
تریخ بادام او د الله رسول (صلوات الله علیه)| نبوي اخلاق
یو سپین ږري مات شوي بادام د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم مخي ته کیښودل ، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم به د هر بادام په خوړلو سره یو ځل سپین ږري ته وخندل او د سپین ږري پر خوله به سپین بریت موسکي شول ، د رسول پاک صلی الله علیه وآله وسلم أصحاب رضوان الله علیهم په تمه وه چي اوس به دوی ته هم ووایې : چي راسئ بادام وخورئ ، خو داسي ونه شول .
سپین ږری لاړ او أصحابو رضوان الله علیهم وپوښتل چي یارسول الله ﷺ ! مخکي به دي هر شی زموږ سره شریکولو ، خو نن دي غږ ونه کړ !
خبر یاست زموږ سردار محبوب سبحان صلی الله علیه وآله وسلم څه ورته وویل !
ویل : بادام بېخي ترخه وه ، که له تاسي یوه هم تریخ بادام توکلي وای نو د اخلاصمن سپین ږري خندا به په غم بدلېدلی.
هم دې ته پیغمبري خندا وایې ، چي د غم په ترخو کې د نورو لپاره خوله مسکۍ شي .
ابوالزين «حكيم الله صابر» الحنفي
(مأخذ : الؤلؤ والمرجان جــ۳ صـــ۴۷)