انسان ته د شيطان د ننوتلو لارې
كه څه هم چې انسان ته د شيطان د ننوتو لارې ډېرې دي او لنډيز يې ستونزمن كار دى ، خو بيا هم غواړو يو څوو ته يې ګوته ونيسو:
لومړى: د مسلمانانو په منځ كې د فتنې، جنګ او جدل او بدګُمانۍ اچول
رسول الله په هغه حديث كې چې امام مسلم روايت كړى فرمايي: ( انّ ابليس قد يئس ان يعبدوه الصالحون …و لكن يسعى بينهم فى التحريش(رواه مسلم _۲۸۱۲ فى صفات المنافقين ،باب تحريش الشيطان و بعثه سراياه لفتنة الناس، و فى الترمذى دون لفظ …و فى جزيرة العرب ، رقم ۱۹۳۸ فى البر والصلة ، باب ماجاء فى التباغض.)
ژباړه: په ريښتيا شيطان له دې نه چې د خداى جل جلاله نيك بندګان به يې ولمانځي (عبادت به يې وكړي)، نهيلى شوى مګر تل په دې هڅه كې دى چې د هغوى تر مينځ فتنه او جنګ او جدل را مينځ ته كړي.
يعنې تل زيار باسي چې په منځ كې يې دښمني، كينه او فتنه واچوي چې په خپلو مينځو كې سره ونښلي.
او په بل روايت كې راغلي:
(بې شكه شيطان له دې نه چې په عربي ټاپووزمه كې به د خداى نيك بندګان د هغه عبادت وكړي، نهيلى شوى)
بدګُماني معمولاً د شيطان له وسوسو او اندېښنو څخه وي لكه په هغه حديث كې چې ام المؤمنين صفيه بنت حيى روايت كړى ورته اشاره شوې:
كان الرسول (ص) معتكفاً-اى فى المسجد- فاتيته أزوره ليلاً، فحدثته، ثم قمت لاءنقلب، اى لأرجع الى بيتى فقام معى ليقلبنى -اى يرافقنى- فمر رجلان من الانصار- رضى الله عنهما- فلما رأيا النبى (ص) اسرعا فقال (ص): على رسلكما انها صفيه بنت حيى-
فقالا : سبحان الله يارسول الله …
فقال رسول الله : أنّ الشيطان يجرى من ابن آدم مجرى الدم، وأني خفت أن يقذف فى قلوبكما شرا، او قال شيئا. (رواه البخارى ۲۴۰/۴ فى الاعتكاف، باب: هل يخرج المعتكف لحوائجه الى باب المسجد، و مسلم فى السلام برقم ۲۱۷۵-۲۱۷۴ )كله چې يو نارينه له يوې ښځې سره په شپې كې تګ او راتګ وكړي ، كيداى شي د نورو له پاره د بدګومانۍ او شك لاره برابره كړي نو ځكه رسول الله د دغه ډول ممكنه شك د له مينځه وړلو له پاره وفرمايل: توندي مه كوئ دا له ما سره روانه ښځه صفيه ده – له دې څخه لاندې پايلې ته رسيدلی شو:
(( رسول الله په مسجد كې اعتكاف كاوو، زه د شپې د هغه ليدنې ته ورغلم تر څو د ضروري خبرو په اړه ور سره وغږېږم، بيا مې وغوښتل كور ته را وګرځم، رسول الله هم را سره راغى، دوه انصار زمونږ له څنګ څخه تير شول كله يې چې رسول الله وليد نو تيز شول. رسول الله وفرمايل: صبر وكړئ او تيزېږئ مه، دا له ما سره ښځه صفيه بنت حيى ده. هغوى وويل: اى د خداى رسوله! سبحان الله ( له دې نه چې پر تا بد فكر وكړو په پاك خداى جل جلاله پناه غواړو)، نو رسول الله وفرمايل: بېشكه شيطان د وينې په څير د انسان په بدن كې روان دى ( يعنې لكه څرنګه چې وينه د انسان په بدن كې جاري ده، په ورته توګه د شيطان وسوسې هم د انسان زړه او فكر ته ننوځي). زه په دې ووېرېدم هسې نه چې كوم بد فكر يا شى مو په زړه كې در واچوي .
كله چې يو نارينه له يوې ښځې سره په شپې كې تګ او راتګ وكړي ، كيداى شي د نورو له پاره د بدګومانۍ او شك لاره برابره كړي نو ځكه رسول الله د دغه ډول ممكنه شك د له مينځه وړلو له پاره وفرمايل: توندي مه كوئ دا له ما سره روانه ښځه صفيه ده – له دې څخه لاندې پايلې ته رسيدلی شو:
كله چې يو څوك په داسې حالت كې وليدل شي چې بدګوماني پرې ممكنه وي نو پرې لازمه ده چې خبره روښانه كړي تر څو واقعيت واورېدل شي او د شك او بدګومانۍ له پاره ځاى پاتې نه شي.
د نورو په حق كې د بدګومانۍ را مينځ ته كول د شيطان د ننوتو يوه لاره ده چې د يوې خبرې له اوريدو سره سم سړی دې ته اړ کوي چې منفي مفهوم ترې واخلي.
همداراز د شيطان يو بل كار د خلكو په مينځ كې د فتنې او درز اچول او يو د بل پر ضد پارول دي. سليمان بن صرد (رض) وايي چې له رسول الله سره ناست وم چې دوو كسانو په خپلو مينځو كې خبرې تاو كړې (او يو بل ته يې بدرد پيل کړل) د يوه مخ يې له ډېرې غوسې او نارامتيا څخه تك سور واوښت، نبي اكرم (ص) وفرمايل : انى لأعلم كلمة لو قالها ذهب عنه ما يجد، لو قال: اعوذ باالله من الشيطان الرجيم ، ذهب عنه ما يجد، رواه البخارى(۴۳۱/۱۰) فى الادب ، باب : الحذر من الغضب
داسې يوه جمله مې زده ده كه ويې وايي نو وضعيت به يې تغير وكړي، كه چيرې((اعوذ باالله من الشيطان الرجيم)) ووايي نو دغه حالت به يې بدل شي.
دوهم: انسان ته د بدعت يا په دين كې د يو شي د زياتولو ښايسته ښودل
شيطان تل په دې هڅه كې دى چې بدعت انسان ته ښايسته او په زړه پورې وښيي. هغه ته وايي چې په دې زمانه كې خلكو دين پريښى او اصلاً د هغوى را بلل د دين لور ته ګران كار دى نو هيله ده د ځينو عبادتونو په زياتولو سره چې مونږ يې كوو خلك د دينپالنې لور ته راوګرځوو. يا په كومه بله طريقه غواړي په هغو عباداتو كې چې په نبوي احاديثو ثابت دي زياتوالى راولي. د بيلګې په توګه شيطان ورته وايي: د خير په كارونو كې زياتوالى خير دى– په دې توګه هغه د نوموړو عباداتو په بڼه کې زياتوالی راوړي او يا يو نوی عبادت رامينځ ته کوي.
ځينې نور وايي چې خلك له دين څخه لرې شوي او كيداى شي د ځينو حديثونو په جوړولو او راوړلو يې ووېروو ترڅو بيرته دين ته راوګرځي. د همدې موخې له پاره نوي احاديث جوړوي او رسول الله ته يې منسوبوي او بيا وايي: مونږ دروغ وايو ولې رسول الله ته د دروغو نسبت نه كوو، بلكې د هغه په خاطر دروغو ته اړ شوي يو!! داسې حديثونه جوړوي چې د هغو په وسيله خلك د جهنم له اور څخه وېروي. له يو لوري د جهنم اور خلكو ته په يوه ډاروونكې بڼه ښكاروي او له بل لوري له جنت څخه يو عجيب او غريب شى جوړ كړي! په داسې حال كې چې عبادتونه توقيفي دي، يعنې هغه ډول چې د الله جل جلاله له لوري رسول الله ته او د هغه له پلوه مونږ ته راغلي، په هماغه ډول مونږ منلي او غاړه مو ورته ايښې، نو ځكه نه شو كولى چې په هغو كې كمى يا زياتى وكړو او له خپلې خوښې سره يې برابر كړو. هر ډول بدلون يې بدعت دى او بدعت د شيطان كار دى.
درېيم: يوه ديني اړخ ته د نورو په قيمت پاملرنه کول
۱- د فرد اړوند
– يو سړى ښه پرېمانه ګناهونه كوي او په څنګ څنګ كې يې لمونځ هم ادا كوي. وايي چې دين د لمونځ ستن ده او د قيامت په ورځ به له ټولو وړاندې د لمانځه په اړه پوښتل كيږي او فكر كوي څرنګه چې تر ټولو غوره عمل سر ته رسوي نو ګناهونه ورته زيان نه شي رسولى. لمونځ داسې ګڼي چې تر ټولو غوره او ستر عبادت دى په دې توګه غواړي چې خپل ټول ګناهونه او نيمګړتياوې د لمانځه په وسيله پټې كړي او د لمانځه له پردې لاندې ګناهونو ته ملا وتړي.
هو! لمونځ د دين بنسټ دى، مګر ټول دين نه دى او شيطان غواړي انسان د لمانځه تر سيوري لاندې ګناهونو ته اړباسي.
– كله كله شيطان له بلې لارې انسان ته ننوځي، وايي: (( الدين المعاملة))… دين يعنې له خلكو سره ښه چلن او غوره اړيكې- تر ټولو مهمه دا ده چې سړى له خلكو سره ښه واوسي، ښه چلن ورسره وكړي، دروغ پرې و نه تړي او هغوى تير نه باسي كه څه هم چې لمونځ ونه كړي ځكه چې رسول الله فرمايلي: (( الدين المعاملة)) يعنې دين له خلكو سره ښه چلن او غوره اړيكې دي.
– بل وايي تر ټولو غوره او مهم شى پاک او سپيڅلى نيت دى! له خلكو سره په زړه كې هيڅ كينه او رخه نه لرم او هيڅ بدي مې په زړه كې نه راځي او دا په داسې حال كې وي چې هيڅ نيك عمل نه تر سره كوي او يوازې په دې هيله شپې او ورځې سبا كوي چې نيت يې پاك دى.
– ځينې نور بيا يواځې په خواږه اواز او سمه توګه د قران كريم تلاوت ته په درنه سترګه ګوري، قران مجيد لكه څنګه چې لازم دى هماغسې لولي، هر تورى يې په خپل ځاى كې ادا كوي او پر هر څه دې كار ته غوروالى وركوي…نورو ډېرو مهمو كارونو ته يې شا كړي وي ځكه چې فكر كوي د قران سم لوستل تر ټولو مهم كار دى. دا چې د قران په تجويد سره لوستلو ته هيڅ ارزښت ور نه كړل شي، ګناه ده، خو دا هم بايد په ياد ولرو چې سم قرائت د اسلام يواځينى مهم عمل نه دى او په كار نه دى چې له نورو بې شميره اعمالو او فرايضو څخه وړاندې ودرول شي او د نورو وجايبو په حق كې د لټۍ او له هغو څخه د سترګو پټولو له پاره د بهانې په توګه ترې كار واخيستل شي.
د ټولنې اړوندتر ټولو مهم شى چې بايد ارزښت وركړل شي د مسلمانانو او د اسلام د دښمنانو په اوسنيو حالاتو پوهه ده. فکر کوي چې اوسنى وخت، سياسي وخت دى او سياسي مسائلو ته بايد پام واړول شي. په دې عصري دور كې دروېشان او زاهدان نه چليږي.
دا ډول ستونزه چې يوازې يو اړخ نيسي او نور ټول مهم اړخونه له پامه غورځوي په يوه نه، يوه توګه په ټولنې كې هم شتون لري. د بېلګې په توګه په ټولنې كې يوه ډله خلك ګومان كوي:
– تر ټولو مهم شى چې بايد ارزښت وركړل شي د مسلمانانو او د اسلام د دښمنانو په اوسنيو حالاتو پوهه ده. فکر کوي چې اوسنى وخت، سياسي وخت دى او سياسي مسائلو ته بايد پام واړول شي. په دې عصري دور كې دروېشان او زاهدان نه چليږي.
هغه خلك چې په پورتني رنځ اخته دي، كه د كمونيزم، سيكولريزم، ماسونيت، بهائيت، قاديانيت او نورو په اړه وپوښتل شي، ډېر څه به ووايي خو كه د اسلام په اړه ترې پوښتنه وشي، په هيڅ هم نه وي خبر!!
– بله ډله خلك عبادات د دين له نورو ټولو اړخونو څخه مهم ګڼي او فكر كوي چې د الله جل جلاله او انسان تر مينځ اړيكې او په سر كې يې لمونځ تر ټولو مهمه فريضه ده. يوازې دا غواړي چې يو څوک بايد زاهد او متقي اوسي. دا ډله غواړي د اسلام پاتې ټولې لارښوونې د روحي اړخ د سر صدقه كړي.
– يو بل ټولګى چې تازنى اسلامي نړۍ كې را پيدا شوى، تر ټولو غوره او مهم شى يووالى او اتحاد بولي، ځكه چې :
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا، (آل عمران: ۱۰۳)
ژباړه: (ټول د الله ج په رسۍ منګولې ولګوئ، او سره مه مختلف کېږئ).
دې مسئلې ته دومره اهميت وركوي چې له عقيدوي بريدونو يې هم پښې اړولي او ان له هغو كسانو سره يې چې عقايد يې له مونږ سره توپير لري، هم اړيكې نيولي. دوى فكر كوي چې تر ټولو مهم كار دا دى چې د دښمن د تاړاك او يرغل په وړاندې يو واوسو. په داسې حال كې چې سم او پر ځاى فكر دا دى چې بايد پر خپلو اساساتو سره يو شو، په خپل دين سره يو شو، نه دا چې د ګډوډۍ او عقيدوي بيلتون پر بنسټ سره يو شو.
نو ښايي چې د پورتنيومسايلو په اړه يو متوازن او شامل فكر غوره كړو او لكه چې مخكې مو وويل د شيطان د ننوتو له سوريو څخه يو دا هم دى چې انسان د دين په يو اړخ بسيا كوي تر څو نور ټول مهم اړخونه ترې پاتې كړي!!
څلورم: نن او سبا كول يا د نن كار سبا ته پرېښودل
د شيطان د ننوتو له لارو څخه يوه دا هم ده چې سړى خپل كار بلې ورځې ته پرېږدي او په خپل وخت يې نه تر سره كوي. اوږدې هيلې لرې. يو كار ځان ته د خنډ په صفت ګڼي او وايي چې دا له منځه لاړ شي نو بيا مې مخه خوشي كيږي. د بيلګې په توګه وايي كه له تحصيل او زده كړې څخه فارغ شوم نو ان شاء الله توبه باسم. دا هماغه خنډ دى چې په زوره يې ځان ته پيداكړى او د توبې له پاره يې د يو مخنيونكي دېوال په توګه كاروي. كله چې له تحصيل څخه اوزګار شي وايي چې هاغه وظيفه مې واخيسته نو توبه به وباسم، مګر وظيفه هم واخلي بيا هم توبه نه كاږي. او همدا ډول وايي كه حج ته لاړم او راوګرځيدم، كه واده مې وكړ، كه دا كار مې وكړ او كه هغه كار مې وكړ نو توبه به وباسم.
تل يو نه يو کار د ځان له پاره خنډ ګرځوي،همداسې سبا سبا كوي، او اوږدې هيلې يې په زړه کې ګرځي تر دې چې مرګ ورته راشي خو ده لا هغه حقيقي ژوند نه وي پيل کړی.
د شيطان وروستنی هدف دا دى چې انسان يا د نيك كار له كولو څخه منع او يا يې لږ تر لږه پرې وځنډوي تر څو په نن او سبا كې ترې پاتې شي. او دا نيكانو بندګانو ته د شيطان د ننوتلو له لارو څخه يوه ډېره خطرناكه لاره ده.
شيطان په زړه كې اندېښنې در اچوي او درته وايي چې ته لا تر اوسه د دې وړتيا نه لرې چې چا ته څه وښيې او يا يې سمې لارې ته را وبلې… لږ صبر وكړه چې يو ځل په خپله ډېر څه زده كړې بيا به يې نورو ته وښيې. په داسې حال كې چې مونږ ته د دې امر شوى چې خلكو ته بلنه وركړو او كه د قران كريم د يو آيت په اندازه مو هم څه زده كړل، بايد نورو ته يې ورسوو خو شيطان مو دې ته نه پرېږدي او د كار ځنډولو ته مو هڅوي.
ابن الجوزي په خپل كتاب ((تلبيس ابليس)) كې ليكي:
ډېر كسان دي چې په ځغرده يې د يو كار د كولو هوډ كړى وي مګر شيطان يې د كار ځنډولو ته هڅوي او اړ كوي يې چې ووايي: ژر دى چې وبه يې كړم، ژر دى چې لاړ به شم يا ژر دى چې دا او هاغه به وكړم … او ډېر كسان دي چې هڅه كوي ښه كار تر سره كړي مګر شيطان يې ترې ايساروي او يا يې پرې ځنډوي. كله كله يو زده كوونكى هوډ كوي چې ويل شوى درس تكرار كړي خو ورته وېل كيږي چې لږ دمه وكړه وروسته به يې ووايې. شيطان ور ته لټي غوره ښکاروي او کار پرې ځنډوي. شيطان د شپې په مينځ كې عابد ته وايي چې شپه اوږده ده او تر سهاره ډېر وخت دى، تر دې چې سهار راوخيژي او لمونځ و نه کړي.
پنځم: په انسان كې د كمال او بشپړوالي دروغجن احساس
– شيطان د انسان په داخل كې داسې احساس او انګيرنه پيدا كوي چې دى بشپړ دى او هيڅ نيمګړتيا نه لري. هغه ته وايي چې ته له بل هر چا غوره يې، ته لمونځ كوې په داسې حال كې چې ډېر خلك يې نه كوي او ته روژه نيسې ولې ډېر نور خلك يې نه نيسي. هغه دې ته اړ كوي چې ځان له هغو كسانو سره پرتله كړي چې د نيكو كارونو په سر ته رسولو كې لټي كوي. کله مو چې په زړه کې وګرځيدل چې له نورو څخه غوره ياست، بل څه نه دي بلکې د شيطان چل دی چې غواړي د نورو غوره كارونو له سر ته رسولو څخه مو منع كړي.
د شيطان د دې ډول وسوسو ځواب بايد په دې ډول وركړل شي چې هيڅكله هم بايد سړى ځان له نورو څخه غوره ونه بلي او تل بايد لا زياتو او لا غوره كارونو ته ملا وتړي. ځان بايد له هغه چا سره پرتله كړل شي چې تل د دوشنبې او پنجشنبې روزې نيسي په داسې حال كې چې دى يې نه نيسي، او هغه بل كس ته دې وګوري چې نفلونه هم کوي په داسې حال كې چې دى يې نه کوي.
– شيطان انسان ته وايي چې عمل دې د قيامت په ورځ د خداى په وړاندې سپارښتنه كوي. په دې ډول سړى له نيكو كارونو څخه بندوي او په مباح كارونو يې بسيا كوي. ورته وايي: لږ دمه وكړه، ډېر ځان مه ستومانه كوه، ته اوس مصروف يې، ته له نورو څخه غوره يې… دا ټول د دې له پاره چې د دمې په نوم يې له غوره کار څخه لاس بند کړي.
د شيطان د دې ډول وسوسو ځواب بايد په دې ډول وركړل شي چې هيڅكله هم بايد سړى ځان له نورو څخه غوره ونه بلي او تل بايد لا زياتو او لا غوره كارونو ته ملا وتړي. ځان بايد له هغه چا سره پرتله كړل شي چې تل د دوشنبې او پنجشنبې روزې نيسي په داسې حال كې چې دى يې نه نيسي، او هغه بل كس ته دې وګوري چې نفلونه هم کوي په داسې حال كې چې دى يې نه کوي.
شپږم: د خپل ځان او خپلو داخلي وړتياوو په هكله ناسمه پوهه وركول