خديجة الکبری د اسلام په پيل کښي
د حضرت خديجې (رضي الله عنها) ايمان راوړل:
د نبوت تر سلسلې له مخه يوه ورځ نبي (عليه السلام) و دې مبارکي ته تشريف راوړئ نو سمدستي حضرت خديجې دَئ مبارک په ځان پسي ټينګ کړ او داسي يې وويل : ځما مور او پلار دي تر تا قربان سي ، ځما له دغه کاره څخه چي ستا سره مي نکاح وکړه بل هيڅ مقصد نه ؤ مګر دا چي ځما أميد ؤ چي ته به همهغه نبي يې کوم چي په لنډ وخت کښي به ښکاره کيږي ، نو کچيري ته هغه نبي سوې نو دا عرض درته کوم چي تر نبوت وروسته ځما حق هير نکړي ، او له خپله ربه څخه به ځما دپاره دُعا کوې ، نبي (عليه السلام) ددې په جواب کښي وفرمايل کچيري زه هغه نبي سوم نو ته يقين وکړه چي زه به ستا احسان او نيکي چي له ما سره دي کړېده هيڅ وخت هم هيره نکړم (يعني نو همداسي به درسره وکړم لکه چي ته وايي) او کچيري هغه نبي بل څوک ؤ نو پدې پوه سه چي د کوم ذات دپاره چي تا دغه کار وکړ هغه به ستا نيکي هيڅ وخت ضايع نکړي [فتح الباري ج۷ ص۱۳۴،۱۳۵] .
زبير بن بکار (راوي) وايي چي حضرت خديجه به و ورقه بن نوفل ته (چي ددې د أکا ځوۍ ؤ) هر وخت ورتلله او د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) د پيغمبرۍ پوښتنه بې ورڅخه کوله ، او هغه به په جواب کښي ورته ويل : «مآ أراهُ الا نبيّ هذه الأمة الذي بشر به موسی وعيسی» . يعني زه دَئ نه بولم مګر هغه نبي کوم چي حضرت موسی او عيسی (عليهما السلام) يې پيشګويي او زيرئ فرمايلئ دئ .
په يو بل روايت کښي راځي چي يو وار دې مبارکي له ورقه څخه دده په باره کښي پوښتنه وکړه نو هغه په جواب کښي دا قصيده وويله :
هذه خديجة تأتيني لأخبرها و ما لنا بخفيِّ الغيبِ من خبر
بأن أحمــــــد يأتيه فـــــيخبره جبريل أنک مبعوثٌ الی البشر
فقلتُ علی الذي ترجين ينجزه لک الاله فرجی الخير وانتظري .
ترجمه :
دغه خديجه په وار وار ماته راځي ددې دپاره چي زه دا خبره کړم ، حال دا چي ماته د غيب په پټو هيڅ خبر نسته . پدې (يې خبره کړم) چي جبريل به وده ته راسي او د الله پاک له طرفه به پيغام ورته راوړي چي ته و خلګو ته راليږل سوئ يې . ما ورته وويل (ورقه وايي) چي دا خبره عجيبه نه ده چي د کوم شي چي ته يې أميد کوې هغه الله پاک درپوره کړي ، ته د خير أميد کوه او منتظره اوسه . [الاصابة ج۳ ص ۶۳۴].
په يوه حديث کښي چي امام أحمد (رحمه الله) يې پخپل مسند کښي روايت کړئ دئ راغلي دي چي نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل : حضرت خديجې پر ما باندي پداسي وخت کښي ايمان راوړئ چي خلګ ځما له رسالت څخه منکر وه ، او پداسي حال کښي يې ځما د نبوت تصديق وکړ چي خلګو زه دروغجن وبللم ، او پداسي حال کښي يې پخپل مال سره ځما کومک او امداد وکړ چي خلګو زه له خپلو مالو څخه محروم وګرځولم ، او له همدې بي بي څخه الله پاک زه د اولاد خاوند کړم . (مسند أحمد ج۶ ص ۱۱۷) .
په ښځينه او نارينه کښي تر ټولو مخکنۍ ايمان راوړونکې :
ابن شهاب زهري (رحمه الله) فرمايلي دي چي له نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) سره د وحي تر نازليدو له مخه حضرت خديجه اوسیدله ، بيا ددې مبارکي په موجودګي کښي د الله کلام نازل سو ، او پر رسول الله باندي د ايمان راوړونکو له جملې څخه تر ټولو ړومبنۍ دا مبارکه وه .
دارنګه علامه ابن عبدالبر (رحمه الله) ليکلي دي : يوه غټه ډله د علمآؤ دا وايي چي حضرت خديجة الکبری په نارينه او ښځينه طبقه کښي تر ټولو مخکنۍ ايمان راوړونکې ده .
حضرت محمد بن کعب (رحمه الله) فرمايلي دي : «اول مَن أسلمَ من هذه الأمة خديجة ، واولُ رجلين اسلما أبوبکر وعلي» . يعني له دې أمت څخه تر ټولو مخکي ايمان راوړونکې خديجه ده ، او اول هغه دوه نفره چي ايمان يې راوړئ دئ أبوبکر او علي دئ .
علامه ابن کثير د مختلفو رواياتو له نقلولو وروسته دا فيصله کړېده چي په ازادو خلګو کښي تر ټولو له مخه حضرت أبوبکر ايمان راوړئ دئ ، او په ښځو کښي تر ټولو مخکي حضرت خديجې ، او په مرييانو کښي زيد بن حارثه ، په ماشومانو کښي سيدنا علي المرتضی ايمان راوړئ دئ .
له مذکوره بيان څخه دا خبره ښکاره سوه چي حضرت خديجة الکبری هغه بي بي ده چي تر ټولو انسانانو له مخه که نارينه دي که ښځينه د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) د نبوت او رسالت تصديق يې وکړ ، او نه يواځي دا چي دده تصديق يې وکړ بلکي د مشکلاتو او سختيو په مقابل کښي دده مبارک ډيره سخته مددګاره او معاونه وګرځيده .
د حضرت خديجې (رضي الله عنها) له عظمته ډک کور:
دحضرت خديجې (رضي الله تعالی عنها) کور له عظيمو مقاماتو څخه شميرل سوئ دئ ، د اسلام د مقدس دين نور او روښنايي له همدغه کوره څخه شروع سوه تر څو چي ټوله دينا يې منوره وګرځوله ، پدې کور کښي حضرت خديجه او ددې څلور مبارکي لوڼي تر ټولو له مخه په اسلام مشرفي سوې .
علامه طبري (رحمه الله) ذکر کړيدي چي په مکه کښي تر مسجد حرام وروسته تر ټولو زيات فضيلت د حضرت خديجې و کور ته حاصل دئ .
ددې يو لوۍ سبب دا ؤ چي پدغه کور کښي نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) ډير وخت مقيم ؤ او همدلته پر ده مبارک باندي د وحي نزول وسو .
پدې اړه يو بل امام ، امام فاسي (رحمه الله) ليکلي دي : د مکې مکرمې په کورو کښي د حضرت خديجې کور ډير مبارک ؤ ؛ ځکه چي دلته د دواړو جهانو د ښځو د سرداري حضرت فاطمې او د هغې د خوندو ولادت سوئ دئ ، او پدې کور کښي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) له حضرت خديجې سره وخت تير کړئ دئ ، او پدې کور کښي د حضرت خديجې وفات سوئ دئ ، او نبي (عليه السلام) دلته پاته ؤ تر څو چي ومدينې ته يې هجرت وکړ .
وروسته دغه کور عُقيل بن أبي طالب په خپل تصرف کښي واخستئ ، او بيا حضرت معاويه دغه کور رانيوئ او مسجد يې پر جوړ کړ [شفآء الغرام ج۱ ص۴۳۸] .