جنت کی هر هغه څه شته چی انسان یی وغواړي

عنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، ” أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَوْمًا يُحَدِّثُ وَعِنْدَهُ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الْبَادِيَةِ : ( أَنَّ رَجُلًا مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ اسْتَأْذَنَ رَبَّهُ فِي الزَّرْعِ ،فَقَالَ لَهُ : أَولَسْتَ فِيمَا شِئْتَ ؟ قَالَ : بَلَى ،وَلَكِنِّي أُحِبُّ أَنْ أَزْرَعَ ،فأسرَعَ وبَذَرَ ،فَتبَادَرَ الطَّرْفَ نَبَاتُهُ وَاسْتِوَاؤُهُ وَاسْتِحْصَادُهُ و تَكويرُهُ أَمْثَالَ الْجِبَالِ ،فَيَقُولُ اللَّهُ تعالی : دُونَكَ يَا ابْنَ آدَمَ،فَإِنَّهُ لَايُشْبِعُكَ شَيْءٌ )،فَقَالَ الْأَعْرَابِيُّ : یا رَ سُولَ اللَّهِ لَاتَجِدُ هذا إِلَّا قُرَشِيًّا أَوْ أَنْصَارِيًّا ،فَإِنَّهُمْ أَصْحَابُ زَرْعٍ ،وَأَمَّا نَحْنُ فَلَسْنَا بِأَصْحَابِ زَرْعٍ ،فَضَحِكَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ .

د ابو هریرة رضی الله عنه نه روایت دی، چې یوه ورځ رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام خبرې کولې او په دغه وخت كې هلته یو کوچى (شپون) هم ناست و رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل:
په جنت كې یو جنتي د الله عزوجل نه د کرنې اجازت وغوښت.

الله عزوجل ورته وفرمایل : آیا هغه څه چې ته يې غواړې نه يې لرې؟ هغه ورته وویل: ولي نه؟!! خو زه غواړم کرنه وکړم هغه سمدستي کرنه وکړه او د هغه کرنه غټه شوه او بیا هغه اواره شوه او مېوه يې ونیوله او د غرونو په اندازه يې ‌‌‌ذخیره شوه. الله عزوجل به ورته و وایي : ای بني آدمه ! دا واخله ، تا هیڅ شی هم نشی مړولی ، هغه کوچی ( شپون) و ویل : ای د الله رسوله ! دا به کوم قریشی یا انصاري وی ځکه همدا خلک دهقانان ( زمینداران) دی مونږه خو دهقانان نه یو ، رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام د شپون په دی خبره وخندل .

دحدیث تخریج : ‌

بخاری: کتاب التوحید ، باب کلام الرب مع أهل الجنة، حدیث (۷۵۱۹) او په کتاب المزارعة ، باب : کراء الأرض بالذهب والفضة (۲۳۴۸)
د حدیث فائدې :
۱: رسول الله علیه الصلاة والسلام به صحابه رضی الله عنهم جنت ته تشویقول او د جنت كيسې به يې ورته کولې.
۲: جنتیان به د الله عزوجل سره خبرې كوي.
۳: په جنت كې د نفس شهوات او غوښتنې پوره كېږی لکه څنګه چې په دغه حدیث كې هغه جنتي د کرني سوال کړی و او الله عزوجل د هغه سوال قبول کړ. الله عزوجل فرمایلی:
( وَلَكُمْ فِيهَا مَاتَشتَهِى أَنفُسكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَاتَدَّعُونَ ) ، فصلت ۳۱ ایت .

۴: په جنت كې چې انسان د دنیاوی شیانو نه څه وغواړي هغه ورته حاصلیږی.
۵: که انسان لږ سوچ وکړي، نو په دې به پوه شي چې هغه د دنیا لپاره نه دی پیدا شوی، ځکه که یو کس ټوله دنیا هم ولري، نو هغه پرې نه مړېږی.
۶: د هغه کوچي خبرې ته د رسول الله علیه الصلاة والسلام خندا کول دا ثابتوي چې رسول الله علیه الصلاة والسلام ډیره زیاته تواضع درلودله.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب