
حضرت بلال (رض) داستان ۳
په دغو ورځو او شپو کښي يې اذان نه کوئ خو کله چي حضرت عمر رضي الله تعالى عنه شام ته ورسېدئ او د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه د ليدو ډېره تلوسه يې در لوده تر ډيري مودې وروسته يې وليدئ په ليدو يې ډېر خوشحاله سو او هميشه به يې د هغه ډېر احترام کاوه او کله چي به د حضرت عمر رضي الله تعالى عنه و مخته د حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه نوم واخيستل سو نو حضرت عمر رضي الله به ويل چي حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه زموږ سردار ؤ او زموږ سردار يعني حضرت بلال رضي الله تعالى عنه يې د کفارو د تکليفونو څخه اذاد کړى دئ.
صحابه کرامو تر ډيري مودې وروسته د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه څخه د حضرت عمر رضي الله تعالى عنه په مخ کښي د اذان کولو غوښتنه وکړه او ډېر ټينګار يې پر حضرت بلال رضي الله تعالى عنه باندي وکړ چي اذان وکړي او حضرت بلال رضي الله تعالى عنه هم د دوى د غوښتي او ډېر ټينګار په خاطر اذان پيل کړ، د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه اواز لا سم نه ؤ پورته سوئ چي حضرت عمر رضي الله تعالى عنه او نور ټولو صحابه کرامو رضي الله تعالى عنهم ور سره په ژړا سوه تر څو چي ږيره مبارکه يې په اوښکو لنده سوه.
حضرت بلال رضي الله تعالى عنه تر مرګ پوري د اسلام د سپېڅلي دين داعى پاته سو او چي کله يې مرګ را نژدې سو او د ژوند اخري سلګۍ يې وې د هر ځل سترګو روڼولو سره به يې لاندي بيت وايه.
غدا نلقي الاحبه……… محمدا وصحبه
غدا نلقي الاحبه……… محمدا وصحبه
چي سبا به ګران ترين ملګري وينو نبي پاک عليه السلام او د هغه ملګري (اصحاب)
ژباړن: عطاء الله محمدي