انځورګره شاعري

بېګا دلته راغلې وه ډېوې سره نجلۍ
آسمان نه پرېوتلې وه ډېوې سره نجلۍ

د لېوال صیب دغه شعر مې دوه ځلې ترپایه وکوت؛ لومړی ځل مې ښايي د خوند او ادبي تندې د ماتولو په موخه لوستی وي، یوازې مې خپل شاعرانه احساسات راپارول، ځکه چې په دې ساعت کې ما د شعر لیکلو شېبې شمېرلې، غوښتل مې غزل ولیکم.

خو د بیا لوستلو موخه مې دا پورته خبرې نه وې. بلکې هڅه مې دا کوله؛ ترڅو د دې غزل په انځوریز اړخ پوه شم.

په شعر کې انځور نوې خبره ده خو زړه هم نه ده. په دې به هرڅوک پوهېږي چې انځوریزه شاعري د شعر په عاطفي تړاو آباده. عاطفه یعنې احساسات.

غزل یو شعري فورم دی، ټاکلي قوانین لري: قافیه، وزن، څپه، ردیف یې بیا آزاد دی. خو همدغه غزل بیا په څو بڼو سره لیکل کېدای شي: ساده غزل، ابهامي غزل او یوه یې هم پکې انځوریزه بڼه ده…

انځورکارول، نه یوازې دوه پنځونې سره بېلوي، بلکې شتون او نشتون یې د یوه ټاکلي شعر په محتوا کې هم پوره احساس کېدای شي.
((دلته یوه کس راباندې نیوکه وکړه، ویل یې: احساس مه وایه لیدل وایه، ما ورته کړل: شعري انځور حقیقي شکل نه لري! په مجاز کې یې ګوره))…

یو روڼ ستوری راپرېوت خلکو ولیده له ورایه
همدغلته لوېدلې وه ډېوې سره نجلۍ

د کلي ملایانو تر سبا هو، الاهو کړ
د قدر شپه بللې وه ډېوې سره نجلۍ

پورتني دوه بیتونه د یوه شعر غړي دي، په یوه قافیه لیکل شوي، ښه ځواکمن روي هم لري، خو له یادون سره انځوریزه بڼه یې، زه یوازې په پورتني بیت کې احساسوم. (( د روڼ ستوري کلمې په لوستلو سره، دمګړۍ زما په ذهن کې، هغه ځلېدونکی شی راځي کوم چې یوازې دشپې لخوا د آسمان پرمخ خوځنده او متحرک وي.

بله موضوع چې مخکې ما ورته لږ اشاره وکړه؛ هغه په شعر کې له انځور سره د عاطفې اړیکه ده. ښايي له ډېرو سره دا پوښتنه پیدا شي چې تصویر نو له احساساتو سره څه ربط لري؟

په انځوریز ترتیب، د شعر ترکیب په دې معنا نه دی چې ضرور باید کلام د ښکلا جامه واغوندي. له بل اړخه که وګورو، د شاعرۍ عاطفي تړاو هم سل په سلو کې د حسن بېلګه نه ده.

استاد ښکلی وایي:

((عاطفي تړاو ته په زغرده د ښکلا زیږنده نه شو وېلای، ځکه د یار کوڅه به ډېره کږه وږه او کچه وي، خو خوند به وکوي. چینار تر سروې ښکلی نه دی، خو کاروان ته خوند ورکوي.))

همدا راز انځورګره شاعري هم تل په ښکلا دلالت نه شي کولای؛ په شعر کې رباب یو تصویر دی، خو که د همدغه رباب تارونه پرې وي یعنې شاعر په بل شکل راوړی وي، دلته به نو بیا زموږ پرېکړه د دې تصویر په اړه یوه ده.

اوس چې سندرې زمزمې نه اورم
نور د ملنګ د رباب تار پرې شوی

لیکنه: عصمت الله صالح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب