خوښ او ناخوښ ژوند
لیکواله: نازنیګاره مومینزۍ
ژوند: کله چې یو څوک خوشحاله وي ژوند ورته یوه ډالۍ ده.
د ژوند هر رنګ یې روح تازه کوي، د کال له هر فصل نه بېل بېل خوند اخلي. پسرلی د وصال موسم ګڼي. له هر رسنګ سره یې زړه داسې تازه کېږي، لکه د شبنم پر څاڅکو چې ګل تازه کېږي، د پسرلي هوا ورته یو عالم هیلې راوړي. د باران د څاڅکو شرنګا او د لمدو خاورو بوی یې له پسرلي سره نوره هم مینه زیاتوي.
اوړی: اوړی د نعمتونو موسم ګڼي ځکه هر ډوله سابه او مېوه پکې پیدا کېږي. د غرمې دوه ساعت خوب لازم ګڼي. د ماسپیښن چای یې له تورو توتانو سره خپل عادت جوړ کړی وي. مازدیګر د دیدنونو مجموعه ګڼي، ماښام د چنچڼو له غږ نه خوند اخلي.
منی د کال زېرمه ګڼي، لکه غله او لرګي اخیستل، لاندی کول، کله چې له ونو پاڼې توېیږي مثبت فکر کوي، چې ونې ټول کار ستړې وي وایي دا د ارام وخت دی.
ژمی خو نږدې له خونده مړه کېږي، د واورې سپین څاڅکي له ملغلرو نه هم مهم ګڼي، د لاندې د غوښو بوی ته چاغېږي، که له بامونو واوره غورځوي هم ورته خوشحال وي، د یو بل کره برفي اچوي او له مېلمستیا خوند اخلي.
ژوند: کله چې یو څوک خفه وي ژوند ورته یو عذاب دی.
د پسرلي هوا یې په زړه کې داسې تېرېږي را تېرېږي لکه په زړه کې یې چې سوری وي. زړه یې یو ډول درد ورسره کوي او تېر وخت ور یادوي، د باران سره یې اوښکې ګډې په ځمکه ځي. اتاق تیاره ورته ښکاري، د باندې یې زړه تنګ وي، هېڅ ځای د کېناستلو لپاره نه لري.
اوړی: د اوړي غرمه خو پرې داسې بده لګېږي ته به وایې څوک یې اور ته ورغورځوي. د غرمې چوپتیا یې زړه خوري، د مازیګر یواځیتوب یې زړه دردوي.
منی خو هسې هم د جدایي موسم دی، د خپل ځان زوال په لوېدلې پاڼه کې ویني. خپله د غمو پنډه پر شا او د بې وسه سوداګر غوندې له کلي ځي.
ژمی: له ډېر لرې نه د خپل کلی ژمی په یاد کې انځوروي د تېر وخت له خوښیو او فکرونو سره سر په بالښت ږدي، سهار د حال له غمونو سره پاځي. پاتې ورځ د راتلونکي ژوند د ژر ژر تېرېدو لپاره ځان مصروف ساتي.
«د ژوند لمحې مې له سلګو سره بدلې نه شوې
سبا که خیر و د خندا مې اراده کړې ده»