ببرک کارمل

ببرک کارمل

ببرک-کارمل-د-افغانستان-۴-ولسمشر.jpg

ببرک کارمل د افغانستان ۴ هېوادمشر
پېژنليک
بشپړ نوم ببرک کارمل
د زېږېدو نېټه ٦ د جنوري، ١٩٢٩
د زېږېدنې ځای کابل
د مړينې نېټه ٢٧ د سېپتمبر، ١٩٩٦
د مړينې ځای مسکو
سياسي مالومات
د کار موده ډېسمبر ١٩٧٩ – اکتوبر١٩٨٦
ترتيب د افغانستان څلورم هېوادمشر
مخکينی هېوادمشر حفيظ الله امين
وروستنی هېوادمشر ډاکټر نجيب الله
سياسي اړخ (د پرچم گوند لومړی مشر)

مخينه

ببرک کارمل د کابل ختيځ لور ته د کمريو په کلي کې زېږېدلی دی . که څه هم دی له يوې شتمنې تاجکې کورنۍ څخه وو ، خو په اصل کې په خټهّ کشميری وو . د ببرک کارمل پلار محمد حسين خان نومېد ، چې په تېرو رژيمونو کې يو پوځي جنرال تېر شوی وو . د نيکه نوم يې هم محمد هاشم وو ، چې له کشمير څخه افغانستان ته راکوچېدلی او مېشت شوی وو . ځینې خلک په دې باور دي چې دی د پښتنو له کاکړو قبيلې څخه دی ، په داسې حال کې چې دا څرگندونه له رښتیا لرې ده . دده مور دده په ماشومتوب کې مړه شوه .

نوموړی پر ۱۹۵۱ ز کال د نجات ښؤنځي نه تر فراغېدو وروسته د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي پوهنو په پوهنځي کې شامل شو٠ يو کال وروسته د عبدالرحمن محمودي په ننگه ، چې د پنځوسمو کلونو پيژندل شوې انقلاب غوښتونکې څېره وه، د لاريون د جوړولو له امله جيل ته واستول شو٠ د بند په موده کې يې د يو بل سياسي بندي ، مير اکبر خيبر سره وپيژندل چې وروسته بيا د يوه دريم بندي، مير محمد صديق فرهنگ د وزير محمدامين فرهنگ پلار له خوا له کمونيست پلوه کيڼې ايډيالوژۍ سره بلد کړای شو٠ له هماغه راهيسې کارمل خپل ټول اړيکي له محمودي سره چې چين پلوه کيڼ اندی وو، وشلولې٠

پر ۱۹۵۵ ز کال له جيله تر خوشې کېدو وروسته يې خپلې زده کړې په کابل پوهنتون کې له سره پيل کړې او په پای کې يې بيا د پلان وزارت په مربوطاتو کې په دولتي دنده پيل وکړ، په داسې حال کې چې خپل اړيکي يې له هغو اشخاصو سره چې د کمونيزم ايډيالوجۍ په اړه يې خورا مالومات لرل ، نور هم ټينگ کړل . ( د بيلگي په توگه ميرمحمدصديق فرهنگ او د پوهنتون استاذ علي محمد زهما سره)٠ پر ۶۰ ز کلونو به کارمل فرهنگ ته د استاد خطاب کاوه . د همدغه فرهنگ له برکته کارمل وکولای شول چې شاهي دربار ته د ورتلو لاره پرانيزي . پورتنيو اشخاصو د کارمل د نظرياتو په جوړولو او پخولو کې مهم رول ولوباوه ٠

سياسي ژوند

د ۱۳۴۳ لمريز لېږديز کال د مرغومي پر ۱۱ (د ۱۹۶۵ زېږدي کال د جنوري پر لومړۍ نېټه) د نور محمد ترکي په کور کې د سياسي همفکرانو یوه غونډه وشوه او په دغه غونډهّ کې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند بنسټ کېښودل شو . که څه هم د گوند مشر او بنسټ اېښودونکی نور محمد تره کی گڼل کېده ، خو ببرک کارمل هم ددې ډېر لېوال وو ، چې په گوند کې بايد د سر سړی وي ، نه بل څوک . پېښود دا زباد کړه چې ببرک کارمل په گوند کې يوازې د مشر ځای منلی شي او بس . هغه وو چې دده د ځانغوښتنې او ماجراجويي ځانگړنې لامله پر ۱۹۶۷ ز کال گوند په دوو ډلو ووېشل شو ، چې د «خلق» او «پرچم» په نامه یادې شوې . کارمل د پرچم ډلې مشري پر خپله غاړه واخيسته . داسې ويل کيږي چې کارمل له دې سره مخالفت درلود چې گوند بېرته سره يو او متحد شی . خو دده له مخالفت سره سره د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د ۱۳۵۶ ل ل کال د غبرگولي په مياشت کې (۱۹۷۷ ز کال) بېرته يو موټی او متحد شو . هغه مهال چې کارمل د گوند د یووالي مخالف وو ، داسې په پام کې وه چې مير اکبر خيبر ، چې يو پښتون وو ، د پرچم ډلې مشري پر غاړه واخلي ، ددې لپاره چې د گوند د یووالی او يو موټي توب لپاره زمينه برابره شي . خو پر راتلونکې لڼد مهال مير اکبر خيبر د کارمل د توتیو او دسيسو پر بنسټ ترور او ووژل شو ، او کارمل مشرتابه ته په لاره کې دغه لوی خڼد له منځه يووړ .

د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي پر اومه (۱۹۷۸ ز کال د اپرېل پر ۲۷) په کابل کې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند له خوا دولتي کودتاه وشوه او دغه کودتاه د گوند د مشرانو له خوا د ثور يا غويي انقلاب په نامه ونومول شوه . د دغې کودتاه په پايله کې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند واک وځواک ته ورسېد . ببرک کارمل په نوي انقلابي حکومت کې د سروزير (صدراغظم) مرستيال په توگه وټاکل شو . خو ده پر دغه څوکۍ قناعت ونه کړ او په ښکاره به یې کارشکني کوله . د همدغه کال په بهير کې څو مياشتې وروسته د خلقيانو او پرچميانو ترمنځ اختلافونه زيات شول او په دغو اختلافونو کې بيا هم کارمل لوی رول لوباوه . ببرک کارمل او دده يو شمېر نور گوندي جگپوړي چارواکي د حکومت پرضد د دسيسې په تور له خپلو څوکيو گوښه او بهر هېوادو ته د سفيرانو په توگه واستول شول ، چې ببرک کارمل پکې په چکوسلواکيا کې د سفیر په توگه وگومارل شو .

کارمل او دده یو شمېر سياسي ملگري د ۱۹۷۸ ز کال په اگسټ کې د ملي خيانت په نامه له گونده وشړل شول او هېواد ته راوغوښتل شول ، خو کارمل هېواد ته راستون نه شو او په پراگ کې پاتې شو . د شوروي سوسيالیستي جمهوريتونو اتحادمشرتابه په تېره بيا لیونيد اېليچ برېژنف له خوا پر لاسوهنه او د خلق گوند په مشرتابه کې د ځينو وزیرانو او جگپوړيو چارواکيو پر لمسونو د تره کي او امین تر منځ اختلافونه راپيدا شول او هغه وو چې د ۱۳۵۸ لمريز کال د وږي په مياشت کې (د ۱۹۷۹ ز کال د سيپټمبر پر ۱۴) نور محمد تره کی د حفيظ الله امين له خوا ووژل شو او امين د هغه ځايناستی شو . د امين واکمني هم درې مياشتې وه او د هماغه کال د ډيسمبر پر ۲۷ د شوروي پوځونو د يرغل په ترځ کې د تاج بېک په ماڼۍ کې ووژل شو .

واک و ځواک ته رسېدل

د امین تر وژلو وروسته ببرک کارمل لومړی له تاشکند راډيو څخه يوه اورنۍ وينا وکړه او بيا د شوروي اتحاد د مشرتابه له خوا د افغانستان د هېوادمشر په توگه وټاکل شو او د شوروي پوځونو او شوبلو پر زور د کابل پر پلاز کېنول شو . نوموړی د ١٩٨٠ نه تر ١٩٨٦ پورې د افغانستان د کمونستي رژيم درېيم ولسمشر وو. هغه په ژبه کې ډېر تکړه وياند ، ويناوال ، سخت ماجراجو ، ماهر دسيسه گر او تکړه عوام فريب وو. دده ځانغوښتنې هيڅ بريد نه درلود . کارمل په مارکسيستي تيورۍ کې د مطالعې لوی نوم درلود.

دی په کمونيستي تيورۍ ، شوروي اتحاد او لېنين باندې خورا ډېر مين وو . دی شوروي اتحاد ته تر دې بريده ژمن وو ، چې پر خپلو څو زامنو يې هم روسي نومونه اېښي ول . هغه شوروي جگپوړي جنرالان چې له ببرک کارمل سره یې سر وکار درلود ، يا یې هم ورسره ليدنه کتنه کړې وه ، وايي چې ببرک کارمل د کار وړتيا نه درلوده . ده خپله ټوله پازه شوروي پوځ او شوروي سلاکارانو ته ور پرې اېښې وه . جنرال وارېنيکوف په خپل کتاب کې لیکي چې کارمل په مشروبو روږدی شوی وو او هره ورځ به یې څښل . هر ځل چې به کوم شوروی جنرال دده دفتر ته ورننوت ، ده به لومړی په غېږ توده ستړي مه شي ورسره وکړه ، بیا به یې د مشروبو بوتل ورته راواخيست . د شورويانو تر حمايي لاندې د ببرک کارمل واکمني د افغانستان په پېښليک کې یوه له ډېرو خونړيو دورو څخه گڼل کيږي . کارمل تش په نوم د هېواد مشر وو . د هېواد د بهرني او کورني سیاست ټولې چارې د شوروي اتحاد په لاس کې وې .

پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد يرغل په کلونو کې ببرک کارمل د افغانانو په منځ کې د دويم شاه شجاع نوم خپل کړی وو . د ببرک کارمل او شورویانو واکمنۍ په افغانستان کې د پښتون قام د کاموژنې لار خپله کړې وه . هغوی د انقلاب ضد عناصرو د له منځه وړلو او د هغوی پرضد عملياتو تر نامه لاندې د افغانستان پښتون مېشتې سیمې په سپکو او درنو وسلو ، سکاډ توغنديو باندې بمبارولې ، ډله ييزې وژنې يې کولې او په هېواد کې يې په اصل کې د قومي پاکسازۍ سياست خپل کړی وو .

قدرت له لاسه ورکول

کله چې د ۱۹۸۵ ز کال د مارچ پر ۱۱ ميخايل سيرگېويچ گورباچوف د شوروي اتحاد د کمونيست گوند د مرکزي کومېټې عمومي منشي شو ، نو د افغانستان په تړاو سياست ته يې هم بدلون ورکړ . هغوی وليدل چې دا شپږم کال دی چې هره ورځ په افغانستان کې شوروي پوځيان وژل کيږي ، خو د کارمل واکمني د افغانستان لپاره کوم گټور بدلون رامنځته نه کړي ، نو یې وپتېيله چې د افغانستان په سیاسي مشرتابه کې هم بدلون راولي . په همدې توگه د ١٩٨٦ ز کال د می پر ۴ کارمل د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د عمومي منشي له څوکۍ او دندې څخه گوښه او پر ځای کې يې ډاکټر نجيب الله ځایناستی شو. ببرک کارمل وروسته د همدغه کال د نوامبر پر ۲۱ د جمهوري رياست له څوکۍ څخه هم گوښه شو . وروسته له دې چې له ولسمشرۍ دندې نه گوښه شو نو مسکو ته واستول شو. بيا پر ١٩٨٩ کال يو ځل بيا کابل ته راستون شو، خو د ژوند وروستۍ شېبې يې په شوروي اتحاد کې تېرې کړې.

مهاجرت او مړينه

کله چې ببرک کارمل په افغانستان کې له ټولو گوندی او دولتي دندو څخه گوښه شو ، نو د شوروي اتحاد پلازمېنې مسکو ته واستول شو او هلته د مسکو په اطراف کې د «سېرېبرياني بور» په نامه سيمه کې په يو اطرافي کور کې ځای پر ځای کړای شو . کارمل د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال هم د خپلو پرچمي گوندي ملگريو په منځ کې ډېر نامتو وو . له دې سره سره چې دی دا مهال په شوروي کې اوسېده ، خو له دې سره یې لېوتالتيا زښته ډېره وه چې کابل ته ستون شي او يو ځل بيا خپل ځان واک و ځواک ته ورسوي . له دې موضوع څخه شوروي مشري خبره شوه او هغه وو چې پر ده يې ساتندويان او پهره داران ودرول ، چې بې اجازې چېرته ولاړ نه شي ، په تېره بيا کابل ته. د ژوند په وروستيو کلونو کې د کارمل روغتييايي حالت ډېر خراب شو . (ده د بډوگو (بډوډو) ناروغي درلوده) . دی په پرله پسې ډول تر درملنې لاندې وو . ببرک کارمل د ۱۹۹۶ ز کال د ډيسمبر پر ۳ د مسکو ښار په لومړۍ شمېره ښاري روغتون کې ومړ . تر هغه وروسته يې جنازه افغانستان ته واستول شوه او په حيرتانو کې خاورو ته وسپارل شوه .

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب