حیض او نفاس څه ته وايي؟

حيض څه شی دی؟:

 ښځو ته چه هر مياشت کومه وينه راځي هغې ته حيض وايي . دحيض وينه ناپاکه ده که جامه تويې شی هغه به مينځل کيږي .

نفاس :

 داولاد پيداکيدو نه پس چه کومه وينه دښځې نه ځی هغې ته نفاس وايي .

دحيض او نفاس مسائل :

۱– دحيض موده کمه دری ورځې او ذياته لس ورځې . که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو ذياته شوه نو هغه استخاضه (دحيض پشان مرض دی ) .
۲- دنفاس دکمې مودی حد نشته ذياته موده يې څلويشت ورځې ده ،که له څلويښتو ورځو مخکی وينه بنده شوه فوراً به غسل کوي اوکه تر څلويښتو ورځو ذياته شوه نو هغه مرض دی .
۳- دحيض په موده کې سره ،زيړه ،شنه او خاورينه هر رنګ وينه راغله   داټول قسمونه دحيض وينه بلل کيږي .
۴- دحيض او نفاس   په دوران کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی ځکه حيض په مانا دی ګنده ګی يا زخم دی چه پر دغه ورځو کې ښځه په عادتي شکل د رحم ناپاکه وينی غورځوی چه درد او تکليف هم ورسره وی ،نوپدی وخت کې يوځای کيدل دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکې وينی جريان لري اودغه وخت هم ښځې سخت مرګونې دردونه تيرکړې وي چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوي .

الهی لارښوونه :

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).
(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدې کيږي ، کله چه ښی پاکې شی بيا ورسره يوځای شی )).
نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دي ،داسې نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځې څخه د حيض او ولادت په دوران کې کرکه وشي .
   بلکی د احترام په سترګه ورته وکتل شي چې د خدای ج د يوه بشر د تولد لپاره يې سختی قربانۍ ورکړي دي اوهمدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دتصفيې مخکنی تياری وي .
۵- عموماٌ دنهو کلو نه مخکی وينه نه راځی که راشي نو هغه حيض نه بلکی مرض دی .
۶- دحيض او نفاس په حالت کې ذکر او دعا کولې شي .
۷- دحيض او نفاس په دوران کې لمونځ ،روژه او دقرآنکريم تلاوت کول منع دي ، ورسته به د پاکې په حالت کې د روژی قضايي راوړی د لمانځه قضايي نشته .

۸- داستحاضه يا مرض په حالت کې لمونځ ،روژه او دقرآنکريم تلاوت شته ،دهر لمانځه لپاره به ځانګړی اودس کوي .

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ