تر ټولو ښه ضامن الله دی (حدیث)
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَنَّهُ ذَكَرَ رَجُلاً مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ سَأَلَ بَعْضَ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنْ يُسْلِفَهُ أَلْفَ دِينَارٍ فَقَالَ: ائْتِنِي بِالشُّهَدَاءِ أُشْهِدُهُمْ. فَقَالَ: كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا. قَالَ: فَأْتِنِي بِالْكَفِيلِ .
قَالَ: كَفَى بِاللَّهِ كَفِيلاً. قَالَ: صَدَقْتَ فَدَفَعَهَا إِلَيْهِ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى، فَخَرَجَ فِي الْبَحْرِ فَقَضَى حَاجَتَهُ ، ثُمَّ الْتَمَسَ مَرْكَبًا يَرْكَبُهَا يَقْدَمُ عَلَيْهِ لِلْأَجَلِ الَّذِي أَجَّلَهُ فَلَمْ يَجِدْ مَرْكَبًا ، فَأَخَذَ خَشَبَةً فَنَقَرَهَا فَأَدْخَلَ فِيهَا أَلْفَ دِينَارٍ وَصَحِيفَةً مِنْهُ إِلَى صَاحِبِهِ ثُمَّ زَجَّجَ مَوْضِعَهَا ثُمَّ أَتَى بِهَا إِلَى الْبَحْرِ، فَقَالَ: اللَّهُمَّ إِنَّكَ تَعْلَمُ أَنِّي كُنْتُ تَسَلَّفْتُ فُلَانًا أَلْفَ دِينَارٍ فَسَأَلَنِي كَفِيلَا فَقُلْتُ: كَفَى بِاللَّهِ كَفِيلًا فَرَضِيَ بِكَ، وَسَأَلَنِي شَهِيدًا فَقُلْتُ: كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا فَرَضِيَ بِكَ، وَأَنِّي جَهَدْتُ أَنْ أَجِدَ مَرْكَبًا أَبْعَثُ إِلَيْهِ الَّذِي لَهُ فَلَمْ أَقْدِرْ وَإِنِّي أَسْتَوْدِعُكَهَا فَرَمَىِهَا فِي الْبَحْرِ حَتَّى وَلَجَتْ فِيهِ ثُمَّ انْصَرَفَ وَهُوَ فِي ذَلِكَ يَلْتَمِسُ مَرْكَبًا يَخْرُجُ إِلَى بَلَدِهِ، فَخَرَجَ الرَّجُل الَّذِي كَانَ أَسْلَفَهُ يَنْظُرُ لَعَلَّ مَرْكَبًا قَدْ جَاءَ بِمَالِهِ ؛فَإِذَا بِالْخَشَبَةِ الَّتِي فِيهَا الْمَالُ فَأَخَذَهَا لِأَهْلِهِ حَطَبًا،فَلَمَّا نَشَرَهَا وَجَدَ الْمَالَ وَالصَّحِيفَةَ ، ثُمَّ قَدِمَ الَّذِي كَانَ أَسْلَفَهُ فَأَتَى بِالْأَلْفِ دِينَارٍ، فَقَالَ: وَاللَّهِ مَا زِلْتُ جَاهِدًا فِي طَلَبِ مَرْكَبٍ لِآتِيَكَ بِمَالِكَ فَمَا وَجَدْتُ مَرْكَبًا قَبْلَ الَّذِي أَتَيْتُ فِيهِ ، قَالَ: هَلْ كُنْتَ بَعَثْتَ إِلَيَّ بِشَيْءٍ ؟ قَالَ : أُخْبِرُكَ أَنِّي لَمْ أَجِدْ مَرْكَبًا قَبْلَ الَّذِي جِئْتُ فِيهِ ، قَالَ: فَإِنَّ اللَّهَ قَدْ أَدَّى عَنْكَ الَّذِي بَعَثْتَ فِي الْخَشَبَةِ فَانْصَرِفْ بِالْأَلْفِ الدِّينَارِ رَاشِدًا .
د ابو هریرة رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام د بني اسرائیلو د یوه کس ذکر کاوه چې:هغه د یوه بل کس نه زر دیناره قرض وغوښت هغه ورته وویل: داسی شاهدان راوله چې زه د هغوی په شاهدي اعتبار ولرم.
قرض غوښتونكي ورته وویل: چې د الله عزوجل شاهدول کافي دي. قرض ورکونكي ورته بیا وویل:کوم ضامن راکړه. قرض غوښتونكي ورته وویل: الله عزوجل د ضمانت لپاره کافي دی. قرض ورکونكي ورته وویل: تا رښتیا وویل او د یوه ټاکلي وخت لپاره يې هغه ته قرض ورکړ.
قرض اخیستونكى د څه کار لپاره د بحر په لاره په سفر لاړ، کله چې هغه خپل کار سرته ورسوه (حاجت يې پوره شو) نو د کشتۍ په تلاش كې و تر څو بېرته په خپل ټاکلي وخت كې قرض دار ته قرض ورکړي، مګر هغه ته کشتۍ پیدا نه شوه.
هغه یو لرګى را واخیست او په هغه كې يې سوری وکړ بیا يې زر دیناره او یو خط چې دده له خوا هغه قرض اخیستونكي ته يې لیکلی و په دغه سوري كې كېښودل هغه سوری يې بند کړ او د بحر خواته راغى او ويې ویل: یاالله ته خبر يې چې ما د فلاني نه زر دیناره قرض غوښتی ول او هغه رانه ضامن غوښتی وه او ما هغه ته ویلي ول، چې زما له لورې زما الله ضامن کافي دی او هغه هم په تا راضي شوی و هغه له ما څخه شاهد غوښتی و ما ورته وویل: زما له لوري زما د الله شاهدي کافي ده او هغه په دې رضا شو.
ای الله! ته پوهیږې چې ما ډېر کوشش وکړ چې کومه بار وړونكې کشتۍ پیدا کړم چې د هغه قرض په ټاکلي وخت ور ورسوم، مګر زه په دې کامیاب نه شوم، نو اوس يې زه دا ( قرض) تاته سپارم.
دغسې هغه سړی هغه لرګی چې په هغه كې پیسې او خط و بحر ته وغورځاو هغه لرګى په اوبو كې و، هغه قرضدار يې بیا هم د دې په لټه كې و چې کشتۍ پیدا کړي او خپل ښار ته لاړ شي. بله خوا هغه کس چې قرض يې ورکړی و د بحر په غاړه په دې انتظار و، چې كېدای شي کومې کشتۍ د ده مال راوړی وي.
هغه په همدې انتظار كې و، چې په اوبو كې يې یو لرګی ولید. هغه يې را واخیسته تر څو هغه کور ته يوسي او ويې سوځوي، کله چې يې هغه لرګی مات کړ په هغه كې يې پیسې او خط ولیده.
څه وخت وروسته هغه کس هم راغى چا چې قرض اخیستی و، هغه د زرو دینارو سره هغه کس ته راغى چې د چا نه يې قرض اخیستی وه (هغه دا سوچ كاوه چې كېدای شي چې هغه د چا نه قرض اخیستی وه هغه ته خپلی پیسې نه وي ور رسیدلي) او ورته يې وویل: قسم په رب ! چې ما ډېر کوشش وکړ چې کومه کشتۍ پیدا شي او زه په وخت ستا قرض بېرته تاته وسپارم خو کامیاب نه شوم، مګر نن ایله کامیاب شوم او راغلم.
هغه کس ورته وویل: دا راته ووایه چې تا زما په نوم څه را لېږلي و ؟ قرض داره ورته وویل: همدا درته وایم چې زه په دې ونه توانیدم چې کومه کشتې مې پیدا کړي وه، مګر نن وتوانیدم او راغلم. قرض ورکونكي ورته وویل: الله عزوجل ستا هغه قرض اداء کړ کوم چې تا زما په نوم په لرګي كې رالیږلی و، قرضدار په خوشحالي سره د خپلو زرو دینارو سره بېرته ستون شو.
دحدیث تخریج :
بخاری : کتاب الکفالة ،باب الکفالة في القرض والدیون بالأبدان وغیرها (۲۲۹۱) . اوپه کتاب الزکاة ،باب : ما یستخرج من الماء ( ۱۴۹۸) اوپه کتاب البیوع ،باب : التجارة في البحر كې مختصر رواړی ( ۲۰۶۳) ،همداسی بخاري په کتاب الاستقراض والدیون ،باب : اذا أقرضه الی أجل مسمی أو أجله فی البیع كې په مختصر ډول راوړی، (۲۴۰۴) ،او په کتاب الشروط ،باب : الشروط في القرض كې په مختصر ډول راوړی دی،(۲۷۳۴)
د حدیث فائدې:
۱: پورتنى كيسه مونږ ته دا راښيي چې په بني اسرائیلو كې خیر او عدل شتون درلود.
۲: تر ټولو بهترین شاهد او کفیل الله عزوجل دی، ځکه خو په دغه حدیث كې هغه سړي ویلی ول:
(ائْتِنِي بِالشُّهَدَاءِ أُشْهِدُهُمْ. فَقَالَ: كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا. قَالَ: فَأْتِنِي بِالْكَفِيلِ . قَالَ: كَفَى بِاللَّهِ كَفِيلاً. ) .
۳: په خپل وخت كې قرض ورکول تر ټولو اولنیو حقوقو او واجباتو څخه دی.
۴: په یقین سره دعا کول د دعا د قبلېدلو سبب ګرځي خو د اسبابو لټول هم مهم دي لکه په دغه پورتنۍ كيسه كې چې دغه سړي په شپږو ځایونو كې د اسبابو د پیدا کولو کوشش كاوه.
الف: د هغه دا کوشش تر څو یوه کشتۍ پیدا کړي، خو هغه کامیاب نشو.
ب: د هغه سړي خبره چې ما ډېر کوشش وکړ خو کامیابه نه شوم.
ج: د لرګي پیدا کول او هغه سورى کول.
د: تر هغې د هغه ځایه لاړ نه، تر څو چې هغه لرګى په بحر كې روان نشو.
ه: څه وخت يې چې لرګى اوبو ته وغورځاوه د هغې نه وروسته بیا هم د کشتۍ په لټه كې و.
و: هغه سړى د ځانه سره زر دیناره اضافي هم را اخیستي و تر څو خپل قرض په صحیح توګه ادا کړي.
۵: رحمن او رحیم رب د هغه سړي دعا قبوله کړه او هغه لرګى چې ده په كې پیسې ایښې وې هغه خپل حقداره ته ورسېدلې، کله چې هغه په بحر كې لرګى ولید نو هغه يې را واخیسته تر څو ترېنه په کور كې ګټه واخلي، خو په هغه كې يې پیسې ولیدلې.
۶: د هر هغه کارونو او خبرو نه ځان ساتل په کار دي، چې د هغې له امله دعا نه قبلېږي لکه: حرام او د غلا مال، رشوت، سود او داسی نور. أبو هریره رضى الله عنه نه روایت دی چې وايي: رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل:
(الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ أَشْعَثَ أَغْبَرَ يَمُدُّ يَدَهُ إِلَى السَّمَاءِ يَارَبِّ يَا رَبِّ وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ وَغُذِّيَ بِالْحَرَامِ فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ ).
هغه کس چې ډېر اوږده سفرونه كوي او په ګردونو او دوړو كې پټ وي خپل لاسونه يې د آسمان لورته نیولي وي او داسې دعا كوي، چې یارب! یارب حال دا چې د هغه خوراک هم حرام وي، څښاک يې هم حرام وي، لباس يې هم حرام وي او غذا يې هم حرامه وي آیا د هغه دعا به قبوله شی.
مسلم: کتاب الزکاة، باب: قبول الصدقة من الکسب الطیب وتربیتها (۱۰۱۵)
ترمذي: ابواب تفسیر القرآن باب، ومن سورة البقرة (۲۹۸۹ )
۸: هر انسان باید په دې پوه شې، چې هغه چا چې ده ته يې قرض ورکړی هغه به خپل مال ته سخت اړ او محتاج وي لکه په دغه حدیث كې چې راغلي و چې هغه سړي د بحر غاړې ته تللی و تر څو وګوري چې کومه کشتۍ خو د ده مال نه دى رواړی.
۹: د الله عزوجل نه وېره کول د ژوندانه د آسانى سبب ګرځي، ځکه خو اول ته الله عزوجل خپل مال وسپاره او هغه بل اضافي زر درهمه د ځانه سره را اخیستی و او هغه سړي ته ورغى چې هسې نه ده ته خپل مال نه وي رسیدلی او دا ورکړي، خو هغه ورته وویل: چې ماته مال را رسیدلی. الله عزوجل فرمایلی:
( ومن یتق الله یجعل له مخرجا) .
الله عزوجل دې ما او تاسو د رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام د دغه دعا په کسانو كې وګرځوي چې وايې:
اللهم اکفني بحلالک عن حرامک .