اۍ ځوانانو را پاڅېږئ! نن ورځ کار وکړئ

دشهید حسن البناء (رحمه الله)
ژباړه: محمد خالد ملکزی.

ای ځوانانو!
په نړۍ کې هرفکري خوځښت هغه مهال پیاوړی کیږي چې کله پرې یقین باوري شي، اخلاص ورسره مل او لېوالتیا ورسره زیاته شي،د سرښندنې او عمل لپاره يې هغه وړتیا را څرګنده شي چې دغه فکري خوځښت بالآخره د تحقق په لوري بیايي،او ښايي چې دغه څلورګوني بنسټونه چې د ایمان، اخلاص، ولولې او عمل څخه عبارت دي باید د ځوانانو دمهمو خصلتونو څخه وشمېرل شي.

دا ددې لپاره چې دایمان او اخلاص ټاټوبې هوښیار زړه وي،په داسې حال کې چې د حماسې تر شا قوي شعور او د عمل بنسټ په قوي ارادې او کوټلي هود پورې تړلې وي. او دا ټول یاد خصلتونه باید په ځوانانو کې وموندل شي.

له همدي لامله په تېرو او اوسنیو ملتونو کې د هر فکري خوځښت د امید ستنې په ځوانانو پورې تړل شوي وي، د امېد مټې يې همدوي شمېرل کیږي،د حق بېرغ د دوی په مټ څپانده او رپانده وي.

د ځوانانو په اړه لوی پروردګار داسې فرمائي (( إنهم فتیة آمنوا بربهم و زدنهم هدی)). الکهف آیة ۱۳
ترجمه: بېشکه دوي هغه زلمیان ؤ چې په خپل پرودرګار یې ټينګ ایمان را وړی و، او مونږ د دوی هدایت ور زیات کړ.

ځوانانو:
په ژوند کې مه مأیوسه کیږئ،دا ځکه چې مایوسي د مسلمانانو د اخلاقو څخه نه ده، د نن ورځې حقیتونه د پرون ورځې خیالونه دي، او د نن ورځې خیالونه د سبا ورځې حقیقتونه دي، لا تر اوسه خو فرصت په لاس کې لرو، د کرغیړنو نظامونو د موجوده فساد سره سره بیا هم زمونږ په مؤمنو ولسونو کې د نېکمرغۍ او سلامتۍ لاملونه شتون لري.

یو کمزورې شخص به د ژوند تر پایښته کمزورې او ځواکمن به د ژوند تر پایښته ځواکمن نه وي، او لوی پروردګار په دې هکله فرمائي (( و نرید أن نمن علی الذین استضعفوا فی الأرض، و نجعلهم أئمة و نجعلهم الوارثین)). سورة القصص آیة ۵
ترجمه: او غواړو پر هغو کسانو باندی احسان او منت وکړو چې پر ځمکه کې ضعیفان کړای شوي و، او تر څو دوی امامان او وارثان وګرځوو.

دا په یاد ولرئ چې وخت به د سترو پېښو نه پرده پورته کړي، دتاریخي ستروکارنامو او کړنولپاره به فرصتونه برابر او تل تر تله به وجود ولري، نړۍ خو ستاسې دعوت ته انتظار دي،د هدایت بریالیتوب او د سلامتۍ بلنې ته سترګې په لاره ده، تر څو ئې د روان کړکیچ نه خلاصه او دنجات ساحل ته ئې لارښوونه وکړۍ.

د نړۍ د قیادت او د ولسونو د سیادت دنده خو ستاسې دنده ده،لوی خالق تعالی فرمائي (( و تلک الأیام نداولها بین الناس،و ترجون من الله ما لا یرجون )).
اۍ ځوانانو تیارۍ ونیسئ! نن ورځ کار وکړئ، دا ځکه چې سبا ورځ به ناتوانه شۍ.
دشهید حسن البناء (رحمه الله) پیغام
ژباړه: محمد خالد ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب