بابریان او افغانستان
پۀ هند کښې دمغل سلطنت بنسټ ايښودونکي بابر دتيمور لنګ دنسل نه ؤ. دۀ کابل خپله پلازمينه وټاکله . پۀ اتلسمه ميلادى پيړۍ کښې نادرشاه دافغانستان پۀ زياتو سيمو خپله قبضه مضبوطه کړه اؤ مغلو ته ئې پۀ دهلى دقبضې برقرار ساتلو اجازت ورکړه . دنادرشاه نه پس دافغانستان پۀ سياسى کرښه احمدشاه درانى راڅرګند شو څوک چې پۀ ١٧٤٧ء کښې دافغانانو سردار وټاکل شو . احمدشاه درانى دنوى افغانستان بانى ګڼلي شى . دۀ خپل سلطنت دمشهد نه امو درياب پورې اؤ دهرات نه پنجاب اؤ کشمير پورې پراخ کړو . داحمدشاه ابدالى دوفات نه پس دقندهار دخلقوسره ددۀ د زوئ اختلافات پيداشول اؤ هغۀ کابل دخپل حکومت پلازمينه وټاکله . نورو پينځه ؤ کلونو کښې هغۀ دکشمير ، خراسان اؤ سندهـ پۀ شمول ګڼې سيمې لۀ لاسه ورکړې .