ایا داهل کتابو ذبيحې خوړل روا دي؟

سوال : ایا د اهل کتابو يا اوسنيو يهودو او نصاراو په لاس د حلال شويو حيوانانو غوښې خوړل روا دي؟

جواب : مولوي امين الله ازره وال
بسم الله الرحمن الرحيم

 د اهل کتابو ذبيحه

چې اهل کتاب پخپل اصلي شکل پاتې وي په اصولي توګه خوددوى ذبيحه خوړل روا دي البته په دې شرط چې په درسته توګه حلاله وکړي په دې اړه الله تعالى داسې فرمايلي دي : الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَهُمْ

دډيرومفسرينو په وړاندې له دى څخه داهل کتابوذبيحه مراد ده

په دې اړه خوپه اصولي توګه داسلامي امت ترمنځ کوم اختلاف نشته چې داهل کتابوذبيحه روا ده

خوپه ننې دورکې دعلماوو دانظر دى چې ددوى ذبيحه خوړل جواز نه لري داځکه چې دوى اوس هغه اهل کتاب ندې کوم چې په پخوا زمانه کې وو،دوى اوس خپل دينونه پريښې دي دارتداد لاره يې خپله کړې ده دمرتدينو،دهريانو اومشرکينوپه حکم کې شامل دي ، بله داچې اوس زمونږ دمعلوماتو له مخې په غرب کې په شرعي توګه ذبحه کول په قانونې توګه منع ده،حيوانات دبرق د شارټ په وسيله وژل کيږي اوساه ورڅخه ويستل کيږي اويايې په جوش کړل شويو اوبو په زريعه وژني، نواوس ددوى حالت بدل شوى دى په همدې اساس د دوى دذبحې اوحلالې حکم هم بدل شوى دى ،ځکه چې په اسلام کې يوه اصولي قاعده شته  چې هغه داده چې فتوى دمکان اوزمانې د تغيرپه اساس تغيرکوي

البته که چيرته داسې يهود اونصارى پيداشي چې په خپل يهوديت اونصرانيت په همغه حالت پاتې وي چې پخوا وو نو بيايې حلاله رواده،خو دا ور سره ضروري ده چې حلاله په درسته طريقه سره وکړي

دپاملرنې وړده چې په اوس وخت کې کومې غوښې له غرب څخه راواريديږي ددې غوښوخوړل جواز نه لري،بايد مسلمانان ددې غوښو له خوړلوڅخه ځان وساتې،ځکه چې داپه يقين سره معلومه ده چې داهغو څارويو غوښې دى چې دوى يې دبرق په شارټ سره وژني اويايې د نوروغيرشرعي وسائلو په واسطه ساه وباسې

والله اعلم

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب