ايا په نيت طلاق واقع کېږي؟

پوښتنه:  ايا په نيت سره طلاق واقع کيږي؟ او که په خوله سره ويل ضروري دى؟
د مثال په توگه يو څوک نيت وکړي چي که ما فلاني کار وکړ نو پر ما دي ښځه طلاقه شي.

مفتي: مولوي‌ امين الله ازره وال، د مقارنَة الاديان په برخه کې کانديد دکتور او فقيه

د ځواب تفصيل:

دجمهورو علماوو په وړاندې تش په نيت سره طلاق نه واقع کيږي

انسان په هغه څه باندې چې په زړه کې يې  تيريږي راتيږي دالله تعالى له پلوه نه مواخذه کيږي ترڅو چې يې  وينانه وي کړي اويايې عمل نه وي ترسره کړى .

ددې  خبرې دليل دامام بخاري په روايت سره دا حديث شريف دى چې له ابوهريره څخه يې روايت کړى دى چې: (عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ” إن الله تجاوز عن أمتي ما حدثت به أنفسها، ما لم تعمل أو تتكلم

په دې معنا چې  الله تعالى زما امت په هغه څه نه نيسي چې په زړه کې يې تېرېږی تر څو چې په هغه عمل ونه کړي او يا خبرې ونه کړي.

په دې اړه حضرت قتادة رحمة الله عليه فرمايلي دي کله چې  څوک په  خپل زړه کې خپله ښځه طلاقه کړي نو دا هيڅ اعتبار نه لري او طلاق نه واقع کېږي.

 همدا خبره ابن حجر هم  کړې ده اوصنعاني په سبل السلام کې داخبره ياده کړې ده اوداسي يې ويلي دي چې داحديث ددې خبرې دليل دى چې يواځې په حديث النفس (په نيت او له ځان سره په چرت کې)  طلاق نه واقع کيږي اوهمدا دجمهورو مسلک دی ( چې  احناف هم پکې شامل دي).

په همدې توګه په سوال کې چې کوم صورت يادشوى دى هم طلاق نه واقع کيږي .

والله اعلم

ارزه وال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب