تقليد او څلورګوني مذاهب

په تيره ګڼه کې مو وويل  چې دقران اوسنتو په وړاندې مکلف انسانان په دوه ډوله دي:
لومړی: مجتهدين چې  له شرعي مصادرو څخه په مستقيمه توګه په استنباط کولو قادر دي  اوپه اجتهادي مسايلوکې د هغوی خبره دمنلو وړ ده .
اودوهم :عام انسانان  چې هغوی له شرعي مصادرو څخه په مستقيمه توګه استنباط نه شی  کولای او په  اجتهادي مسايلو کې د هغوی خبره  د منلو وړ نه ده، ددوی دنده داده چې په اجتهادي مسايلو کې به له مجتهدينو) اهل الذکر) څخه پوښتنه کوي .
خبره داده چې ولې اوس يواځې دهمدې څلورګونو امامانو اود هغوی د مذاهبو د تقليد خبره کيږي اوداسې ويل کيږي چې په اوسني عصرکې يواځې له همدې څلورګونو مذاهبو څخه ديو مذهب تقليد جايزاو ممکن دی او د نورو نه دی؟اوبل پلوته  له دې
څلورګونوامامانو او د هغوی له  مذاهبو پرته له دوی سره په هماغه زمانه کې  او هم له دوی څخه د مخه خورا نور ډير مذاهب اومجتهدين  شته چې په هيڅ وجه له دې امامانو څخه کم نه دي  لکه  امام
اوزاعي،ليث بن سعد اوداسې نور.  دليث بن سعد په هکله خو امام شافعي رح ويلي دي  چې هغه له امام مالک څخه زيات فقيه وو اوبل پلوته  له دې څلورو امامانو اود دوی له مذاهبو څخه د مخه د اصحابو دوران تيرشوی دي اوپه هغوی کې لوی لوی مفسرين ،محدثين اوفقها تيرشوی دي،هغوی په خپل عصرکې خورا قوي  اجتهادات کړي دي ،خلکوته يې فتواوې ورکړي دي  لکه خلفای راشدين،ا بن عباس،ابن مسعود،ا بن عمر اوداسې نور رضي الله عنهم اجمعين که څوک داخبره وکړي چې زه  دابوبکرصديق ، يا د عبدالله بن عباس اويادکوم بل صحابي په مذهب يم په دې څلورګونو مذاهبو کې د چا تقليدنه کوم ،ځکه چې هغه اصحاب کرام دي اودا امامان تبع تابعين او يا هم له دوی څخه د را ټيټې مرتبې خلک.دي
اوکه له دې هم راتير شو په تابعينو کې  هم لوی لوی امامان اومجتهدين شته  ، ولې په هغوکې دچا تقليد نه کوو لکه په مدينه منوره کې فقهاې سبعه، سيدالتابعين سعيد بن المسيب ،حسن بصري،اويس القرني اوداسې نور رضي الله عنهم
که په لنډه توګه ووايو چې د صحابوو له دور څخه رانيولې ان د دې امامانو تر زمانې پورې خورا زيات امامان،فقهاء اومجتهدين تيرشوي دي چې اکثره يې د دې څلور واړو امامانو شيوخ او استاذان دي مونږ ولې په هغوی کې د چا تقليد اويا اتباع نه کوو،ځکه چې دا ټول مجتهدين اواهل الذکر دي اوپه خپلو زمانوکې د هغوی اتباع او تقليد شوی دی ,ددې پوښتنې په ځواب کې لاندې ټکو ته پام ساتل په کاردي:

يوه مقدمه:
ددې پوښتنې پوره  ځواب زيات تفصيل ته اړتيا لري چې بايد پوره ليکنه پرې وشي  اوياکم تر  کمه يوه مستقله رساله پرې وليکل شي ترڅوخبره ښه روښانه شي،خومونږبه کوښښ وکړو چې په لنډه توګه ددې پوښتنې په ځواب کې دخپل وس په اندازه دالله متعال په توفيق سره دلوستونکولپاره يوڅه وليکو:

په دې هکله بنسټيزه  خبره داده چې د  اتباع اوطاعت  وړ شی الهي وحې ده ،د مجتهدينو اجتهادات،تقليد او فقهي مذاهب الهي وحې ته د رسيدلو وسايل  او لارې دي نه داچې دا شيان د قران اوسنتو په مقابل کې واقع شيان وي چې د قران اوسنتو مخه يې ډب کړې وي ،ځکه چې په اصل کې په منظم ډول اود يوې ځانګړې اوټاکلې تګلارې پراساس  له شرعي تفصيلي دلايلو څخه د تفصيلي احکامو داستنباط سلسلې اوپه سمه توګه له احاديثو اونصوصو  سره تعامل کولو ته مذهب ويل کيږي ، مذهب کوم بل شی نه دی، مذاهب د همدې شرعي نصوصو سره د تعامل  منظمې لارې چارې دي.

په حقيقت کې مذاهب په خپله د الهي وحې غوښتنه ده پرته له مذهب څخه په اجتهادي مسايلو باندې عمل کول ګران کار دی اوبل پلو ته د همدې مذاهبو اصول ،ضوابط اوتګلارې له همدې قران او سنتو څخه را اخستل شوي دي  ځکه چې هر انسان مکلف دی چې د نصوصو سره تعامل وکړي ، احکام ترې واخلي ، عمل پرې وکړي او د ژوند نويومسايلو ته ترې ځوابونه پيدا کړي، پر همدې اساس هر انسان يو مذهب لري بې مذهبه انسان له سره نشته، خو خبره دا ده چې آيا دغه تعامل د هر سړی د خوښې مطابق وشي او که د څه ځانګړو اصولو او قواعدو په رڼا کې ؟ امامانو همدغه د تعامل اصول او قواعد وضع کړي دي،هغوی د نصوصو په مقابل کې کارنه دی کړی بلکې نصوصوته په ښه توګه درسېدلو اوسم استنباط په لور لاره هواره کړ ې ده.

ځواب:
د اصحابو کرامو د تقليد او غير تقليد په هکله خبره داده چې  د دوی اقوال د ډيرو فقهاوو له نظره په خپله دليل او اصل  دی چې له همدې جملې څخه امام ابوحنيفه رحمه الله اونورټول احناف  دي ، په دې معناچې د چاخبره په خپله دليل اواصل  وي د هغه تابعدارۍ ته اتباع ويل کيږي نه تقليد،  لکه د الله تعالی او د هغه د رسول خبره شوه اوپه همدې توګه د اصحابوکرامو اقوال هم په حکمي توګه د مرفوع حديث مقام لري اوپه اجتهادي مسايلو کې هم د هغوی اجتهادات له نورو څخه لوړمقام لري  او تقليد د هغه چا تابعدارۍ ته ويل کيږي  چې خبره يې د الله او د  هغه د رسول د خبرې په څېر دليل او اصل نه وی  لکه  د دين امامان اومجتهدين  چې په اصل کې د دوی وينا حجت او دليل نه دی خوپه اجتهادي مسايلو کې د دوی خبره د منلو وړ ده  او که  ومنو چې د هغوی خبره دليل نه ده او ددوی خبره هم د نورو مجتهدينو په څير يو اجتهاد دی  نوبياخو د هغوی تقليد پکاردی ،په ځواب کې بايد ووايو چې د اصحابوکرامو مذاهب  مونږ ته په منظمه اومفصله توګه  نه دي را رسيدلي اوکومې برخې يې چې مونږ ته را رسيدلي دي د هغو پوره تفصيلات  مونږ ته لكه د نورو مذاهبو په څير معلوم نه دي اونه مونږ ته رارسيدلي دي .

تابعين اونور امامان اومجتهدين:

په همدې توګه د نورو امامانو اومجتهدينو د تقليد خبره هم  په همدې توګه ده  چې په اصل  کې خو د هرمجتهد خبره د منلو وړ ده او تقليد يې جايز دی خوپه د ې شرط چې په منظمه او اصولي توګه مقلد ته د هغه خبره او مذهب را ورسيږي, په تواتر سره ،په شهرت اويالږ تر لږ ه په صحيح خبر واحد سره ، نوپرهمدې اساس مونږ وايو چې  ددې څلورو مذاهبو تقليد جايز دی هغه له دې کبله  چې يو پلوته د هغوی مذاهب په منظمه اوهراړخيزه  توګه تدوين شوي دي  اوله بل پلوه هغه مونږ ته په صحيحو او درستو اسنادو  سره  را رسيدلي دي  او له داسې ځانګړتياوو څخه برخمن دي چې نور مذاهب  ورڅخه برخمن نه دي لکه څرنګه  چې مونږ په لومړنۍ برخه کې ورته اشاره کړې ده ،په دې هکله  امام عبد الرحمن بن رجب حنبلي  رح داسې ويلي دي :
فإن قيل : نحن نسلم منع عموم الناس من سلوك طريق الاجتهاد ؛ لما يفضي ذلك ِالی أعظم الفساد . لكن لا نسلم منع تقليد إمام متبع من أئمة المجتهدين غير هؤلاء الأئمة المشهورين قيل : قد نبهنا على علة المنع من ذلك وهو أن مذاهب غير هؤلاء لم تشتهر ولم تنضبط ،فربما نسب إليهم ما لم يقولوه أو فهم عنهم ما لم يريدوه ، وليس لمذاهبهم من يذب عنها وينبه على ما يقع من الخلل فيها بخلاف هذه المذاهب المشهوره (الرد على من اتبع غير المذاهب الأربعة ” “ص33
كه څوک داسې ووايي چې داخبره به درسره  ومنوچې  عام خلک دې له اجتهاد څخه منع کړل شي ځکه چې له دې څخه  د سترفساد د رامنځته کيدو ويره ده ،خو دا خبره درسره نه منو چې له دې مشهورو څلورګونو
امامانوڅخه پرته د نورو امامانو تقليد منع دی ، مونږ خو د دې خبرې علت ته اشاره کړې ده ،هغه په دې توګه چې پرته له دې امامانو د نورو امامانو مذاهب د عمل په ميدان کې نه دي  مشهور شوي اونه منضبط اوساتل  شوي دی ،کيدای شي چې ډيرځله هغوی ته داسې خبره منسوبه کړل شي چې هغوی له سره کړې نه وي اويا د دوی له خبرو څخه داسې فهم واخستل شي چې هغوی يې اراده نه ده کړې او له خبرو نه  يې غلط فهم واخستل شي،  او بل پلوته د دوی د مذاهبو لپاره داسې عالمان پيدانشول چې  د هغوی له مذاهبو  څخه  په اصولي توګه دفاع وکړي او نيمګړتياوو  ته يې خلک متوجه کړي .
له همدې کبله چې د نورو امامانو مذاهب او اجتهادي نظريات(په پوره توګه)  نه دي تدوين شوي اومونږ ته  نه دي رارسېدلي، ځينې زمونږ  سترو امامانو داخبره کړې ده چې د اصحابوکرامو تقليد هم جايز نه دی، په دې هکله امام جوينی چې په امام  الحرمين باندې مشهور دی داسې وايي:
أجمع المحققون على أن العوام ليس لهم أن يتعلقوا بمذاهب أعيان الصحابة رضي الله تعالى عنهم، بل عليهم أن يتبعوا مذاهب الأئمة الذين سبروا ونظروا وبوبوا الأبواب وذكروا أوضاع المسائل، وتعرضوا للكلام على مذاهب الأولين، والسبب فيه أن الذين درجوا وإن كانوا قدوة في الدين وأسوة للمسلمين؛ فإنهم لم يفتنوا بتهذيب مسالك الاجتهاد، وإيضاح طرق النظر والجدال وضبط المقال، ومن خَلْفَهُم مِنْ أئمةِ الفقهِ كَفَوا مَنْ بَعْدَهُمُ النظرَ في مذاهبِ الصحابةِ، فكان العاميُ مأموراً باتباعِ مذاهبِ السابرين.،( البرهان2/744)
ژباړه: محققين علماء په دې خبره سره متفق دي  چې دعوامو لپاره پکار نه ده چې د اصحابوکرامو په مذاهبو پورې ځان ونښلوي  بلکې په هغوی باندې دا لازمه ده
چې د هغو امامانو د مذاهبو تابعداري وکړي چې  هغوی د اصول فقه د قواعدو مطابق د احکامو استنباطات کړي ، اجتهادي نظريات يې قايم کړي دي  ،شرعي احکام يې په بابونو ويشلي دي ، د مسايلو اوضاع يې ذکر کړي اود لومړنيو امامانو په مذاهبو کې يې خبرې کړي،  د دې کار لامل  دادی چې که څه هم هغوی د مسلمانانو لپاره بيلګې وې خوهغوی الله پاک داجتهاد دمسلکونو په تهذيب ،د نظر اوجدل دطريقو په روښانه کولو اوداقوالو په ضبط  باندې  نه وو امتحان کړي  اوهغه امامان چې وروسته راغلي هغوی خلکو ته داصحابوکرامو  هرڅه رانقل کړي،  اړتيانشته چې وروستني خلک پکې خبرې وکړي نوله همدې امله عوام په دې خبره باندې مامور دي چې دهمدې مذاهبو اتباع وکړي.
اوپه همدې توګه علامه ابن حجر الهيثمي په خپله الفتاوی الکبری کې داسې ويلي دي :
(وأما ابن الصلاح فجزم في كتاب الفتيا بما قاله الإمام – أي إمام الحرمين – وزاد أنه لا يُقَلِّدَ التابعينَ أيضاً، ولا مَنْ لم يُدوَّن مذهبه، وإنما يقلد الذين دُوِّنَتْ مذاهبهم وانتشرت، حتى ظهر منها تقييد مطلقها وتخصيص عامها، بخلاف غيرهم فإنه نقلت عنهم الفتاوى مجردة، فلعل لها مكملا أو مقيدا أو مخصصا، لو انبسط كلام قائله لظهر خلاف ما يبدو منه، فامتنع التقليد إذاً لتعذرِ الوقوفِ على حقيقة مذاهبهم. اهـ الفتاوى الفقهية الكبرى “8/340”
ابن صلاح په  خپل کتاب الفتياکې دامام الحرمين په خبره باندې ټينګار کړی او دا يې ورسره اضافه کړې ده چې د تابعينواو د هغو امامانو د مذاهبو  تقليد هم نه دی پکار چې مذاهب يې نه دي تدوين شوي(ځکه چې دهغو تقليد ممکن نه دی) ،بلکې د هغو مذاهبو تقليد بايد وکړل شي چې تدوين شوي دي(ځکه چې تقليد يې اسان اوممکن دی) اود مسلمانانو ترمنځ تردې حده خپاره شوي دي  چې مطلق اومقيد يې سره جلا شوي،خاص يې له عام څخه جلا دي،  په خلاف د نورو مذاهبو چې له هغوی څخه دمجردو فتواګانو په شکل رانقل شوي دي ،کيدای شي چې هغه تکميل کونکی ولري (اومونږ ته هغه معلوم نه وي) اويا به هغه ته تقييد کونکې موجود وي (اومونږ ته به معلوم نه وي)تخصيص کونکې به ولري(اوهغه به مونږ ته معلوم نه وي اوکه دهغود ويونکې خبره وڅيړل شي  دنوظاهري بڼې پر خلاف به خبره ثابته شي نوله همدې کبله چې د مذاهبو په حقيقت باندې اطلاع ګرانه ده د هغوی له تقليد څخه منع راغلې ده.
ددې سترو امامانو له ويناوو څخه داخبره راڅرګنده شوه چې له دې څلورو امامانو پرته دنورو امامانو دمذاهبو حقيقت مونږ ته نه دی څرګند، که له دې پلوه مونږ ډاډمن شو نوبيا دخپلو شرايط مطابق دهغوی په تقليدکې هيڅ بدي نشته .
که څوک پوښتنه وکړي چې ددې نورو مجتهدينو اجتهادات په کومه ولاړل ،له دې سره چې د هغوی مذاهب نه دی تدوين شوي او مونږ ته په مفصله توګه ددې مذاهبو په څير نه دي رارسيدلي نوله دې سره خوبه حق له منځه ولاړ وي اوبل پلوته الله تعالی فرمايلي دي چې( إنا نحن نزلنا الذكر وإناله لحافظون) د دې مبارک ايت غوښتنه داده چې حق محفوظ دی اودلته ډير مذاهب له منځه تللي دي له دې څخه معلوميږي چې حق ضايع شوی دی ؟
ددې پوښتنې لنډ ځواب دادی چې  له دې څلورو امامانوپرته چې څومره اصحاب کرام ،تابعين اونورامامان اومجتهدين تيرشوي دي اوهغوی فتواګانې ورکړي دي او اجتهادات يې  کړي هغه اجتهادات هم له همدې څلورګونو مذاهبو نه بهر نه  دي ،د هغوی اقوال،فتواګانې او اجتهادات په همدې مذاهبو کې تقسيم دي بلکې همدې څلورو واړو امامانو خپل مذاهب د همغوی د اقوالو،فتواګانو او اجتهاداتوپه رڼا کې ترتيب کړي ،البته که کومه شاذه او نادره خبره وي هغه بيله خبره ده ، حق په هيڅ توګه نه دی ضايع شوی الهي شريعت اودين په هغه څېر موجود دی لکه څرنګه چې د رسول الله په زمانه کې موجود و اوترقيامته به محفوظ وي.

دلته چې يوه قضيه دخلکو سره غلط فهمي ايجادوي ، هغه دا ده چې خلک دا ګومان کوي چې ګوندې د هرې قضيې په اړه د صحابوو  اقوال د امامانو له مذاهبوسره په ټکر کې دي، حال دا چې خبره خو داسې نه ده، مجتهدينو امامانو خو له همدې لاري خپل اصول وضع کړي دي، امامانو د همدې صحابوو فتواګانې او اقوال راخيستي ، پلټلي، څيړلي او د هغوی د احکامو د استنباط طريقې يې کتلي، او له هغو نه يې اصولي قواعد جوړ کړي دي.

اوکه څوک دا ووايي چې نورو امامانو ولې خپل مذاهب تدوين نکړل اويواځې همدې څلور واړو امامانو خپل مذاهب تدوين کړل اوددوی شاګردانو د هغو کلکه ساتنه وکړه ؟
په ځواب کې بايد ووايوچې دا د الله فضل دی چې چاته يې ورکوي (ذلک فضل الله يؤتيه من يشاء),د قرانکريم د جمع کولو مقام الله پاک حضرت عثمان رضي الله عنه ته ورپه برخه کړ،د احاديثو د تدوين او جمع کولو مقام الله تعالی عمربن عبدالعزيز او ابن شهاب الزهري ته ورپه برخه کړ،د فقهې د تدوين مقام الله پاک امام ابوحنيفه رحمه الله ته ورپه برخه کړ،داصول فقهې دتدوين مقام الله پاک امام شافعي ته ورپه برخه کړ اوپه احاديثو کې له ټولو د صحيح کتاب د ليکلو مقام الله پاک امام بخاري ته ورپه برخه کړ اوپه همدې توګه الله تعالی خپل دين له هرډول نيمګړتياوو څخه محفوظ وساته اوترقيامته به محفوظ وي
(إذا صح الحديث فهو مذهبي)
که څوک داسې ووايې چې امام ابوحنيفه  رحمه الله خوداسې ويلي چې زما تقليد مکوی اوصحيح حديث،  زما مذهب دی نو تاسې ولې بيا په مذهب باندې ټينګارکوی؟

ځواب:
مونږ منو چې امام صاحب داخبره کړې ده اوپه دې خبره کې کوم شک نشته بلکې داخبره ټولو امامانو کړې  اوپه حقيقت کې دا يوه اصولي قاعده ده چې ټولو امامانو کارولې ده بلکې دا د هر هغه چاخبره ده چې ځان ته مسلمان وايې ،  خوپه  خبره باندې هلته عمل پکار وی  چې په مقصد اومعناباندې يې ځان پوه شي اوکه له خبرې غلطه معنا واخستل شي اوبيا د هغې پر بنسټ عمل وشي نو دا بيا ښه خبره نه ده اوپه دې کارباندې  انسان ګناه ګار کيږي .
(إذا صح الحديث فهو مذهبي ) دعملي کولو قواعد:

لومړۍ:قاعده:
داخبره چې امام ابوحنيفه اونورو ټولو امامانو کړې  ده ، مخاطب يې هر څوک نه دی، بلکې دا خبره دوی هغه چاته کړې  ده چې په هغه کې داجتهاد شرايط پوره شوي وي اوددوی په څېر امام وي، په دې هکله أبو شامة المقدسی داسې ويلي دي:
وقوله:( إذا وجدتم حديث رسول الله  فخذوا به ودعوا ما قلت، وليس هذا لِكلّ أحدا).
د امام  شافعي رح دا خبره چې کله  تاسې ته د رسول الله حديث په لاس درغی نوعمل ورباندې وکړی زماخبره په خپل ځای پريږدی،ابوشامه وايي چې داخبره د هرچالپاره نه ده
مشهورمحدث امام ابن الصلاح په خپل کتاب ادب الفتوی والمستفتي(1/53) کې داسې ويلي دي )ليس العمل بظاهر ما قاله الشّافعي بالهيِّن، فليس كلّ فقيه له أن يستقل بالعمل بما يراه حجة من الحديث.
دامام شافعي دخبرې په ظاهرباندې عمل کول اسان کار نه دی،هر فقيه ته جايزنه ده چې په مستقل ډول په حديث باندې عمل وکړي
اوپه همدې توګه امام نووی په المجموع 1/64کې داسې ويلي دي)إنما هذا- يعني كلام الشّافعي- فيمن له رتبة الاجتهاد في المذهب(
د امام شافعي داخبره دهغه چاپه حق کې ده چې هغه داجتهاد مرتبې ته رسيدلای وي
دويمه قاعده:
په دې هکله دويمه قاعده دا ده چې  عالم ته داخبره معلومه شي چې دغه حديث په ريښتياسره هغوی ته نه دی رسېدلی او که داسې وي چې حديث امام ته رسېدلای وي او بيا يې پرې عمل نه وي کړی او د عالم په ګومان داحديث صحيح دی نوپه دې صورت کې داخبره سمه نه ده چې دی ووايې چې دا د امام مذهب دی ځکه چې کله دا ثابته شوه چې داحديث هغه ته رسېدلای دی او بيايې پرې عمل نه دی کړی نو البته په دې حديث کې به څه خبره وي اوڅوک دا بدګومان نشي کولای چې ولې امام په دې حديث باندې عمل نه دی کړی ،په کوم حديث چې امام عمل نه وي کړی دا د دې ښکارندوي دی  چې په حديث کې به څه خبره وي اوداحديث دامام په وړاندې ثابت نه دی
په دې هکله امام نووي په المجموع   (1/ 64كې داسې ويلي (وشرطه أن يبلغ على ظنِّه أنّ الشّافعي رحمه الله لم يقف على هذا الحديث، أو لم يعلم صحته، وهذا إنمّا يكون بعد مطالعة كتب الشّافعي كلّها، ونحوها من كتب الأصحاب الآخذين عنه وما شابهها).
ددې خبرې شرط دادی چې د ده ګمان دې حد ته ورسيږي چې امام شافعي په دې حديث باندې واقف نه دی او يا دا چې دا خبره معلومه کړل شي چې امام شافعي د دې حديث په صحت باندې خبر نه دی ،دا خبره هغه وخت ممکنه ده  چې دامام شافعي د مذهب  او د هغه د شاګردانو ټول کتابونه وکتل شي ..)
په دې هکله نوموړی امام زياتوي:
(وإنمّا شرطوا ما ذكرنا لأنّ الشّافعي رحمه الله ترك العمل بظاهر أحاديث كثيرة رآها، ولكن قام الدليل عنده على طعن فيها، أو نسخها، أو تخصيصها، أو تأويلها ونحو ذلك) .
علماوو پورتني شرايط ځکه لګولي دي چې امام شافعي  په ډيرو احاديثو باندې عمل ترک کړی دی سره له دې چې هغه د ده له نظره تيرشوي دي ، هغه له دې کبله د دې احاديثو په ظاهر باندې عمل نه دی کړی چې د ده په وړاندې په هغوکې د طعن دليل قايم شوی دی يا له دې امله چې د هغو د نسخې دليل قايم شوی دی يايې تخصيص شوی دی او يا پکې تاويل شوی او يا د دې په څيرنور دلايل شول
د امام نووي په دې خبره کې ستر مفهوم پروت دی چې بايد له پامه ونه غورځول شي
ډيرځله داسې شوي دي چې حديث د امام صيب  په مسندکې پروت وي خو عمل يې ورباندې نه وي کړی نودا خبره سمه نه ده چې څوک يې کوي چې کيدای شي داحديث به امام ته نه وي رسېدلای اومونږ ته رارسېدلی دی نو مونږ بايد عمل ورباندې وکړو ځکه چې امام په خپله ويلي دي چې هر صحيح حديث زما مذهب دی
په دې مقام کې له دغسې حديث نه په عمل کولو څخه د امام تقليد غوره دی اوپايله به يې هم غوره وي ،ځکه چې که داحديث ثابت وای نو امام به عمل ورباندې کړی وای

دريمه قاعده
په دې هکله بايد دا خبره ثابته شي چې حديث معارض ونلري او محکم حديث وي  اوکه په مقابل کې يې معارض وي نو دا وينا بيا هلته نه عملي کيږي په دې هکله ابن عابدين شامي په خپله حاشيه کې  (1/ 258 داسې ويلي دي
(ما صح فيه الخبر بلا مُعارِض فهو مذهب للمجتهد وإن لم ينص عليه سمعت إنساناً سأل ابن الماجشون: لِم رويتم الحديث ثمّ تركتموه ؟، قال: لِيُعلَم أنّا على عِلم تركناه).
کله چې په کومه پېښه کې پرته له معارضې حديث ثابت شي هغه د هرمجتهد مذهب دی که څه هم مجتهد په هغه باندې تصريح نه وي کړې ،ماله يوه کس نه اوريدلي دي چې له ماجشون  نه پوښتنه وشوه چې ولې لومړی د حديث روايت کوی او بيا پرې  عمل نه کوی؟ هغه په ځواب کې ورته وويل چې مونږ په دې ډول احاديثو باندې سره له علمه عمل نه کوو


څلورمه قاعده:
بايد هغه احاديث معلوم کړل شي چې امامانو راټول کړي دي او بيا سره له دې چې صحت ته رسيدلي وي،خو عمل يې پرې نه وي کړی ،نوپه دې صورت کې روا نه ده چې د امام شافعي او يا د نورو امامانو په دې قول باندې عمل وشی چې ويلي يې دي
(إذا صح الحديث فهو مذهبي) ځکه چې په دې صورت کې د ده عمل د اجماع خلاف واقع کيږي چې په دې کار سره سړی دګناه مرتکب کيږي،ستر امام سفيان الثوري ويلي دي   (قد جاءت أحاديث لا يؤخذ بها)
ډيرداسې احاديث شته چې عمل پرې نه دی شوی اومتروک العمل دي
امام أبو الحسن القابسي المالكي ويلي دي “لا ينبغي لمن وقف على صحة نقل الحديث وعلى صِحة ألفاظه، أن يتعاطى تأويله، ولا يستعمل منصوصه في إباحة ولا حظر إلاّ بِعلم، هو غير علم الرواية وذلك يوجد في مُساءلة أهل الفقه والمعرفة بالسنة والعلم التام بسيرة الأئمة…”.
هر هغه چاته چې د حديث د نقل په صحت او د الفاظو په صحت يې واقف شي ،مناسبه نه ده  چې په تاويل لاس پورې کړې او يا دغه نصوص د حلالو او حرامو د ثابتولو لپاره پرته له علم نه استعمال کړي، (د حديث تاويل او فقاهت) له علم الروايت څخه جلا شی دی دا د دغه فقاهت اوپوهه د هغه چا په ناسته ولاړه او پوښتنو لاس ته راځي چې فقهاء وي، د سنتو په علم پوه وي او د امامانو په سيرت بشپړ علم ولري.

امام ابراهيم نخعي ويلي دي
:لو رأيت الصحابة يتوضؤون إلى الكوعين لتوضأت كذلك وأنا أقرأها إلى المرافق، وذلك أنّهم لا يُتهمون في ترك السنن، وهم أرباب العلم، وأحرص خلق الله على إتّباع رسول الله عليه السلام، فلا يظن ذلك بهم أحد إلاّ ذو ريبة في دينه”.
كه چيرته زه اصحاب کرام وګورم چې په اوداسه کې لاسونه تر مړوندونو پورې مينځي ، نوزه به هم همداسې وکړم سره له دې چې زه به دالله په کتاب کې لولم چې لاسونه ترڅنګلو پورې منځل کيږي،داځکه چې هغوی دسنتو  په پريښودو نه شي متهم کيدلای،هغوی دپوره علم څښتنان وو،هغوی د رسول الله په اتباع باندې له ټولو حريص خلق وو،په هغوی باندې پرته له چانه چې په خپل دين کې شکمن وي نور څوک دا ګومان نکوي چې هغوی سنت پريښي دي
که پورتني قواعد له پامه وغورځول شي اوهرڅوک دا لاره ځان ته غوره کړي چې چيرته د ده دګومان مطابق صحيح حديث په لاس ورشي اوعمل ورباندې وکړي  نوپه يوه موضوع کې  به يوه سړی ته يوحديث په لاس ورځي اوحکم به کوي چې همدا مذهب دی بل به راځي بل حديث به ورته صحيح ښکاري هغه به وايي چې همدا مذهب دې اوداسې تراخره پورې نوکه داکار وکړل شي  دالله تعالی دين به تحريف شي په سلګونو بلکې په زرګونو مذاهب به په اسلام کې رامنځ ته شي ، په دې کار سره به اسلامي امت ټوټه  ټوټه شي ، دالله په شريعت به عمل رانه شي ،احاديث به د هواي نفس ښکارشي اوهريو به  همدا قول  په استدلال کې وړاندې  چې “إذا صح الحديث فهو مذهبي”.

مولوی امين الله ازره وال

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب