تندر یا تالنده برېښنا او الماسک:
عموما تندرونه پۀ شنو ونو، لوړو ودانيو (تغمیراتو)،لوړو غرونو….. را غورځېږي.
د تندر غورځېدل د یوې ثانیې څخه تر دوو ثانیو پورې ځان ځمکې ته را رسوي.
مخکې پۀ یونان او اړؤندو اروپایي هېوادونو کې پلرونو به خپلو
اولادونو ته ویل: چې الماسک یا تندر هغه وخت پېښېږي؛ کله چې د اسمانونو مالک باولینګ کوي.
د ځینو ځيرکو ماشومانو سره به دا پوښتنه پیدا کېده، چې ولې د اسمانونو مالک په ژمي کې باولینګ نه کوي.
دا پوښتنه ساینس د برېښنایي فزیک د اصولو لۀ مخې ځواب کړه.
د تندر یا الماسک لپاره مرطوبه هوا، د هوا بې ثباتي او دې ته ورته ځینې نور مکانیزمونه اړین دي کوم چې د اوړي په موسم کې ورته کله کله شرایط مساعد شي او په ژمي کې د دې شرایطو یؤ ځای کېدل ناممکن برېښي.
عمومآ په اوړي کې هوا مرطوبه وي. تندر د ځمکې لۀ سطحې څخه سرچینه اخلي یانې کله چې د لمر وړانګې د ځمکې پر واسطه جذب شي؛ نو د ځمکې سره نښتې د هوا د طبقې د ګرمېدو سبب کېږي.
ګرمه هوا د ارشمیدس د اصولو لۀ مخې چې غلظت او کثافت یې کم شو پورته خېږي او ځان سره د اوبو بخارات هم لېږدوي کله چې پورته لاړه شي هلته تودوخه لۀ لاسه ورکوي او د تکاثف د عملیې لۀ مخې په مایع بدلېږي.
لۀ لاسه ورکړې تودوخه د شاوخوا هوا د ګرمېدو سبب کېږي. او په يوه لږه متراکمه ورېځ باندې بدلېږي چې دا ورېځې د سپینې پنبې د ټوټو په څېر برېښي.
ګرمه هوا نسبت شاوخوا هوا ته کم غلظت او کثافت لري او د دې سبب کېږي چې د ګاونډۍ هوا په سر لامبو وهونکی(bouncy ) واوسي دا ګرمه هوا په چټکۍ سره پورته خواته خېږي او د تندر د جوړېدو لپاره پیل کوي تر هغه چې دا متراکمه ورېځ، جګه ولاړه شي او ډېره شي د همدې متراکمې ورېځې دننه مرطوبه هوا دا ورېځ پورته خواته ګړندۍ کوي او لا هم پورته ځي تر څو داسې یؤ حد ته ورسي، چې هلته د دې هوا غلظت نسبت ګاونډۍ هوا ته زیات شي نور پورته حرکت نه کوي د یخني او غلظت لۀ وجې دا متراکمې ورېځ د اوبو په درندو څاڅکو،ږلۍ او د یخ په ټوټو بدلېږي، ورېځ افقي بڼه کوي د يوې سترې قاعدې سره.
او د پنبو ټوټو ته ورته سپینه ورېځ په تکه توره او ویرونکې ورېځ باندې اوړي.
ډېره مهمه خبر دا ده چې ږلۍ او د یخ ټوټې سره ټکر کوي، چې د دې پروسې په ترڅ کې برېښنایي چارج رامنځته کېږي. ږلۍ د ورېځې ټیټې طبقی ته ځي او منفي چارج ورکوي او د یخ ټوټې د ورېځو پورتنۍ طبقې ته ځي او مثبت چارچ ورکوي، د چارجونو دا بېلېدنه د ورېځو د طبقو ترمنځ د یخ د ټوټو ټکرونه زیاتوي په پایله کې د ورېځې لاندنۍ طبقه د ځمکې کرې ته منفي چارجونه لېږدوي او دا د دې سبب کېږي، چې په ځمکه کې مثبت چارجونه القاح شي.
برېښنایي ساحه رامنځ ته کېږي او برېښنایي ساحه د ورېځې او ځمکې ترمنځ هادي لاره جوړوي او د الکترونونو یو ستر بهیر د ځمکې په لور کوچېږي. چې یو ناشنا، توند او ویرونکی غږ رامنځته کېږي کوم ته چې موږه او تاسې تالنده وایو دا غږ د غږیزو څپو په مرسته هغه وخت جوړېږي، چې کله هوا یوه ناڅاپه د برېښنا په واسطه ګرمه او بېرته په چټکۍ سره سړه شي.
وروسته لۀ یو ساعته توپان په لاندې حرکت توانېږي او باران یا ږلۍ رامنځ ته کېږي.
دا چې تندر د اوړي یوه پېښه منل شوې ده د میترولوجي د پوهانو د څېړنو لۀ مخې په ځینو نازکو حالاتو کې په ژمي کې هم ممکن ده.
عموما په ژمي کې په هغو سیمو کې پېښېږي چې د سترو جهیلونو او یا ستر بحرونو ترڅنګ وي.
کله چې د ژمي په موسم کې هوا ډېره یخه نه وي؛ نو سړه هوا چې د ګرمې سطحې ترڅنګ تېره شي؛ نو په هوا کې بې ثباتي رامنځته کېږي او همدارنګه دا بې ثباته هوا د ګرمې سطحې مرطوب(لمده څاڅکي) ځان سره پورته وړي، چې د تالندې سبب کېږي.
خو عموما په ژمي کې دا ډول شرایط په کمه پيمانه مهیا کېږي.
که یخني زیاته وي؛ نو بیا د باران او ږلۍ پرځای واوره ورېږي او تالنده صورت نه نیسي.
تندر د مثبت چارچ لرونکى دى کله چې په هوا کى مثبت چارچ پيدا شي د منفى چارچ په لور حرکت کوي، چې منفى چارچ په ځمکه کې موجود دى؛ ځکه تندر دځمکې پر لور حرکت کوي، چې د دې چارچونو اندازه يؤ ميليون ولټ ته رسېږي، چې هوا نه ځمکې ته يو نه تر دوو ثانيو کې را رسېږي او بالاخره په ځمکه کې دمثبت او منفى چارچ يؤ ځای کېدو پر صورت کې انفجار رامنځته کېږي.