ایبولا تر لس زره پورته کسان وژلي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د ایبولا وژونکي وایرس تر دې مهال په نړۍ کې لس زره کسان وژلي چې زیات شمېر یې په لویدیځه افریقا کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اعلامیې له مخې په سیرالیون، ګانا او لیبیریا کې په دغه وایرس تر ۲۴زره پورته کسان اخته شوي چې له منځه یې ۱۰ زره کسان وژل شوي.

د راپور له مخې ایبولا په لیبریا کې په دغه وایرس ۹۳۴۳ کسان اخته دي چې ۴۱۶۲ کسان ترې مړه شوي، همدا راز په سیرالیون کې په ایبولا وایرس ۱۱،۶۷۷ کسان اخته شوي چې له منځه یې ۳۶۵۵ کسان مړه شوي او په ګانا کې دغه وایرس بیا د ۳۳۳۰ کسانو له منځه ۲۱۸۷ کسان مړه کړي.

روغتیا نړیوال سازمان د اعلامیې د معلوماتو پر اساس په لویدیځه افریقا کې دغې وایرس ۴۹۱ کسان چې په د وایرس له منځه وړلو لپاره يې په سیمه کې کار کاوه، ایبولا مړه کړي دي.

روغتیا سازمان وايي چې په مالي کې د ۸ کسانو له منځه ۶، په نیجیریا کې د ۲۰ کسانو له منځه ۸ او په امریکا کې بیا ایبولا د څلورو کسانو له منځه ۱ کس وژلی. په سنګال، هسپانیه او بریتانیه کې بیا ایبولا وایرس یوازې یو یو کس ښکار کړی دی.

د ایبولا له کبله په نړۍ کې د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۱۰ زره او ۱۹ کسان ښودل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې ایبولا له یو وژونکي وایرس څخه شمېرل کیږي. په دغه وایرس ککړ شوي ۹۰ سلنه کسان مړه شوي او هم دغه مرض ساري دی.

ايبولا داسې يو مرض دی، چې په انسانانو او ځناورو کې موندل کيږي او پر اخته مريضان دوه درې اوونيو پورې له تبې، د مرۍ درد، سردرد، اسهال او خارښټ څخه سر ټکوي.

د دې تر څنګ د مريض ګردې او ځيګر له فعاليته غورځي.

ايبولا هغه مهال ډېره ګواښنده شي، چې د مريض له بدنه وينې روانې شي او دغه مرض ته د وينې تبه هم وايي.

دغه مهال نورو شاوخوا کسانو ته د دې مرض انتقال ډېر زيات ممکن دی او دغه وخت کې د دې مريض ژوندي پاتې کيدل تقريبا ناشوني بريښي.

دغه ناروغي د لاړو توکولو، متيازو، جنسي اړيکو او پيچکارۍ له لارې هم نورو انسانانو ته انتقاليږي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب