خاطرہ- لویه الحمدو
د پنجشنبې مازیگر و چې له مدرسې کور ته راغلم. په حُجره کې زموږ یو سپین ږیری کلیوال ھم ناست و. ما خپل کتابونه یوې خواته کیښودل او له مشر سرہ مې روغبړ وکړ! راته یې وویل: ورارہ گله! زہ دې لویه الحمدو کې خطا کیږم! ته یې راته تیرہ کړہ تر څو خپله خطایي پیدا او سمه کړم! ما د فاتحې سورت لوستل پیل کړل. خو سپین ږیري کاکا په منځ کې راټوپ کړ، را ته یې کړہ: نه، ورارہ! دا خو الحمدو شریفه دہ! لویه الحمدو راته تیرہ کړہ! ما چې ھر څومرہ د قرآني سورتونو او مأثورہ دعاگانو په نومونو کې فکر وکړ، د لویې الحمدو په نوم مې څه پیدا نه کړہ. ان پخپل سر کې مې په الفاتحه الکبیرہ، العظیمه، الطویله او نورو شکلونو ترجمه کړہ خو بیا یې ھم پر پیدا کولو بریالی نه شوم!
سپین ږیري اکا ته مې وویل: نه پوھیږم! ھغه یوہ تمسخر آمیزہ نرۍ خندا وکړہ او راته یې کړہ: بیا دې ھسې دومرہ غټ غټ کتابونه په ترخ کې نیولي؟!! ما ورته وویل: اکاجانه! ته کینه چې چای در ته راوړم! په دې کیسو پسې مه گرځه! علم دریاب دی، ټول مسایل د ھیچا ھم نه وي زدہ! ھغه د سر په خوځولو زما د خبرې تائید وکړ، خو په شونډو یې ھماغه د ملنډو خندا ښکاریدہ! زہ کور ته لاړم، بیا څو نور میلمانه ھم راغلل او نورہ خبرہ پاته شوہ!
ماته دا شرم ښکاریدہ چې څوک وپوښتم، له ځان سرہ به مې ویل، که له چا څخه پوښتنه وکړم، ښایي ھغه ھم د غټو کتابونو پیغور راکړي. ورو ورو مې دا مسئله ھمداسې لاینحله له ذھن څخه ووته! خو د سپین ږیري خندا مې ډیرہ مودہ ذھن ناکرارہ کړی و.
څو کاله پس د خپلې مرحومې ترور کور ته د ھغې د عیادت لپارہ ورغلی وم. ترور مې چې تازہ له روغتون څخه کور ته راغلې وہ، د خپلې مریضۍ کیسه راته پیل کړہ. ھغې وویل: زویه! روغه جوړہ وم، ابله شپه مې لمونځ کاوہ، ټول لمونځ مې سم وکړ خو په اخیري رکعت کې مې چې لویه الحمدو نیمې ته ورسوله، سر مې دروند شو، په سترگو مې تیارہ راغله او نورہ په ځان پوہ نه شوم. یو وخت مې چې سترگې وغړولې، په شفاخانه کې پرته وم. ډاکتران وایي د زړہ حمله وہ خو پخیر تیرہ شوہ! د ترور په کیسه کې د لویې الحمدو د نوم په اوریدو مې ھماغه سپین ږیرې یو ځل بیا سترگو ته ودرید. ترور مې نور څه ویل غوښتل خو ما وخت ور نه کړ او ورته مې وویل: ترورې! تا له بیھوښه کیدو مخکې څه ویل؟ ھغې په تعجب ماته وکتل او ځواب یې راکړ: لویه الحمدو!
ما وویل: ترورې! راته یې تیرہ کړہ! ھغې بیا په حیرت زما خواته را وکتل خو ما بیا بیا ھمدا اصرار کاوہ! ترور مې وویل: سمه دہ، غوږ شه او د قنوت ویل یې پیل کړل. ما بیا په منځ کې ور ټوپ کړ او ورته مې وویل: ترورې! ته خو د قنوت دعا وایې! لویه الحمدو راته ووایه! ھغې وویل: زویه! خو ھمدا لویه الحمدو دہ کنه!! ما تندي ته ټق ورکړ او ترور ته مې وویل: ترورې! لاس دې راکړہ چې ښکل یې کړم، ته مې ھم استادہ شوې! ډیر مھم څه مې در څخه زدہ کړل! رب دې روغه کړہ! او نور مې ترې رخصت واخیست.
کور ته پر لارہ مې ډیر اخوا دیخوا کتل، له ځان سرہ مې ویل؛ ای کاش ھغه سپین ږیری چرته تصادفي په لارہ کې په مخه راشي خو له بدہ مرغه کور ته ورسیدم او سپین ږیري په مخه را نغلو! ما له ځان سرہ داسې جوړہ کړې وہ؛ که سپین ږیری په مخه راغی، د لارې په منځ کې به یې دروم او دواړہ به اصلاح کوم، ھم سپین ږیری او ھم یې لویه الحمدو!
د فبروری شپږمه ۲۰۱۸ م
ستاکھولم سویډن
ليکوال: حفیظ الدین پیرزادہ