خنسا (رض)

ایمان یې ژوند پوره بدل کړ

خنسا (تماضر د عمرو بن شرید لور) د بنی سلیم له قبیلې څخه وه. هغه د عربو ښځینه شاعرانو له مشهورو هغو څخه وه چې د جاهلیت له وخت څخه تر دې مهاله بې مثاله دي.

خنسا د معاویه او صخر په نوم دوه وروڼه درلودل چې دواړه یې د جاهلیت په وخت کې وژل شوي وو؛ د وروڼو له وژل کیدلو څخه وروسته یې د غمونو سره لاس او ګریوان شوه او د هغوی په مړینه یې دومره مرثیې وویلې چې وړو او زړو به یادولې. خنسا رضی الله عنها شاعره طبعه درلوده او په همدې ژړاوو او فریادونو کې یې دومره شعرونه وویل چې یوه پوره ټولګه ترې جوړه او ترتیب شوه، داسې یوه ټولګه چې ادیبان او څيړونکي یې د عربي ژبې په شعري ټولګو کې تر ټولو لوړه بولي.
خنسا رضی الله عنها نیکمرغه وه چې له یو څه وخت وروسته د خپل قوم له څو نورو کسانو سره د اسلام په پاک دین مشرفه شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وغوښتل چې شعر ورته ووایي او رسول الله صلی الله علیه وسلم به هغه په آفرین او ډیر ښه سره هغه تشویقوله تر څو نور شعرونه هم ووایي.

د څلورو شهيدانو مور

هغه له ایمان څخه د ډک زړه درلودونکې لویه ښځه له خپلو زامنو سره د قادسیې میدان ته د جګړې لپاره ستنه شوه، د قادسیې جګړه د مسلمانانو او فارسیانو تر منځ له ټولو نه لویه جګړه وه چې پیښیدله.
کله چې دواړو لوریو یو د بل په وړاندې خپل صفونه منظم کړل او غوښتل یې چې جګړه پیل کړي نو خنسا رضی الله عنها یې خپل څلور زامن راوغوښتل او نصیحت یې ورته پيل کړ او ورته یې وویل:
زما خوږو زامنو تاسو ځانونه د الله اوامرو ته تسلیم کړي دي تر څو له هغه څخه پیروي وکړی، زما د زړه ټوټو تاسو په خپله د هجرت لاره غوره کړې ده او هیچا هم تاسو مجبورکړي نه یاست.
په الله سوګند چې تاسو د یوه پلار اولاده یی او مور مو هم یوه ده. ما ستاسو له پلار سره خیانت نه دی کړی او په ټول عمر کې مې دا هڅه کړې ده چې د تاسو د نسب د بدنامیدلو لامل نه شم، (ما په آبرو سره ژوند کړی) او د خپلو وروڼو د آبرو او عزت د منځه د تللو لامل هم نه یم شوې. تاسو په خپله ښه پوهیږئ چې د الله د لارې مجاهدین او هغه څوک چې د هغه ذات په لاره کې صفونه جوړوي له څومره ډیرو ښیګڼو څخه برخمن کړي دي. او په دې هم پوه شئ چې د آخرت تر تل تله ژوند د دنیا د ژر تیریدونکي ژوند څخه په ډیر واره غوره ده. الله جل جلاله فرمايي:
يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُواْ اصْبرُِواْ وَ صَابِرُواْ وَ رَابِطُواْ وَ اتَّقُواْ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( آل عمران – ۲۰۰)
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی (د ستونزو او مشکلاتو په وړاندې) له صبر څخه کار واخلئ او (د دښمنانو په وړاندې) ټینګ ودریږئ او پایدار واوسئ (او د خپلې خاورې له پولو څخه) ساتنه وکړئ او د الله له قهر څخه ځانونه وساتئ، تر څو کامیابي مو په برخه شي.
زما خوږو زامنو! ان شاءالله که له سلامتۍ څخه برخمن وی نو د جنګ په مازې شروع کیدو سره په هوښیارۍ او چالاکۍ سره جګړې ته ورودانګۍ او د الله جل جلاله څخه د کمک او مرستې په غوښتلو سره په دښمنانو باندې حمله وکړئ. دې ته مو پام وي چې کله جګړې زور واخیست او دښمن غوښتل حمله وکړي نو د دښمن په زړه باندې حمله وکړئ او په مشر یې ورودانګئ.

دا خبرې مې په پام کې درسره ونیسئ تر څو (د الله په مرسته سره) په دښمنانو باندې برلاسي او د دنیا او آخرت بریا لاس ته راوړي. (په دنیا کې غنیمت لاس ته راوړی او په آخرت کې به د الله میلمانه وی)
د خنسا رضی الله عنها زامن د مور د نصیحتونو د اوریدلو څخه وروسته سمدلاسه د جګړې په صفونو ورګډ شول، د دښمن لیکې یې غوڅې کړي او تر هغه وجنګیدل چې د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل.
خنسا رضی الله عنها نوره د جاهلیت د وخت خنسا نه ده. اسلام پوره بدله کړې ده. هو! هغه خنسا چې د دوو وروڼو په مرثیو یې نړۍ له چیغو او فریاد ډکه کړې وه، د خپلو څلورو د زړه ټوټو په شهادت یې څه وکړل؟ آیا بیا یې هم د فریاد او چیغو لاره ونیوله؟
کوم ایمان چې د خنسا په زړه کې یې ځای نیولی وو، دې ته یې ډاډ ورکاوه؛ ایمان نه تنها د دې لامل شو چې هغه رضی الله عنها فریاد او ژړا ونه کړي بلکه د هغوی په شهادت به یې ویاړ کاوه.
کله یې چې د بچیانو د شهادت خبر ورته واورولو نو په پوره متانت یې وویل: الله جل جلاله لره شکر دی چې ماته یې د څلورو شهیدانو د مورولۍ ویاړ راپه برخه کړ، له خپل پروردګار څخه غواړم چې ما د هغوی سره حشر کړي او فردوس جنت مو ژمنځای وګرځوي.

سبحان الله، څومره ستر بدلون! هغه ښځه چې د عربو په شاعرانو کې له ټولو مشهوره شاعره وه او ویرنې یې د وړو او زړو په ژبو جاري دي، تر دې اندازې چې یو بیت هم د خپلو زامنو په ویر کې نه وايي. هغه په پوره متانت سره داسې یو څه وایي چې له مرثيو څخه څو چنده زیات زړه وړونکي دي، د سرښندنې او پایدارۍ بیلګه میرمن د دې په ځای چې ژړاوې وکړي، د الله دربار ته لاسونه پورته کوي او دعا کوي چې: اې زما ربه!ْ د زړه څلور ټوټې مې د تا لارې ته ډالۍ کړې، له تا غواړم چې د جنت په تل پاتې سرای کې مو ځای کړې.
دا دی ایمان؛ هغه ایمان چې د خنسا رضی الله عنها په ژوند کې یې داسې یو ستر بدلون راوستلو چې بل هیڅ شي هم د دې وس نه درلودلو. د زامنو له شهادت وروسته یې عمر فاروق رضی الله عنها مال او دارايي هغې ته ورکړه تر دې چې عمر یې پای ته ورسید او خپله روح یې د روح پیداکوونکي ذات ته وسپارله.
(الله یې دې فردوس جنت ځای کړي).

لیکنه: احمد الجدع
ژباړه: روح الله ساحل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب