بشپړ اهتزاز او ساده رقاصه

بشپړ اهتزاز او ساده رقاصه

څرنگه کولاى شــو اهتزازونه حســاب کړو؟ تيرو شــوې فعاليتونو ته يو ځل بيا کتنه کوو او بيا څيړو چې څرنگه د يوې اهتزازي وزن چې د m کتله لري، اهتزازونه حسابو لى شو؟

کــه چېرې د m کتلې لرونکى وزن د L له موقعيت څخه په اهتزاز شــروع وکړئ او د O او D نقطو تر من# حرکت ترســره کړئ، په دغه مســير باندې ترسره شوي حرکت ته يو اهتزاز ويلى شو. که چېرې خپله څيړنه د نوموړي وزن لپــاره د O  موقعيــت څخــه شــروع کړو، پــه دې حالــت کې حرکت لــه O څخــه D  ته او بيرتــه D څخه د O پــه لور بيرته نومــوړي اهتزاز کوونکــى وزن گرځي. دغه تگ او بيرته گرځيدنې ته اهتزاز وايي، اوس يوه وزن چې د m کتله لري، د يوه اوږده تار په ذريعــه پريوه ميــخ اويا گيرا باندې چې پر متکا کلکه شــوې ده، وځړوئ. دغــه سيســتم )ميخ( تــار او وزن پــورې اړوند د m کتله يوه ســاده رقاصه )Simple Pendulum( *يي.

کـه چېرې د تعــادل له حالت څخه دغــه رقاصه منحرفه کــړو او ازادانه يې خوشــي کړو، نو رقاصه په اهتزاز )نوسان( کولو شروع کوي. په شکل کې د رقاصې اهتزاز په ډيره روښانه توگه ليدل کېږي.

SOPOS
دلته يو ځل بيا د پورتنيو توضيحاتو په نظر کې نيولو سره داسې ليکلى شو.

که چيرې يو جســم د خپل اهتزاز په مسير باندې له يوې کيفي نقطې څخه دوه ځلې په عين جهت باندې تير شي، نو يو بشپړ اهتزازيي سرته رسولى دى.

 

 

 

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب