حجره او محیط يې؛ فعال او غیر فعال لېږدونه
حجره او محیط يې (Cell and Cellular environment)
حجرې ټول حیاتي فعالیتونه لکه تغذیه، تنفس، اطراح او تکثر پر مخ بیايي. حجرې د دندو او موقعیت له پلوه بېلا بېل شکلونه لري؛ خو په عین حال کې د څو مشترکو جوړښتونو لکه سایتوپلازم، هسته، حجروي غشا او په نباتاتو کې د غشا ترڅنګ د حجروي دیوال لرونکې دي. حجره له خپل محیط سره قوي اړیکې او ورکړه راکړه لري. دغه ورکړه راکړه له محیط سره د حجرې د خاصو طریقو په وسیله صورت نیسي چې عبارت دې له غیر فعاله لېږدونې او فعاله لېږدونې څخه.
غیر فعال لېږدونه (Passive Transport)
د انرژۍ د لګښت څخه پرته د حجرې له غشا څخه د موادو حرکت او تېرېدنې ته غیر فعاله لېږدونه وایي. د غیر فعالې لېږدونې تر عنوان لاندې د نفوذ او اسموس عملیې مطالعه کوو:
د نفوذ عملیه (Diffusion)
د موادو انتقال له هغه ځای څخه چې غلظت یې زیات وي هغه ځای ته چې د ذکر شوي موادو غلظت یي کم وي، دغه عملیه د نفوذ په نامه یادېږي. د بېلګې په ډول که یو څو څاڅکي رنګ په یو ګیلاس اوبو کې واچوو؛ نو لږ ساعت وروسته دغه رنګ په ټولو اوبو کې مساوي خپرېږي او د اوبو په ټولو برخو کې مساوي غلظت لري، چې د رنګ دغه خپرېدنه د نفوذ د عملیې په وسیله ترسره کېږي. دا یوه طبعي عملیه ده او خپل سرنده صورت نيسي.
د نفوذ عملیه په حجراتو کې هم ترسره کېږي او د حجراتو لپاره ډېر اهمیت لري، ځکه چې د وینې او حجراتو ترمنځ د اکسیجن او کاربن دای اکساید تبادله د همدې عمليې په وسیله صورت نيسي.
اسموس (Osmosis)
له یوه محیط څخه چې د اوبو مالیکولونه یې زیات وي، داسې یو محیط ته چې د اوبو مالیکولونه یې لږ وي د یوې نیمه قابل نفوذ پردې له لارې د اوبو تېرېدو او انتشار ته اسموسس ویل کېږي. نیمه قابل نفوذ پرده هغه پرده ده، چې وړو او کوچنیو مالیکولونو ته اجازه ورکوي، چې ترې تېر شي او غټ مالیکولونه نه پرېږدي، یعنې دا یوه انتخابي پرده ده.
حجروي غشا هم یو نیمه قابل نفوذ پرده ده او د حجرې او حجروي محیط ترمنځ د اوبو تعادل ساتي. ځينې موادو لکه کاربن دای اکساید او اکسیجن ته اجازه ورکوي، چې ترې تېر شي؛ خو ځينې نور مواد نه پرېږدي، چې ترې تېر شي او په همدي ډول حجرې ته زیانمنو موادو له ننوتو څخه مخنيوی کوي.
نیمه قابل نفوذ پرده
نیمه قابل نفوذ پرده هغه پرده ده چې وړو مالیکولونو ته اجازه ورکوي، چې ترې تېر شي مګر غټ مالیکولونه نه پرېږدي، چې ترې تېر شي. یعنې دا یوه اختصاصي پرده ده. دا پرده مرسته کوي؛ ترڅو هغه مواد چې اړین وي او خطر ونلري، اجازه ورکړي؛ ترڅو حجرې ته داخل شي او هغه چې حجرې ته ننوتل يې حجره له ګواښ سره مخ کوي، نه پرېږدي چې حجرې ته داخل شي. اوبه په اسانۍ سره له دې پردې عبور کوي.
په پورته انځور کې یو نیمه قابل نفوذ پرده لیدل کېږي چې د اوبو مالیکولونو ته اجازه ورکوي ترڅو ترې تېر شي؛ خو نور غټ مالیکولونه نه پرېږدي چې له دغې پردې عبور وکړي.
د نباتاتو په حجرو کې اسموس
د نباتې حجرې د پلازمايي غشا تر څنګ بهر خواته سلولوزي دیوال واقع دی. په نباتي حجرو کې مالګې او نور توکي د محلول په ډول شتون لري. زیاتره دغه توکي په واکیول کې وي. د نباتي حجرو غشا هم انتخابي قابل نفوذ خاصیت لري.
که چېرې نباتي حجره په اوبو کې داخله کړو، څه حالت په رامنځته شي؟ په دې ترڅ کې اوبه له غشا او دیوال څخه تیریږي او واکیول ته ځي. په پایله کې حجره پړسېږي، خو نچوي. لامل یې دادی چې سلولوزي دیوال د زیات منبسط کېدو مخنیوی کوي. د حجرې دیوال کش کیږي، خو نه ماتیږي. دغه حالت د نباتاتو د وچېدلو په مخنیوي کې ډیره مرسته کوي، تر څو ټینګ پاتې شي. که چېرې د یوې پاڼې ټولې حجرې په پوره ډول پړسیدلې وې. حجرې یو پربل فشار راوړي، پاڼه پراخه او منبسطه کېږي. که نبات اوبه له لاسه وړکړي، حجرې يې پړسېدلی حالت له لاسه ورکوي او مړاوي کېږي. دې حالت ته پلازمولایسیس وايي.
د اسموس عملیې اهمیت
د حیواناتو او نباتاتو حجرې او انساج د داسې پردې په واسطه پوښل شوي دي، چې نیمه قابل نفوذ ده. نو له همدې کبله د ژوندیو موجوداتو د ژوند د فعالیتونو لپاره د اسموس عملیه ډېره مهمه ده، ځکه چې خوراکې توکي یا نور د اړتیا وړ توکي د اسموس د عملیې په واسطه د بدن حجرو ته ننوځي. مثلاً وینې ته د ګټورو خوراکي توکو جذب یا په نباتاتو کې د ریښې له لارې د موادو جذب د اسموس د عملیې په واسطه سرته رسېږي.
فعاله لېږدونه (Active Transport)
د غلظت د تفاوت پرخلاف د انرژۍ په مصرف سره له حجروي غشا څخه د موادو حرکت او تېرېدلو ته فعاله لېږدونه وايي. حجروي غشا ژوندۍ ده له پروتین او شحم څخه جوړه ده. کله چې مواد ورڅخه تېرېږي انرژي مصرفېږي. د ځینو انتقالي پروتینونو مالیکولونه هم په دې فعاله لېږدونه کې مرسته کوي. په فعاله لېږدونه کې لاندې موضوعات څېړل کېږي:
اندوسایتوسیز (Endocytosis)
دا یوه یوناني کلمه ده چې حجرې ته د داخلېدو په معنا ده. اندو سایتوسیز د فعالې لېږدونې یوه عملیه ده. کله چې حجره له بهر څخه د موادو له یوې ټوټې، لکه پروتین، سره مخامخ شي، د سایتوپلازم په غشا کې لوړې ژورې پیدا او د نوموړو موادو څخه چاپېرېږي او د یوې لفافې په شکل یې پوښوي. لفافه د چوشک شکل نیسي او مواد د حجرې داخل ته کش کوي، چې دغه عمل ته اندوسایتوسیز وايي. که چېرې اخيستل شوي مالیکولونه نسبتا سخت وي دغې عمل ته فاګو سایتوسیز وايي. دا عملیه په پروتوزوا کې ډېره معمول ده. سپین کرویات هم دا خاصیت لري. او که چېرې دغه مواد مایع حالت ولري؛ نو دا عملیه د پینوسایتوسیز په نامه یادېږي.
اګزوسایتوسیز (Exocytosis)
اګزوسایتوسیز له حجرې څخه د خارجېدلو په معنا ده. کله حجره نا هضم شوي مواد یا فالتو مواد بېرون ته وباسي، له دې عملیې څخه استفاده کوي، چې دا د فعالې لېږدونې یو ډول دی او انرژي مصرفوي. په دې عملیه کې له فالتو موادو څخه کڅوړه چاپېرېږي او بېرون يې باسي.
تمرین
لاندې تش ځایونه په مناسو ځوابونو ډک کړئ.
- د حجرې له غشا څخه د موادو تېرېدو عملیه چې انرژۍ ته اړتیا نلري ………….. لېږدونه ورته وايي.
- اندوسایتوسیز حجرې ته د ………… په معنا ده.
- اګزوسایتوسیز د حجرې څخه د ……….. په معنا ده.
- حجروي غشا یوه ………………… پرده ده.
- اسموس د ……………….. لېږدونې یو ډول دی.
- ………….. عملیه د موادو د زیات غلظت څخه د کم غلظت په لور د حرکت عملیه ده.
- اګزوسایتوسیز ……………… لېږدونې یو ډول دی.
- فعاله لېږدونه هغه لېږدونه ده چې …………… ته اړتیا لري.
د تمرین حل
- غیر فعاله
- داخلېدو
- خارجېدو
- نیمه قابل نفوذ
- غیر فعاله
- نفوذ
- فعاله
- انرژۍ