ام مېوې ګټې

د ګرمیو دغه خوندوره میوه مو له سرطانه ژغوري ( ام Mango)  د نوو روغتیايي څیړنو په پایله کې څرګنده شوې چې د ګرمیو خوندوره میوه ام د سرطان او اضافي وزن څخه په مخنیوی کې مرسته کوي.

د روغتیايي څیړنو او راپورونو پر بنسټ دغه میوه د غیر صحي خوړو ناوړه اغیز کموي او د اضافي وزن لامل کیدوونکي حجرات له منځه وړي. همداراز ام په انسان کې د غټو کولمو فعالیت زیاتولو سره د قبض د ناروغۍ مخه نیسي. د اوکلاهاما ایالتي پوهنتون د یوې څیړنې پر بنسټ په ام کې شته فایبر (Fiber)، ویټامینونه (Vitamins)، منرالونه (Minerals)، انټي اکسیډنټ (Antioxidants) او غوړ اوبه کوونکی فیوتوکیمیکل (Phytochemical) نومې مواد د مضرو خوړو ضرر کمولو سربیره په انسان کې د اضافي وزن کمولو لامل هم ګرځي.

همداراز د ټکزاس اې اینډ ایم پوهنتون په یوې څیړنې کې ویل شوي چې ام په بدن کې میتابولیزم بهتره کولو سره د اضافي وزن او له امله يي پیښیدوونکو ناروغیو مخه نیسي. په یوې بلې روغتیايي څیړنې کې ویل شوي چې په ام کې شته فایبر (Fiber) نومې مواد د قبض په ناروغۍ اخته کسانو روغتیايي حالت بهتره کولو کې مرسته کولی شي. پخوانیو څیړنو ثابته کړې وه چې ام د کولیسټرول اندازه کموي، پوټکي، سترګو او هاضمې سیسټم روغتیا بهتره کوي. خو باید په یاد ولرئ چې د دغې میوې له اندازې زیات خوړل د شکر د ناروغۍ لامل هم ګرځي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب