جيارديازس څه شی دی؟ (Giardiasis) | تشخیص او درملنه

جيارديازس (Giardiasis) د وړو کولمو يوه پروتوزوايې ناروغي ده چه لامل يې Flagellate Giardia Lamblia ده . تروفوزويت يا سيست بڼه يې دغايطه موادو Feco– Oral  له لارې انتقاليږي.

تشخيص

–    جيارديازس (Giardiasis) غالبا اعراض نلرى او يا ځينى وخت لاندې متناوبې نښې شتون لري:

•    کولاى سي دحادې اوبلنې نس ناستې په بڼه -څرګندسي،چې ځينې وختونه دڅو ورځو څخه تر څو اونيو دوام کوې.

•    کولاى سې له زړه بدوالي، دنس له نفخ او باد ، داپى ګاستريک دناحى له دردونو او يا دبطن دکرامپونو سره يو ځاى وى.

•    کولاى سي له بد بويه غايطه موادو او له لويو غايطه کتلو سره يو ځاى وى.

که چيرې لابراتواري (مايکروسکوپيکه) معاينه تر سره سي په غايطه موادو کي جيارديازس (Giardiasis)دتروفوزويټ يا سيست په بڼه ليدل کيږي .

Giardiasis جاردیاسس میکروب

درملنه 

–    که چيرې نس ناستى شتون ولري، دديهايدريشن او خوارځواکى درملنه او مخنيوى دې وسي(٢.١.١ برخه له وينې پرته شديده نس نآسته ، له پنځوکلونو څخه په کوچنيو ماشومانو کې آو ٢.١.٢ برخه له وينې پرته نس ناسته له پنځو کلونو څخه په لويو ماشومانو او لويانو کې وګورئ).

–    Metronidazole دخولې دلارې تجويز سي په معياري دوزسره .

–     په جيارديازس (Giardiasis) اخته اميداورې ميرمنو کى، که چيرې (Furazolidone) په واک کې وي تجويز دې سي( دخولې دلاري ١٠٠ ميلى ګرامه هر شپږ ساعته وروسته داوو ورځو لپاره ).

*    وقايه  دخوراک کولو څخه مخکي او دتشناب له کارولو وروسته خپل لاسونه په صابون ومينځي .

*    له استفادې مخکې دي اوبه جوش او بيا دي تري استفاده وسي.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب