انځور ويستل حلال دي كه حرام؟

پوښتنه:

که يو څوک له رسامی سره مينه لري او ځينې رسمونه کاږی، ايا د يو انسان عکس رسمول کومه پروا لري او که نه؟
له ستاسو قدرمنو څخه بايد د زړه له کومي مننه وکړو چې دا ويبپاڼه ډيره ګټوره ده. زه هر کله له دې ويبپاڼې څخه خپلې ستونزی حلوم، که زما د پوښتنو ځواب ژر راوليږى، نو ډير زيات به خوشحاله شم. تاسو قدرمنو ته له خدای څخه د جنت غوښتونکی يم. الله دې د دې نيک کار بدله په دنيا او اخرت كې درکړي.
مننه

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
احمد سميرجانه الله تعالى دې له مونږ سره هدايت در په برخه کړي. دا چې زمونږ هڅې دې ستايلې، الله دې نيك بدل دركړي.
د پوښتنو ځواب دې په لاندې توګه دى، هيله ده چې عمل ورباندې وکړئ

لومړى ځواب:
رسامي او انځورونه په دوه ډوله دي، اول د هغو شيانو انځور ويستل چې روح لري لکه انسان، آس او داسې نور… دا بيا په دوه ډوله ده:
اول: دا چې د پوره انسان او ذې روح عکسونه وويستل شي.
دويم: د نيم بدن عکسونه او رسمونه. په دې معنا چې د انسان د بدن دومره اندازه رسم جوړ کړل شي چې که ژوندى او روغ سړى په دې اندازه غوڅ کړل شي، ژوندى ترې نه پاتې کيږي.
اوس نو په لاندې توګه دا ټول حالات بيانيږي.

لومړى: د پوره ذى روح او انسان رسم جوړول، له کوم غوره او معتبر مصلحت څخه پرته حرام او بد کار دى، مسلمان بايد په جدي توګه ځان ترې وژغوري، ځکه چې په دې اړوند په نبوي احاديثو کې سخت وعيدونه راغلي دي.
که چيرته ضرورت وي او يا کوم شرعي او ديني مصلحت ورپورې تړلى وي نو بيا په دې صورت کې د ضرورت په اندازه رسمونه او عکسونه جوړول کوم باک نه لري. لکه د پاسپوټ، تذکرې او داسې نورو لپاره .

دوهم: دا چې عکس او رسم نيم وي، په دې معنى چې که انسان او يا ذى روح په دې اندازه غوڅ او نيم کړل شي چې ژوندى ترې نه پاتې کيږي، نو دا ډول رسمونه او عکسونه جوړل کوم باک نه لري

دوهم ډول رسامي: د غير ذې روحو رسامي لکه ونې، ګلان، غرونه او داسې نور، دا ډول شيان رسمول او يا يې عکسونه اخستل کوم باک نه لري، مباح او جائز کار دى.

مفتي: مولوي امين الله ازره وال

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب