ايا استمناء زنا ده؟

پوښتنه: که چیرې مجرد کس د ځانه سره خپل مني تویې کړي، آیا دا کار زنا بلل کیږي؟ شرعي حکم یې څه دی؟

ځواب:

دغه کار ته ځینې علماء(عادة سریة) یا پټ عادت وايي، ځینې یې(جلد عمیرة) بولي او ځینې یې د (استمناء) په نامه سره یادوي.

جمهور علماء دغه کار حرام بولي، او همدغه خبره سهي ده، ځکه پاک خدای چې کله د مؤمنانو صفتونه بیانوي، نو وایي: :(والذین هم لفروجهم حافظون* الا علی ازواجهم او ماملکت ایمانهم فانهم غیر ملومین* فمن ابتغی وراء ذالک فأولئک هم العادون*) المؤمنون

(اوهغه (کسان هم ریښتیني بریالي مؤمنان دي) چې دوی د فرجونو(ځایونه دشهواتو) خپلو لره ساتونکي دي، مګر د ښځو خپلو سره او د هغه وینځو سره چې دوی یې څښتنان شوي، چې (په دې صورت کې) پر دوی هیڅ ملامتیا نشته، نو هرڅوک چې وغواړي پرته له (خپلوښځو او وینځو) څخه (په بل څیز خپل شهوت مات کړي) نو بیشکه همدغه کسان تجاوز کوونکي دي).

په آیت کې یاد شوي د (عادون) ټکي څخه مراد ظالم او د خدای له ټاکلي لارې تجاوزکوونکي دي، پاک خدای وايي، څوک چې پرته له خپلې ښځې او خپلې وینځې د بل چا سره جماع وکړي نو هغه ظالم تجاوزکوونکی دی، نو بې له شکه چې په لاس د شهوت ماتول هم په همدغه تجاوزکوونکو کې راځي، ځکه دغه کار خو د ښځې یا وینځې سره جماع کول نه دي، او هر ډول جماع پرته له دغه دوو ډولو څخه د خدای د شریعت څخه تجاوز دی.

مخورو علماوو د یاد شوي آیت څخه د پټ عادت د حراموالي حکم استنباط کړی، او هغه په لاس د شهوت ماتول دي، یعنې د مني تویول د لاس او شهوت په حرکت سره، نو دغه کار شرعا جواز نلري، او په دې کار کې د طب له مخې ډیر ضررونه شته، بلکې ځینو طبي پوهانو یې په اړه ځانګړي کتابونه لیکلي، او د دغه ناوړه کار ضررونه یې پکې ثابت کړي،

نو پرتا باندې واجب دا دي اې سوال کوونکیه! چې له دغه کاره ځان وساتې، ځکه په دغه عادت کې ډیر نه پټیدونکي ضررونه دي، او دا یو له هغو عادتو څخه دی چې ښکاره د خدای د کتاب سره ټکر لري، له هغو کارونو څخه نه دی چې پاک خدای خپلو بنده ګانوته مباح ګرځولي، نو له دې کار څخه مخ اړول واجب دي، د هغه چا لپاره چې د شهوت زور اخیستۍ لازمه دا ده چې د واده کولو هڅه وکړي، که چیرې یې توان نلري نو بیا دې روژه ونیسي.

نبی کریم صلی الله علیه وسلم وایي: :(یامعشر الشباب من استطاع منکم الباءة  فلیتزوج فانه اغض للبصر ، واحصن للفرج ، ومن لم یستطع فعلیه بالصوم، فانه له وجاء )

(اې ځوانانو! څوک چې د واده کولو توان لري نو واده دې وکړي، ځکه واده کول له نورو سترګې پټوونکۍ، او ښه د فرج ساتونکۍ دی، که څوک نشي کولی نو بیا دې روژه ونیسي، ځکه روژه د ده لپاره په دې حالت کې وقایه ګرځي)

داسې یې نه دي ویلي چې که چیرې د واده کولو توان نلرئ، نو په خپل لاس مني تویې کړئ او شهوت مات کړئ، بلکې ویلې یې دي، چې روژه ونیسئ.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم په یاد شوي سپیڅلي حدیث کې دوه ټکي څیړلي.

لمړۍ: په چټکۍ سره د ځوانۍ په لمړیو کې وختي واده کول.

دوهم: روژه نیول د هغه چا لپاره چې د واده کولو توان نلري، ځکه روژه د شیطان لارې بندوي، نو مناسب ده اې د خدای بنده چې د شریعت په آدابو سره ځان روږدی کړې، د ځان د ساتلو لپاره شرعي نکاح وکړې، اګر که په قرض سره هم وي، الله جل جلاله به ستا دغه قرض اداء کړي،  ځکه واده کول ښه کار دی،

څوک چې واده کوي د هغه سره خدايي مرسته شته، لکه څرنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې حدیث کې وایي: دری شیان دي چې بنده په خپل خدای حق لري تر څو په اړه یې مرسته ورسره وکړي، هغه غلام چې غواړي د خپل بادارسره په معامله خپل ځان د پیسو په بدله کې آزاد کړي، هغه(ځوان) چې د پاکۍ لپاره واده کول غواړي، اوهغه مجاهد چې د خدای په لاره کې جهاد کوي .


شيخ ابن باز رحمه الله

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب