربشي او خرما يوه صاع كيږي او يا يې بايد معادل قيمت وركول سي .