حلال اوحرام مال يو امتحان دی

الله جل جلاله لکه څنگه چي مخلوقات پيداکړي دي،همدارازددوی دروزۍ ذمه واري يې هم اخيستي ده.

څوک داسي نه پرېږدي چي هغه ته دي روزي ورنه کړي که څه هم دالله پاک لوی دښمن اوله هغه څخه سرغړونکی اونافرمان وي.

داځکه چي الله پاک ته دُنيااعتبارنه لري نوله دې امله يې دوست اودُښمن دواړوته ورکوي.

لکه څنگه چي په حديث کي داخبره بيان شوې ده:

عن سهل بن سعدالساعدي رضی الله عنه قال :قال :رسول الله صلی الله عليه وسلم :لوکانت الدنياتعدل عندالله جناح بعوضة،ماسقی کافرامنهاشربة ماء(رواه الترمذي ص۵۸ج ۲ وقال حديث صحيح)

له حضرت سهل بن سعدالساعدي رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:که دُنيادالله سره دغوماشي دوزرپه اندازه قدرلرلای،نوکافرته به يې له دې څخه يوغړپ اوبه هم نه وای ورکړې!!

لکه څنگه چي دروزي ورکول دالله پاک کاردی همدارازپراخول اوتنگول يې هم دالله پاک کاردی.

نودروزۍ پراخوالی اودمال زياتوالی دهوښيارتيانښه نه ده بلکي ډېرځله بې عقلان خلگ وي اوترهوښيارانوزيات مالونه لري.

غرض زماداووچي دانسان اصلي مقصدپه دُنياکي دمال گټل اودپيسوزياتول نه بلکي دالله پاک پېژندل،دهغه راضي کول اودهغه د احکاماتومطابق خپل ژوندتېرول دي.

دې دُنياته چي انسان راغلی دی،دده راتگ دازمايښت اوامتحان لپاره دي اوالله پاک غواړي چي په انسانانوکي تابعداراونافرمان ښکاره کړي.

همداراز دروزۍ دگټلوپه هکله هم پرانسانانوامتحان کوي:

ځيني شيان الله پاک حرام کړي او دروزۍ دگټلوله ځيني لاروڅخه يې منع کړې ده.

همدارازځيني شيان يې حلال کړې اودهغودگټلولپاره يې طريقې اوحدودمتعين کړي دي.

بيايې انسان ته اختيارورکړی(ددې وعدې سره سره چي روزي الله پاک ورکوي)چي دی دروزۍ دگټلولپاره په کوموطريقواولارو روانېږي،کومه ذريعه دمال دگټلولپاره اختياروي اوپه کومه طريقه کاروبارکوي.

اوبل امتحان يې دمال په هکله دادی چي حرام مال يې ډېرکړی دی.

دحرام مال مثال دمُردارشوي حيوان په څېردی چي چاته قدراوارزښت نه لري،چي په کورکي ساتنه يې هم څوک نه برداشتوي بلکي له ځانه يې لري کوي اوغورزوي.

همداراز حرام مال مثال هم داسي دی لکه الله پاک چي غورزولی وي.

که يې څوک وراخلي نوترحلال مال په اسانه ترلاسه کيږي اوالله جل جلاله ته دمرداري په څېرقدرهم نه لري ځکه ترې خيراتونه هم نه قبلوي.

له دې امله انسان بايدخپل دژونداصلي هدف ته ځيرشي اودروزۍ دگټلولپاره هغه لاري اختيارکړي چي صحيح اورواوي.

ځکه دين يوازي دپنځه وخته لمانځه نوم نه دی بلکي دانسان لپاره ضروري ده چي دژوندپه ټولواړخونوکي به دشريعت پابندي کوي.

دشريعت ډېراحکامات دمعاملوسره تعلق لري ددې يودليل دادی چي هدايه زموږدمذهب معتبرکتاب دی،چي په څلوروجلدونوکي دی.

په دې مبارک کتاب کي دانسان دعمل سره تعلق لرونکي تقريباًټول ديني احکامات ذکردي.

په دې کي يوازي اولنی جلددعباداتو(اودس،لمونځ،زکات اوحج)په هکله دی نوردرې جلدونه يې ټول دمعاملوپه هکله دي.

له دې څخه داخبره جوتېږي چي يوازي دعبادتونوپه کولوسره په دين پوره عمل نه کېږي ترڅوچي خپلي معاملې دشريعت مطابق نه کړو.

نوالله پاک دي موږته توفيق راکړي چي خپل کاروباردشريعت مطابق کړواوپه حلاله توگه دځان لپاره روزي پيداکړو.

آمين

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی اله واصحابه اجمعين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب