تنور یعنې څه؟ | الظواهري

د کتاب لیکوال: داد محمد ناوک

دا کتاب (تنور) چې د ناول په بڼه ليکل شوی دی، ما مطالعه کړ.

دا چې ‌د ننني عصر ډېری ليکوالان او پوهان د فکري جګړې تر تاثير لاندې راغلي او یا یې قصداً د ناولونو او داستانونو رنګ ور بدل کړی دی، نو ځکه چې موږ د ناول نوم واورو نو په خيال کې مو د يوه بازاري سړي او ښځې د مجازي مینې کيسه راوګرځي. خو الحمدلله يو څو د ګوتو په شمیر کسان شته چې دغې برخې ته یې ډېر پام اړولی دی، چې له ډلې یې يو هم  فکري استاد داد محمد ناوک دی، د ناوک صاحب دوه ناولونه( مسلمان او تنور) ما لوستي، واقعاً په دې کتابونو کې چې څه پراته دي د اوسني عصر د ځوانانو فکري تنده ورباندې خړوبېدلی شي، ځکه مخکې مې هم وويل چې د غرب له فکري جګړې متأثرو ليکوالانو چې څه رقم په خپلو ليکنو کې زهر پاشلي نو همداسې د ځوان نسل ذهنونه پرې مسموم شوي دي نو د دې وبا د ورکولو لپاره د ناوک صاحب د اثارو غوندې درمل پکار دي او بايد چې نور ليکوالان هم ورته متوجې شي.

وروستۍ خبره دا چې تنور عموماً په فکري موضوعاتو کې ستاسو افکار پخوي، خاصتاً په لاندې موضوعاتو کې :

اول: د هغو حقايقو څرګندونه چې له امله یې شل کاله  زموږ هېوادوال د اسلام او حق پر مقابل کې ولاړ وو.

دوهم: په عقلي دلايلو سره د هغو پوښتنو ځوابونه چې له حق سره کينه ګر یې يوازې د خپل ناقص عقل په تله تلي.

دريم: د هغه ځای د کيفيت حال بيانول چې ځينو افغانانو د اسلامي نظام له غېږې څخه د پناه ور وړلو لپاره په لوی لاس انتخاب کړی( بهرني کمپونه).

څلورم: لکه څنګه چې دا کتاب ناوک صاحب هغو چاته ډالۍ کړئ چې استدلال ته مات وي که څه هم په تاوان یې وي، نو ستاسو استدلال به هم په فکري موضوعاتو کې د پوخوالي حد ته ورسوي.

په درنښت : الظواهري


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب