تر ټولو ښه او بدي خبري او کارونه | حدیث
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خطبه کي تر حمد او صلاة وروسته فرمايل چي اما بعد: په خبرو او ويناوو کي تر ټولو ښه او غوره کلام د الله جل جلاله کتاب (قرانکريم) دی او په تګ لارو کي تر ټولو ښه د محمد (ص) غوره تګ لاره ده او تر ټولو بد او شرير د کارونو څخه هغه کارونه دي چي څوک يې په دين کي نوي را پيدا کوي او هر بدعت (په دين کي نوی پیدا سوی شی) ګمراهي ده. رواه مسلم