اناناس د بندونو د پړسوب اکسير

اناناس ښه خوند لرونکې، د ډېرو ناروغيو څخه د خونديتوب او د مدافعې ځواک پياوړي کوونکې مېوه ده.

د بندونو د پړسوب، د تازه زخمونو د رغېدنې او د تازه عمليات (جراحي) شوي ناروغ لپاره اکسير دی، اناناس په خپل جوړښت کې (بروملين) لري چې د بندونو د دردونو لپاره ګټور دي.

د روغتيا پوهانو په وينا د اناناس خوراک د انسان د بدن دننه کوچنیو او لويو زخمونو ته د پای ټکی ايږدي، په انناس کې شته انزايم (بروملين) او وټامين سي د ينې او معدې زخمونه ژر رغوي. انناس 2انناس د بندونو له درد سربېره د ستوني د سوزېدنې لپاره هم ګټور دي، په انناس کې د وټامين سي شتوالی د مدافعې د ځواک په پياوړتيا او زياتوالي کې بنسټيز ارزښت لري.

د یوې نوې څېړنې له مخې د انناس خوراک د شپې له خوراک وروسته هضم کې تېزوالی راولي او د خېټې د غټېدا مخه نيسي يانې انسان تازه او ځوان ساتي.

له اناناس څخه د ښه ګټنې په موخه اړينه ده چې انناس تازه وخوړل شي، او که له خوراک وروسته وخوړل شي، په ډېرې اسانۍ سره بروملين د وينې جريان ته ننوځي.

په پای کې دا يادونه بيا هم اړينه ده چې د بندونو د پړسوب لرونکو ناروغانو لپاره انناس د الله جل جلاله ستر نعمت دی.

[irp][irp][irp]

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب